سپورټ

فوټبال: بارسلونا بریا، خو ریال ماډریډ بیا ماته وخوړه.

ليکنه: صابرحميدي د هسپانیا هیواد لالیګا لیګ د نهمي اونۍ لوبو څخه پرون شنبه بارسلونا ـ ایبار ته ماته ورکړه، خو ریال ماډریډ بیا د مایورکا څخه ماته وخوړه. د بارسلونا او ایبار فوټبال لوبډلو ترمنځ لوبه د ایبار په کوربتوب ترسره سوه، چي بارسلونا ۳ ګولونه پر ۰ کوربه لوبډلي ایبار ته سخته ماته ورکړه. په یاده لوبه کي د بارسلونا لپاره ګریزماین د لوبي په ۱۳مه، لیونل میسي د لوبي په ۵۸مه او … نور ولولئ
سپورټ

عبدالعظیم بدخشي آذربایجاني سیال ته ماته ورکړه.

ليکنه: صابر حميدي د افغانستان د آزادي مبارزې تکړه لوبغاړی عبدالعظیم بدخشي تېره شپه وتوانېد، چي د آذربایجان هیواد خورا تکړه سیال ناک اوټ کړي. دا لوبه د SLFC په سازمان کي ترسره سوه، چي دا سازمان د افغانستان د آزادي مبارزې له سازمانونو څخه یو سازمان دئ. د دې سازمان لوبي د شب نبرد په نوم ترسره کیږي، چي تېره شپه ئې نهم پړاو وو. د دې سیالیو په نهم پړاو کي د افغانستان، … نور ولولئ
سپورټ

د میسي نوې مرکه؛ خورا جالیبې خبري ئې پکښي کړي!

ليکنه: صابرحميدي د تیري چهارشنبې په ورځ د بارسلونا کلب او آرجنټاین هیواد د فوټبال ملي لوبډلي لوبډلمشر لیونل میسي شپږم د سرو زرو بوټ ترلاسه کړ. دا جایزه هغه لوبغاړي ته ورکول کیږي، چي په خپل لیګ کي ئې تر نورو ټولو لوبغاړو ډېر ګولونه لګولي وي. دا شپږم ځل دئ، چي لیونل میسي د سرو زور بوټ خپلوي تر دې مخکي میسي دا جایزه په ۲۰۱۰، ۲۰۱۲، ۲۰۱۳، ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلنو کي … نور ولولئ
سپورټ

افغان ښځینه فوټسال لوبډله کویټ ته ولاړه.

ليکنه: صابرحميدي د افغانستان د ښځینه فوټسال ملي لوبډله د دوستانه سیالیو او تمریناتي کمپ لپاره پرون چهارشنبه کویټ هیواد ته ولاړه. د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسئولین وايي، چي ددې سفر موخه داده، تر څو افغان لوبډله راتلونکو رسمي لوبو د ښه چمتوالي په موخه څو دوستانه سیالۍ او تمریناتي کمپ ترسره کړي. د دوي په خبره، چي افغان ښځینه فوټسال ملي لوبډله یادي دوستانه لوبي د کویټ هیواد د ښځینه فوټسال ملي لوبډلي … نور ولولئ
سپورټ

د ووشو افغان لوبغاړي چین ته ولاړه.

ليکنه: صابرحميدي د مسئولینو په خبره د افغانستان د ووشو ملي لوبډله د ووشو په نړیوالو سیالیو کي د ګډون په موخه پرون چهارشنبه چین هیواد ته سفر وکړ. په دې سفر کي ۶ لوبغاړي، دوه روزونکي او یوه پلاوی شامل دئ. د افغانستان د المپيک ملي کمېټې پر رسمي فیسبوک پاڼه راغلي، چي د ووشو نړیوالي لوبي نن پنجشنبه د چین په شانګهای ښار کي پېلیږي او یوه اونۍ به دوام وکړي. په دې … نور ولولئ
سپورټ

احمد ولي هوتک بيرته راځي!

