افغانستان

افغان ساحلي فوټبال ملي لوبډله ټایلینډ ته تللې

د افغانستان د فوټبال ساحلي ملي لوبډله په ۵ اړخیزه لوبو کي د لوبېدو په موخه تېره یکشنبه ټایلینډ هیواد ته ولاړه او پرون سې شنبه ئې هلته تمرینونه پیل کړل. د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، چي په دې سیالیو کي د افغانستان په ګډون کوربه ټایلینډ، چین، مالیزیا او ویتنام هیوادونه لوبي ترسره کوي. دا لوبي سبا چهارشنبه پېلیږي او تر ۶ ورځو دوام وروسته راتلونکې دوشنبه پای ته رسیږي. افغانستان به خپله لومړۍ … نور ولولئ
سپورټ

میسي د رونالډو ریکارډ ته ځان ورسوی!

ليکنه: صابرحميدي وړمه شپه لیونل میسي د سلتاویګو په وړاندي هټریک یا درې ګولوهني وکړې او د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ ئې خپل هیټریکونه ۳۴ ته ورسول، چي په دې سره ئې ځان د کریسټیانو رونالډو سره برابر کړ. د شنبې په ماخستن په لالیګا لیګ کي بارسلونا او سلتاویګو فوټبال لوبډلي سره ولوبېدې، چي بارسلونا د لیونل میسي په هیټریک وهلو سره ۴ ګولونه پر ۱ سلتاویګو ته سخته ماته ورکړه. تر دې مخکي … نور ولولئ
سپورټ

افغان فوټبال ۱۹ کلني لوبډلي هند ته سخته ماته ورکړه.

ليکنه: صابرحميدي د افغانستان فوټبال ۱۹ کلنه ملي لوبډله پرون یکشنبه د هند ۱۹ کلني ملي لوبډلي په وړاندي ولوبېده، چي افغان لوبډلي ۳ ګولونه پر ۰ هند ۱۹ کلني لوبډلي ته سخته ماته ورکړه. دا لوبه د ۲۰۲۰م کال د آسیا اتلولۍ سیالیو ته د لاري پيداکولو په موخه ترسره سوه، چي په دې سیالیو کي دا د افغان لوبډلي درېیمه لوبه وه. په دې سیالیو کي افغانستان خپله لومړۍ لوبه تېره چهارشنبه د … نور ولولئ
سپورټ

میسي په هیټریک سره بارسلونا ته بریا ور په برخه کړه.

ليکنه: صابر حميدي. د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ ۱۳مي اونۍ په لوبو کي تېره شپه بارسلونا فوټبال لوبډله د سلتاویګو فوټبال لوبډلي سره میدان ته کښته سوه، چي بارسلونا ۴ ګولونه پر ۱ سلتاویګو ته سخته ماته ورکړه. په یاده لوبه کي د بارسلونا لپاره د نړۍ نوموتي فوټبالر لیونل میسي درې ګولوهني د لوبي په ۲۳مه، ۴۵تمه او ۴۸مه دقیقه کي ولګولي، خو څلورم ګول بیا د بارسلونا ټیم لپاره سرجیو بوسکتس د لوبي … نور ولولئ
سپورټ

عجبه خو رښتیا؛ د میسي پر کور هیڅ الوتکه د تېرېدو حق نلري!

ليکنه: صابرحميدي د بارسلونا کلب او آرجنټاین هیواد ملي لوبډلي د تکړه لوبغاړي لیونل میسي د کور پر سر هیڅ الوتکه د تېرېدو او پرواز حق نلري. په اسپانیا هیواد کي د ووئلینګ هوایي میدان رئیس خاویر سانجز وایي، چي د هر هوایي شرکت الوتکه هیڅ حق او اجازه نلري د میسي د کور پر سره دي تېره سي او یا هم پرواز وکړي. میسي د اسپانیا هیواد بارسلونا ښار په ګایا سیمه کي د … نور ولولئ
سپورټ

رونالډو د نړۍ تر ټولو مشهوره لوبغاړی وپيژندل سو!

