سپورټ

افغان فوټبال فدراسیون ته نوي اجرائیوي غړي وټاکل سول.

ليکنه: صابرحميدي د پنجشنبې په ورځ افغانستان فوټبال فدراسیون کي د هیواد د فوټبال پرمختګ لپاره یوه ناسته ترسره سوه، چي د هیواد د ۳۱ ولایتونو څخه د فوټبال استازو ګډون کړی وو. د یادي ناستي اصلي موخه دا وه تر څو په فوټبال فدراسیون کي اجرائيوي کمېټه بیرته فعاله او دې کمېټې ته نوي غړي وټاکي. د افغانستان فوټبال فدراسیون لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د یادي ناستي څخه وروسته د … نور ولولئ
سپورټ

افغان او هند ۱۹ کلني لوبډلي روان میاشت لوبي لري

د روان ۲۰۱۹م کال د رواني نومبر میاشتي په وروستیو کي افغان ۱۹ کلن لوبغاړي د هند ۱۹ کلني لوبډلي سره ۵ یو ورځنۍ لوبي ترسره کوي. د افغانستان کرکیټ بورډ خبر ورکوي، چي د افغانستان ۱۹ کلنه ملي لوبډله یادي ۵ یو ورځنۍ لوبي د هند ۱۹ کلني ملي لوبډلي په وړاندي د هند په لکنهو ښار کي ترسره کوي. د افغانستان د کرکیټ بورډ پر رسمي فیسبوک پاڼه راغلي، چي د دې سیالیو … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال: نن بارسلونا او ریال ماډریډ دواړه لوبي لري

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۱۲مي اونۍ په لوبو کي د نړۍ دوې قوي لوبډلي بارسلونا او ریال ماډریډ دواړه په یاد لیګ کي لوبي لري. بارسلونا د لوانتې په وړاندي او ریال ماډریډ بیا د ریال بیټیس فوټبال ټیم په وړاندي میدان ته کښته کیږي. د بارسلونا او لوانتې لوبډلو ترمنځ ننۍ لوبه ماښام د کابل په وخت اوه نیمي بجې پېلیږي. دا لوبه د لوانتې لوبډلي په کوربتوب کوتات ډي والینسیا په … نور ولولئ
سپورټ

کابل کې د هنډ بال ساحلي لوبي پیل شوې

د مسئولنیو په خبره پرون چهارشنبه د کابل بدني روزني عمومي ریاست په ورزشي لوبغالي کي د هنډ بال ساحلي لوبي پيل سوې، چي موخه ئې ورڅخه ملي لوبډلو ته د غوره لوبغاړو موندل دي. د یادو سیالیو د پیل په مراسمو کي د افغانستان بدني روزني او اُلمپيک ملي کمېټې رئيس حفیظ الله ولي رحیمي او یو شمېر نورو ورزشي مسئولینو ګډون کړی وو. د افغانستان د اُلمپیک ملي کمېټې له لوري په خپره … نور ولولئ
سپورټ

کندهار کي د سولي په نوم د فوټبال ولایتي لوبي پیل شوې

د چهارشنبې په ورځ د کندهار په احمدشاهي فوټبال لوبغالي کي د سولي په نوم د فوټبال ولایتي ټورنمنټ پیل سو، چي پکښي ۶ لوبډلو ګډون کړی. د یاد ټورنمنټ د پیل مراسمو کي د کندهار امنیه قومندان تادین خان او د کندهار د والي مرستیال عبدالحنان منیب تر څنګ نورو چارواکو، لوبغاړو او مینوالو ګډون کړی وو. د یادو سیالیو مالي ملاتړ هم امنیه قومندان تادین خان او مرستیال والي عبدالحنان منیب کړی. د … نور ولولئ
سپورټ

ځوانان:کرکيټ بورډ د سويلي حوزې سره توپيري چلند کوي!

ليکنه: صابر حميدي د کندهار د کرکيټ لوبغاړي او ددې ولایت د مدني ټولنو غړي وایي کرکيټ بورډ د کندهار، زابل، روزګان او هلمند سره له کلونو راهيسي توپيريز چلند کوي، او ددې حوزې هيڅ لوبغاړی يې تر اوسه په ملي ټيم کي نه دی لوبولی. دوی د سې شنبې په ورځ د کندهار د پرېس کلب مخته په يو اعتراضیه لاريون کي د هېواد کرکيټ بورډ په فساد او توپيريز چلند تورن کړ او … نور ولولئ
سپورټ

د پاورلفټینګ لوبي افغان لوبغاړی نړیوال اتل سو!

ليکنه: صابرحميدي د افغانستان د پاورلفټینګ ملي لوبډلي پخوانی لوبغاړی بهامین رحیمي د سرو زرو مډال وګاټه او په خپل وزن کی ئې د پاورلفټینګ لوبي نړیواله اتلولي خپله کړه. د وزن پورته کولو نړیوالي لوبي د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو څخه د ۳۵۷ لوبغاړو ترمنځ د روسیې په کوربتوب ترسره سوې، چي افغان لوبغاړي بهامین رحیمي په ۶۷ کیلو ګرام وزن کي لومړی مقام خپل کړی. د پاورلفټینګ دا نړيوالي لوبي د WPA په … نور ولولئ
سپورټ

پاکستان د بنګله دېش ښځینه لوبډلي څخه شل اووریز سریز وګټی!

ليکنه: صابرحميدي د پاکستان او بنګله دېش ښځینه کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د درو شل آوریزه سیالیو د لړۍ څخه ئې لومړۍ او دوهمه شل آوریزه لوبه دواړي پاکستان وګټلې او وار له مخي ئې دا لړۍ خپله کړه. د دې دوو ښځینه ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ شل آوریزه لوبه د تیري شنبې په ورځ ترسره سوه، چي کوربه پاکستان په ۱۴ منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه. دوهمه شل آوریزه لوبه ئې بیا پرون … نور ولولئ
سپورټ

افغان ۱۹ کلنه ملي لوبډله عربستان ته ولاړه

ليکنه: صابر حميدي د افغانستان د فوټبال ۱۹ کلنه ملي لوبډله د ۲۰۲۰م کال د آسیا اتلولۍ لوبو ته د لاري پیداکولو په موخه پرون یکشنبه عربستان هیواد ته ولاړه. د افغانستان فوټبال فدراسیون وايي، چي د ۲۰۲۰م کال آسیا اتلولۍ لوبو ته لاري پیداکولو په موخه دا لوبي د راتلونکي نومبر میاشتي د ۶مي نېټې څخه د یادي میاشتي تر ۱۰مي نېټې پوري د عربستان هیواد په کوربتوب الخبر ښار کي ترسره کیږي. په … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال: کابل کي د ۱۴ کلنو ترمنځ لوبي پاي ته ورسېدې.

ليکنه: صابرحميدي دوې اونۍ مخکي د افغانستان فوټبال فدراسیون په عمومي فوټبال لوبغالي کي د ۱۴ کلنو لوبغاړو ترمنځ د فوټبال لوبي پيل سوي وې، چي پرون شنبه د مکرویان لوبډلي په لومړي مقام خپلولو سره پاي ته ورسېدې. د افغانستان فوټبال فدراسیون وايي، چي د مکرویان لوبډلي سره د یادو سیالیو پایلوبي ته رسول شهید لوبډلي لاره پیداکړې وه، چي د یادو لوبډلو ترمنځ لوبه ۱ ګول په مقابل کي د ۱ ګول په … نور ولولئ