سپورټ

د کابل او لوګر بریدونو کې له ټپيانو سره د مرستي په پار خپل مډالونه لیلاموي

د افغانستان د آزادي مبارزې او جوجیتسو تکړه لوبغاړی حسین بخش صفري خپل دوه نړیوال مډالونه لیلاموي، تر څو په پيسو یې د کابل د لوېدیځ او لوګر د بریدنونو له ټپيانو سره مرستي وکړي. حسین بخش رسینو ته ویلي، خپل دوه مډالونه په دوبۍ کې د یوه مرکزله لاري د یوې اونۍ په موخه لیلام ته وړاندي کوي او په تر ټولو ممکنه لوړه بیه به یې وپلوري. څو ورځې وړاندې د کابل ولایت … نور ولولئ
سپورټ

ازاده مبارزه؛ احمدولي هوتک د خپلي راتلونکې سیالۍ په اړه خبر ورکړ

د افغانستان د ازادي مبارزې تکړه او نامتو لوبغاړی احمدولي هوتک وايي، د روان ۲۰۲۱م کال د راتلونکې مې میاشتې په ۱۴مه نېټه به د اذربایجاني سیال اُرخان وایلیو پر وړاندي ولوبیږي. هوتک پر خپلې رسمې فیسبوک‌پاڼې ویلي، چې سیال یې پياوړی دی او په «TGFC» سازمان کې به ورسره سیالي وکړي. هوتک د یادي لوبې په اړه نور معلومات نه دي ورکړي، چې چېرته به ترسره شي، خو لوبه به یې د یک ټلوېزیون … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال؛ ریال ماډریډ په یو حساس پړاو کې لوبه مساوي کړه

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۳۵مي اونۍ په لړ کې تېره شپه ریال ماډریډ فوټبال لوبډله د سویا فوټبال لوبډلې سره لوبې ډګر ته کښته شوه، چې لوبه دوه ګولونه په مقابل کې د دوو ګولونو په مساوي ډول پای ته ورسېده. د سویا لپاره پیرناندو په ۲۲مه او ایوان راکټیچ بیا په ۷۸یمه دقیقه کې ګولوهنې وکړې. د ریال ماډریډ لپاره بیا مارکو اسینسو په ۶۷تمه او ایډین هزارډ په ۹۴یمه دقیقه کې … نور ولولئ
سپورټ

د هند کرکټ بورډ: IPL سیالۍ هند کې نشې ترسره کېدلای

د هندوستان د کرکټ بورډ رئیس سوراوو کنګولي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې د هند آی پي ایل لیګ پاتې لوبې په هند کې نشي ترسره کېدلای. سورا کنګولي د سټار سپورټ سره په یوې ځانګړې مرکه کې د سریلانکا په کوربتوب د هند او سریلانکا کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ جولای میاشت کې د دریو شل اوریزه او دریو یو ورځنیو لوبو په اړه د خبرو ترڅنګ د ۲۰۲۱م کال آی پي ایل … نور ولولئ
سپورټ

تر دې دمه د IPL غوره یوولس کسیزه لوبډله؛ یو افغان هم پکې شته

د هندوستان آی پي ایل سیالیو څوارلسم پړاو د هند په کوربتوب د اتو لوبډلو ترمنځ روان و، چې تر ۲۹ لوبو کولو وروسته یې نورې پاتې ۳۱ سیالۍ د کورونا له امله وځنډول شوې. ایسفاین کریک انفو تر یادو ۲۹ سیالیو کولو وروسته د آی پي ایل غوره یوولس کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې پکښي افغان لوبغاړی راشدخان ارمان هم شتون لري.   د ایسفاین کریک انفو له نظره تر دې دمه د IPL … نور ولولئ
سپورټ

د هند کرکټ بورډ: د انګلستان په کوربتوب د IPL سیالیو پر ترسره کېدو خبرې روانې دي

هندۍ ویبپاڼې«کرکیټ اډیکټور» راپور ورکړی، چې د هندوستان کرکټ بورډ غړي اوس د آی پي ایل لیګ د پاتې لوبو پر ترسره کېدو د انګلستان په کوربتوب بحث او خبري کوي. له کله چې د هند لیګ د کورونا وبا له امله وځنډېد د نورو هیوادونو ترڅنګ انګلستان او سریلانکا هغه هیوادونه دي، چې د آی پي ایل سیالیو کوربتوب ته یې ټټر وهلی. کرکټ اډیکټور په خپل راپور کې د هند کرکټ بورډ د … نور ولولئ
سپورټ

نیمار تر ۲۰۲۵م کال پوري د پاریسن جرمېن لوبډلې سره تړون وکړ

د برازیل هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او د فرانسوي کلب پاریسن جرمېن تکړه او نامتو بریدګر لوبغاړي نیمار د پاریسن جرمېن لوبډلې سره پرون شنبه تر ۲۰۲۵م کال پوري تړون وکړ او اوس به له یادې لوبډلې سره پنځه کلونه نور هم ولوبیږي. د راپورونو له مخې ۲۹ کلن نیمار د نوو شرطونو په اساس د پاریسن جرمېن لوبډلې سره تړون کړی، خو د یادو شرطونو په اړه یې لاتراوسه رسمي خبرونه نه دي … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال؛ د لالیګا لیګ اتلولۍ لپاره د نن برخلیک ټاکونکې لوبه

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ په سیالیو کې نن خورا جالیبه لوبه ترسره کیږي او د لالیګا لیګ پر پایلې خورا مثبت اړخ لګوي او دواړي لوبډلې هڅه کوي، تر څو ننۍ لوبه وګټي او ددې لیګ اتلولۍ ته ځان ورسوي. ننۍ لوبه د بارسلونا او اتلاتیک ماډریډ فوټبال لوبډلو ترمنځ ده، چې نن ماښام ۶:۴۵ بجې به د بارسلونا په کورني لوبغالي نیوکمپ کې یو د بل پر وړاندې د سیالي ډګر ته کښته … نور ولولئ
سپورټ

سریلانکا کرکټ بورډ د IPL پاتې سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی

د راپورونو په بنسټ یو شمېر سرچیني وایي، چي د سریلانکا کرکټ بورډ مشر شامي سیلوا په سیپټمبر میاشت کې د آی پي ایل سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی، تر څو د آی پي ایل د څوارلسم پړاو پاتې ۳۱ لوبې د سریلانکا په کوربتوب ترسره شي. سیلوا ویلي په جولای او اګسټ میاشت کې موږ پلان لرو، تر څو د سریلانکا کورنۍ تجارتي سیالۍ ترسره کړو او له هغه وروسته په سیپټمبر میاشت کې … نور ولولئ
سپورټ

پوران: IPL کې مي ښې لوبې ونکړې؛ زه بیرته قوي راګرځم

د ویسټ انډیز هیواد د کرکټ ملې لوبډلې او د هند په آی پي ایل سیالیو کې د پنجاب کینګز لوبډلې چپ لاستي توپوهونکي نیکولاس پوران په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې راتلونکو سیالیو کې به د پخوا غوندي قوي ولوبیږي. نیکولاس پوران پر خپلې رسمې ټویټر پاڼې لیکلې، چي د هند آی پي ایل لیګ په سږنیو لوبو کې یې د خپلې لوبډلې لپاره يې ښه سیالۍ ونکړې، چې په همدې موخه به … نور ولولئ