ليکنه: صابرحميدي د ESPN ورزشي چینل تفریحي خپرونو د لسو بیلابیلو ورزشي رشتو لوبغاړو نړیواله درجه بندي اعلان کړې، چي رونالډو پکښي تر نورو ټولو پېژندل سوی لوبغاړی معرفی سوی. د پرتګال هیواد او یوونټوس کلب تکړه فوټبالر رونالډو په دې سره د نړۍ تر ټولو ټولنیز او پيژندل سوی لوبغاړی وپېژندل سو. په دې درجه بندي کي د بارسلونا کلب او آرجنټاین هیواد ملي لوبډلي بل قوي فوټبالر لیونل میسي درېیم ځای کي راغلی. … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال لوبډلي راتلونکو دوو لوبو ته تمرینونه پیل کړل.

ليکنه: صابرحميدي د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د رواني نومبر میاشتي په ۱۴مه د هند او په ۱۹مه نېټه بیا د قطر ملي لوبډلي په وړاندي لوبي لري، چي یادو دوو لوبو ته ئې د ښه چمتوالي په موخه د شنبې په ورځ د تاجکستان هیواد دوشنبې ښار کي تمرینونه پیل کړل. دا لوبي د ۲۰۲۲م کال د فوټبال نړیوال جام او د ۲۰۲۳م کال د آسیا ملتونو جام ته د لاري پيداکولو په موخه … نور ولولئ
سپورټ

کندهار کې ځوانو لوبغاړو د فوټبال ولایتي سیالیو اتلولي خپله کړه

لس ورځي مخکي د کندهار په احمدشاهي فوټبال لوبغالي کي د کندهار ولایت مقام او امنیه قومنداني په ګډه همکاري د سولي او یووالي په نوم د فوټبال ولایتي سیالۍ پیل سوي وې چي پرون پنجشنبه د کندهار ب منتخبي لوبډلي په اتلولۍ سره پاي ته ورسېدې. په یاد ټورنمنټ د کندهار ب منتخب، د کندهار شیرزي، بولدک ولسوالي، هلمند، نیمروز او فراه ولایتونو ګډون کړی وو، چي پایلوبي ته ئې دوو کندهاریو لوبډلو ب … نور ولولئ
سپورټ

افغان ښځینه والیبال ملي ټیم بنګله دېش ته ولاړ.

ليکنه: صابرحميدي د افغانستان د ښځینه والیبال ملي لوبډله د آسیا په مرکزي سیالیو کي د ګډون په موخه پرون چهارشنبه بنګله دېش هیواد ته ولاړه. دې لوبډلي تر سفر مخکي د افغانستان المپیک ملي کمېټې او بدني روزني رئیس حفیظ الله ولي رحیمي سره وکتل. رحیمي په یاده کتنه کي ټولو لوبغاړو ته سپارښتنه وکړه، چي په یادو سیالیو کي ښه په میړانه ولوبیږي. د ښځینه وو ترمنځ د آسیا د دې مرکزي سیالیو … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال: افغان ۱۹ کلن ټیم د عربستان سره خورا ښه لوبه ترسره کړه!

ليکنه: صابرحميدي د افغانستان فوټبال ۱۹ کلنه ملي لوبډله پرون په آسیا کي د تکړه هیواد عربستان ۱۹ کلني ملي لوبډلي په وړاندي ولوبېده، چي د پینالټۍ په واسطه عربستان په ډیري سختۍ سره یو ګول پر صفر افغانستان ته ماته ورکړه. افغان لوبډلي تکړه سیاله لوبډله پرېنښوده، چي په لومړۍ نیمایي کي ګولوهنه وکړي، خو د دوهمي نیمایي په ۴۹تمه دقیقه د عربستان لپاره احمد حازم د پینالټۍ په واسطه ګولوهنه وکړه او لوبه … نور ولولئ