سپورټ

افغان فوټسال لوبډله د آسیايي سیالیو څخه پاته سوه.

ليکنه: صابرحميدي د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلي آسیایي سیالیو ته د لاري پیداکولو په موخه په ایران کي د مرکزي آسیاسي هیوادونو ترمنځ په لوبو کي ګډون وکړ، چي د خرابو لوبو له امله ئې آسیايي سیالیو ته لاره نکړه پیدا. د افغانستان فوټبال فدراسیون وايي، چي افغانستان په مرکزي آسیایي سیالیو کي د ازبکستان، تاجکستان او نیپال هیوادونو سره په الف ګروپ کي شتون درلود، چي د ازبکستان او تاجکستان څخه ئې په … نور ولولئ
سپورټ

بلجیم یو ځل بیا د فوټبال تر ټولو غوره لوبډله سوه!

ليکنه: صابر حميدي د پنجشنبې په ورځ فیفا یا د فوټبال نړیوال فدراسیون د فوټبال نوې درجه بندي اعلان کړه، چي د بلجیم هیواد د فوټبال ملي لوبډلي هغه پخوانی ځای ساتلی او یو ځلي بیا ئې د نړۍ تر ټولو غوره او لومړۍ لوبډله سوه. دې لوبډلي د ۱۷۵۵ نمرو په درلودلو سره دا ځای له ځان سره ساتلی. د تېر نړیوال جام ګټونکې لوبډله فرانسه بیا دوهم مقام او برازیل ملي ټیم بیا … نور ولولئ
سپورټ

افغانستان د ویسټ انډیز د سفر لپاره لوبډلي اعلان کړې!

ليکنه: صابر حميدي د افغانستان او ویسټ انډیز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د افغانستان په کوربتوب هند هیواد کي درې یو ورځنۍ، درې شل آوریزه او یوه بیا ټیسټ لوبه ترسره کیږي، چي افغانستان ورته دوو فارمټونو یو ورځنیو او شل آوریزه سیالیو ته ټيمونه اعلان کړل. یادو درې واړه فارمټونو ته ویسټ انډيز څو ورځي مخکي لوبډلي اعلان کړي وې، خو د افغانستان کرکیټ بورډ غوراوي کمېټې نن جمعه یوې ځانګړې ناسته کي شل … نور ولولئ
سپورټ

میسي په یوه شپه ۲ نړېوال ریکارډونه مات کړل!

ليکنه: صابر حميدي د آرجنټاین او بارسلونا کلب تکړه لوبغاړی بریدګر لوبغاړی او لوبډلمشر لیونل میسي پرون د اسلاویا پراګ په وړاندي تر ګولوهني وروسته په یوه شپه دوه نړیوال ریکارډونه مات کړل. تېره شپه د اروپا د اتلانو لیګ یا چمپېنزلیګ ګروپي پړاو درېیمي اونۍ لوبو څخه اسلاویا پراګ د بارسلونا فوټبال لوبډلي کوربتوب وکړ، چي بارسلونا ۲ ګولونه پر ۱ اسلاویا پراګ ته ماته ورکړه. په یاده لوبه کي د بارسلونا لپاره لومړی … نور ولولئ
سپورټ

فوټسال: افغان لوبډلي د ازبکستان څخه ماته وخوړه!

ليکنه: صابرحميدي د مسئولینو په خبره د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلي آسیایي سیالیو ته د لاري پیداکولو په موخه خپله لومړۍ لوبه پرون چهارشنبه د ازبکستان په وړاندي ترسره کړه، چي د یادي لوبډلي څخه ئې سخته ماته وخوړه. د افغانستان فوټبال فدراسیون وايي، چي افغانانو په یاده لوبه کي ۶ ګولونه پر ۱ د ازبکستان څخه ماته وخوړه. دا لوبه د ۲۰۲۰م کال ته د ټاکلو او د آسیا اتلولۍ لوبو ته د … نور ولولئ
سپورټ

نن د فوټبال خورا جذابي لوبي ترسره کیږي!

ليکنه: صابرحميدي نن د اروپا د اتلانو فوټبال لیګ په سیالیو کي خورا جذابي لوبي ترسره کیږي نن سې شنبه د اروپا د اتلانو لیګ یا چمپینزلیګ فوټبال لیګ په سیالیو کي ۸ لوبي ترسره کیږي، چي په یادو لوبو کي ۱۶ لوبډلي یو د بل په وړاندي د اروپا په بیلابیلو هیوادونو کي سره لوبیږي. په یادو لوبو کي ګلب برګ د پي ایس جي سره، ریال ماډریډ د ګالاتا سرای سره، اُلمپياکاس د … نور ولولئ
سپورټ

افغان فوټسال ملي لوبډله ایران ته ولاړه

ليکنه: صابر حميدي د مسئولینو په خبره د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله آسیایي سیالیو ته د لاري پیداکولو په موخه پرون دوشنبه ایران هیواد ته ولاړه. په ۲۰۲۰م کال کي انتخاباتي او د آسیا اتلولۍ لوبو ته د لاري پيداکولو په موخه لوبي ترسره کیږي، چي افغانستان هم په یادو سیالیو کي شامل دئ او د ګډون په موخه ئې پرون ایران ته سفر وکړ. په دې سیالیو کي افغان فوټسال ټيم په دوهم … نور ولولئ
سپورټ

هلمند کي د فوټبال غوره سیالۍ پاي ته ورسېدې.

ليکنه: صابر حميدي څلور میاشتي مخکي د هلمند ولایت په کرزي فوټبال لوبغالي کي د اتو غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال لیګ پيل سوی وو، چي پرون دوشنبه د لیسه ذکور فوټبال لوبډلي په اتلولۍ سره پاي ته ورسېد. د هلمند فوټبال فدراسیون مشر رنګین خان دفتاڼي یاران ته وویل، چي په دې لیګ کي د هلمند ولایت څخه ګډونوالي اته لوبډلي لیسه ذکور، کریم اتل، میوند، بُست، آریانا، شاهین، قانون او هارون پوپل وې، … نور ولولئ
سپورټ

پانکرېشن لوبو ته ټاکنیزي لوبي پاي ته ورسېدې

ليکنه: صابرحميدي پنځه ورځي مخکي د کابل بدني روزني په عمومي ریاست جمنازیم کي د سلګونه لوبغاړو ترمنځ د پانکرېش ټاکنیزي سیالۍ پيل سوي وې، چي په پرون یکشنبه د غوره لوبغاړو په موندلو سره پاي ته ورسېدې. د افغانستان د بدني روزني لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي په یادو سیالیو کي د هیواد د ۱۶ ولایتونو څخه ۲۵۰ تنو لوبغاړو ګډون کړی وو. د یادي خبرپاڼي په حواله، چي ګډونوالو لوبغاړو … نور ولولئ
سپورټ

د باوولینګ لوبي ملي لوبغاړي کویټ ته ولاړه!

ليکنه: صابر حميدي د باوولینګ لوبي ملي لوبغاړي کویټ ته ولاړه د مسئولنیو په خبره د افغانستان د باوولینګ ملي لوبډله د آسیا اتلولۍ په سیالیو کي د ګډون په موخه پرون یکشنبه کویټ هیواد ته ولاړه. په دې لوبډله کي نارینه او ښځينه دواړه لوبغاړي شامل دي، چي د آسیا اتلولیو سیالیو کي به د بیلابیلو هیوادونو سره لوبي ترسره کړي. ټاکل سوې دا لوبي نن دوشنبه د اکتوبر په ۲۱مه د کویټ هیواد … نور ولولئ