ليکنه: صابرحميدي ټاکل سوې د افغانستان د آزادي مبارزې تکړه لوبغاړی احمدولي هوتک تر یوه کلن ځنډ وروسته یو ځلي بیا سیالیو ته راووځي او د MMA په نوم د جال په یوه نړیواله لوبه کي سیالي وکړي. احمدولي هوتک یو کال مخکي کابل کي د ناپيژانده وسلوالو له لوري ټپي کړل سو او بیا ئې له هغه راوروسته په هیڅ سیالیو کي ګډون ونکړ. احمدولي هوتک د راتلونکي ۲۰۲۰م کال د جنوري میاشتي په … نور ولولئ
سپورټ

میسي شپږم د سرو زرو بوټ ترلاسه کړ!

ليکنه: صابرحميدي د بارسلونا کلب او آرجنټاین هیواد د فوټبال ملي لوبډلي تکړه لوبغاړي لیونل میسي د شپږم ځل لپاره د سرو زرو بوټ ترلاسه کړ. دا جایزه هغه لوبغاړي ته ورکول کیږي، چي په خپل لیګ کي ئې تر نورو ټولو لوبغاړو ډېر ګولونه لګولي وي. لیونل میسي دا جایزه د خپلي میرمني او اولادونو سره یو ځای ترلاسه کړه. د نړۍ دې وتلي لوبغاړي په تېر پړاو کي د لالیګا لیګ په سیالیو … نور ولولئ
رسنۍ

رونالډو خپلي ګولوهني ۷۰۰ ته ورسولې!

ليکنه: صابرحميدي د پرتګال هیواد او ایټالوي کلب (جیونټوس) تکړه بریدګر لوبغاړي رونالډو ۶۹۹ ګولوهني له ځان سره درلودې، چي تېره شپه ئې د خپلي ملي لوبډلي (پرتګال) لپاره د اُکرین په وړاندي ګولوهنه وکړه او خپل ګولونه ئې ۷۰۰ ته پورته کړه. که څه هم پرونۍ لوبه پرتګال ۲ ګولونه پر ۱ وبایلله، خو دا شپه د کریسټیانو رونالډو لپاره یوه خاصه شپه وه، ځکه خپل ګولونه ئې ۷۰۰ ته ورسوله او ۲۱مه پيړۍ … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

په لومړي ځل یوې ښځي په هلمند کي د کرکیټ په اړه کتاب لیکلی!

ليکنه: صابرحميدي د عایشې عمري په نوم یوې هلمندۍ ښځي د (بیټ او بال) په نوم د کرکیټ په اړه بشپړ کتاب لیکلی، چي تر اوسه ندی چاپ سوی او د چاپ لپاره اماده دئ. عایشې عمري د یوې نړیوالي رسنۍ سره په ځانګړې مرکه کي وویل، چي دا کتاب ئې د ۸ میاشتو په موده کي لیکلی، چي په یاد کتاب کي ئې د کرکیټ د تاریخچې، د کرکیټ ډولونو، د کرکیټ د اصطلاحاتو، … نور ولولئ
سپورټ

انوش دستګیر: د فوټبال ملي لوبډلي څخه د پخوا په ډول ملاتړ نه کیږي

ليکنه: صابرحميدي وروسته له هغه چي افغان فوټبال ملي لوبډلي د عُمان په وړاندي سخته ماته وخوړه د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلي پر روزونکي انوش دستګیر د ټولنیزو رسینو له لاري توندي نیوکي وسوې. د افغان ملي لوبډلي روزونکي انوش دستګیر پرون پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه لیکي، چي د ده حقونه تر پخوانیو روزونکو ډېر کم دي او د پخوا په ډول د ملي لوبغاړو څخه هم ملاتړ نه کیږي. هغه ویلي، چي … نور ولولئ