سپورټ

فوټبال: ریال ماډریډ ـ ګراناډا ته سخته ماته ورکړه!

ليکنه: صابرحميدي د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۸مي اونۍ لوبو څخه پرون شنبه ریال ماډریډ د ګراناډا فوټبال لوبډلي کوربتوب په سانتیاګو برنباوو لوبغالي کي وکړ، چي ریال ماډریډ ۴ ګولونه پر ۲ ګراناډا ته سخته ماته ورکړه. په یاده لوبه کي د ریال ماډریډ لپاره کریم بنزما په ۲مه، هازارډ په ۴۵تمه، لوکاموډریچ په ۶۱تمه او جیمز بیا په ۹۰یمه دقیقه کي ګولوهني ترسره کړې. د ګراناډا لپاره بیا ماچیز په ۶۹تمه او … نور ولولئ
سپورټ

افغان فوټسال لوبډلي راتلونکو سیالیو ته چمتوالی پيل کړ

ليکنه: صابرحميدي افغان فوټسال لوبډلي راتلونکو سیالیو ته چمتوالی پيل کړ. د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلي آسیایي سیالیو ته د لاري پیداکولو په موخه کابل کي تمرینونه پيل کړي دي. په ۲۰۲۰م کال کي انتخاباتي او د آسیا اتلولۍ لوبو ته د لاري پيداکولو په موخه لوبي ترسره کیږي، چي افغانستان هم په یادو سیالیو کي شامل دئ او د ښه چمتوالي په موخه ئې د پنجشنبې په ورځ تمرینونه پيل کړل. په دې … نور ولولئ
سپورټ

یو افغان فوټبالر د جرمني په ملي لوبډله کي لوبیږي.

ليکنه: صابرحميدي د جرمني هیواد د فوټبال ملي لوبډله د آرجنټاین او استوني فوټبال ملي لوبډلو سره په راتلونکې اکتوبر میاشت کي دوې دوستانه سیالۍ لري، چي یادو لوبو ته جرمني فوټبال فدراسیون خپله ملي لوبډله د پنجشنبې په ورځ اعلان کړه. په دې اعلان سوي لیست کي افغانی الاصله فوټبالر ندیم امیري هم اخیستل سوی. د جرمني ملي لوبډلي ته غوره کړل سوي لوبغاړي په دې ډول دي: ګول ساتونکي: مانوئل نویر، برنډ لنو … نور ولولئ
سپورټ

بارسلونا په یوه سخته لوبه کي انټر مېلان ته ماته ورکړه.

ليکنه: صابرحميدي د اروپا تر ټولو ستر لیګ دوې اونۍ مخکي پيل سو، چي پرون چهارشنبه ئې د دوهمي اونۍ په لوبو کي بارسلونا او انټر مېلان د بارسلونا په کورني لوبغالي نیوکمپ کي میدان ته سره کښته سول. په دې لوبه کي بارسلونا ۲ ګولونه پر ۱ انټر مېلان ته ماته ورکړه. د دې لوبي د پيل په شیبو درېیمه دقیقه کي انټر میلان بارسلونا ته ګول ورکړ او مارټینیز ګول وواهه. وروسته بارسلونا … نور ولولئ
سپورټ

د افغانستان فوټبال ته یو بل ویاړ!

ليکنه: صابرحميدي د فیفا عمومي رئيس افغان فوټبال فدراسیون او طوفان هریرود ته د اتلولۍ مبارکي ویلې. د فوټبال نړیوال فدراسیون مشر جیاني اینفانتینو افغان فوټبال فدراسیون ته یو لیک لیږلی او د افغانستان فوټبال فدارسیون ټولو مسئولینو، غړو او د دې ترڅنګ په غوره لیګ کي اتلي ئې لوبډلي طوفان هریرود ته د لومړي مقام مبارکي ویلې. د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو سیالۍ څه موده مخکي د ۸ بېلابیلو لوبډلو ترمنځ … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال: ریال ماډریډ بایللې لوبه مساوي کړه

ليکنه: صابرحميدي د اروپا تر ټولو ستر د فوټبال لیګ چمپېنزلیګ دوې اونۍ مخکي پیل سو، چي پرون سې سنبه ماخستن ئې ۸ لوبي د اروپا په بیلابیلو هیوادونو کي ترسره سوې. د یادو سیالیو له ډلي ریال ماډریډ فوټبال ټیم د ګلب برګ لوبډلي کوربتوب په سانتیاګو برنباوو لوبغالي کي وکړ، چي لوبه ۲ ګولونه په مقابل کي د ۲ ګولونو په مساوي ډول پای ته ورسېده. په یاده لوبه کي لومړی دوه ګولونه … نور ولولئ
سپورټ

سیر بهادر زاده هم ماته وخوړه!

د افغانستان د آزادي مبارزې تکړه او نوموتی لوبغاړی سیر بهادرزاده تېره شپه د اتریشي سیال، چي په اصل کي د روسیې دی ولوبېد او په کم توپیر ئې ورڅخه ماته ومنله. د سیربهادر زاده یاد اتریشی سیال اسماعیل نوردیف نومیږي، چي د یاد هیواد ډېر تکړه لوبغاړی دئ. د بهادر زاده او نوردیف ترمنځ دا لوبه د آزادي مبارزې د یوه وتلي سازمان(UFC) له جملو څخه یوه لوبه وه. تر یادي لوبي مخکي سیر … نور ولولئ
سپورټ

باسکیټبال: افغان معلولینو ټیم په حنالاهود کپ کې اتلولي خپله کړه

د افغانستان د باسکيټبال معلولینو ملي لوبډلي د حنالاهود کپ په نړیوالو سیالیو کی لومړی مقام خپل کړی. دا لوبي د لبنان هیواد په کوربتوب د میزان میاشتي په لومړۍ نېټه پیل سوي وې، چي پرون د یادي میاشتي په شپږمه د افغان معلولینو ملي لوبډلي په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. په دې ټورنمنټ کي د افغانستان په ګډون ۵ هیوادونو کوربه لبنان، فلسطین، لیبیا او سوریې هیوادونو ګډون کړی وو. افغان لوبډلي د … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال: د عُمان په وړاندي لوبې ته افغان لوبډله اعلان شوه

د راتلونکي اکتوبر میاشتي په ۱۰مه نېټه (راتلونکې پنجشنبه نه بله پنجشنبه) افغان فوټبال ملي لوبډله د عُمان فوټبال ملي لوبډلي سره لوبیږي، چي یادي لوبي ته افغان فوټبال فدراسیون پرون شنبه ۲۳ کسیزه ټیم اعلان کړ. په دې ۲۳ کسیزه لوبډله کي دا لوبغاړي شامل دي: په دې لوبډله کي د تېر په څېر دوه بدلونه راغلي هغه دا چي د ملي لوبډلي پخوانی لوبغاړی مصطفی آزادزوی او په افغان غوره لیګ کي د … نور ولولئ
سپورټ

باز محمد مبارز هم د روسي سیال څخه ماته وخوړه

د افغانستان د آزادي مبارزې وتلي لوبغاړي بازمحمد مبارز تېره شپه د روسیې هیواد د تکړه لوبغاړي دینیس کاناکوف سره د روسیې په مسکو ښار کي ولوبېد، چي مبارز د یاد لوبغاړي څخه په ډېره کمه فاصله یوه نمره توپير ماته وخوړه. دا لوبه د ACA په نوم د یوې آزادي مبارزې د ادارې له لوري مخ ته وړل کېده، چي په لوبغالي کي د زیاتو مینوالو ترڅنګ دلته افغانستان کي هم زرګونه افغانانو یاده … نور ولولئ