سپورټ

میسي شپږم د سرو زرو توپ ترلاسه کړ.

ليکنه: صابرحميدي د بارسلونا کلب تکړه لوبغاړی لیونل میسي په روان ۲۰۱۹م کال کي تر رونالډو او فن ډایک غوره لوبغاړی وپېژندل سو او د فرانسې فوټبال له لوري ورته د سرو زرو توپ ورکړل سو. په دې سره میسي د زیاتو سرو زرو توپونو په خپلولو سره ریکارډ جوړ کړ، تر دې مخکي هیڅ لوبغاړی ندی توانېدلی، چي په دومره شمېر سره د سرو زرو توپونه خپل کړي. د سرو زرو توپ ته لیونل … نور ولولئ
سپورټ

میسي یو ځلي بیا بارسلونا بریا ته ورسوله!

ليکنه: صابرحميدي د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۱۵مي اونۍ لوبو څخه تېره شپه ناوخته بارسلونا او اتلاتیک ماډریډ فوټبال لوبډلي میدان ته سره کښته سوې، چي بارسلونا یو ګول پر صفر اتلاتیک ماډریډ ته ماته ورکړه. په یاده لوبه کي دا یوازینۍ ګولوهنه د نړۍ نوموتي لوبغاړي لیونل میسي ولګوله. د بارسلونا او اتلاتیک کلبونو ترمنځ دا پرونۍ لوبه خورا جذابه وه، چي پکښي دواړو ټیمونو ډېر د ګول چانسونه له لاسه ورکړه. د … نور ولولئ
سپورټ

ریال ماډریډ فوټبال ټيم آلاوز ته ماته ورکړه

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۱۵مي اونۍ په لوبو کي پرون شنبه ریال ماډریډ فوټبال لوبډله د آلاوز فوټبال لوبډلي سره د آلاوز په کوربتوب ولوبېده، چي ریال ماډریډ ۲ ګولونه پر ۱ آلاوز ټيم مات کړ. په یاده لوبه کي د ریال ماډریډ لپاره لومړی ګول دفاعي لوبغاړي سرجیو راموس د لوبي په ۵۱مه دقیقه کي د سر په واسطه وواهه او دوهم ګول بیا کارواخال د لوبي په ۶۸مه دقیقه کي ولګوی. … نور ولولئ
سپورټ

افغان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلي په وروستۍ لوبه کې هند ته ماته ورکړه

د افغانستان او هندوستان کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ یو ورځنیو لوبو لړۍ د شنبې په ورځ پای ته ورسېده، چي د یادي لړۍ څخه ئې درې لوبي هند او دوې لوبي بیا افغان لوبډلي وګټلې. د ۵ یو ورځنیو لوبو په لړ کي لومړۍ، دوهمه او څلورمه لوبه هند وګټله، خو درېیمه او پنځمه لوبه بیا افغانستان وګټله، چي په دې سره لړۍ هند د افغانستان څخه ۳ پر ۲ خپله کړه. د … نور ولولئ
سپورټ

افغانستان په ټیسټ لوبه کي د ویسټ انډيز څخه ماته وخوړه.

ليکنه: صابرحميدي د افغانستان او ویسټ انډیز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د افغانستان په کوربتوب د هندوستان لکنو ښار په ایکانا کرکیټ لوبغالي کي تر درو یو ورځنیو او درو شل آوریزه سیالیو وروسته یوازینۍ ټیسټ لوبه ترسره سوه، چي ویسټ انډیز په ۹ ویکیټو افغان لوبډلي ته ماته ورکړه. یاده لوبه چي تېره چهارشنبه سهار پيل سوه، پکښي ویسټ انډیز پچه وګټله او افغان لوبډلي ته ئې د توپوهني یا بېټینګ بلنه ورکړه. کله … نور ولولئ
سپورټ

د وزن پورته کولو دوه کندهاري لوبغاړي وستایل سول

۲۰ ورځي مخکي په کابل ولایت کي ملي لوبډلي ته غوره لوبغاړو موندلو په موخه د وزن پورته کولو سیالۍ ترسره سوې، چي پکښي دوه کندهاري لوبغاړو عطامحمد او بشیراحمد پکښي غوره مقامونه خپل کړل. د کندهار د بدني روزني ریاست سرپرست مدیر آغا یاران ته وویل، چي عطامحمد په خپل وزن کښي لومړی او بشیر احمد بیا دوهم مقام د هیواد په سطحه خپل کړ. د مدیر آغا په خبره، چي د یادو دوو … نور ولولئ
سپورټ

میسي د بارسلونا لپاره ۷۰۰ لوبي پوره کړې

تېره شپه د اُروپا د اتلانو لیګ ګروپي پړاو په ۵مه اونۍ کي د میسي ټیم بارسلونا د بورسیا دورتمند سره ولوبېد، چي بارسلونا ۳ ګولونه پر ۱ دورتمند ته ماته ورکړه. په یاده لوبه کي د بارسلونا لپاره لومړی ګول سواریز د لوبي په ۲۹تمه، دوهم ګول میسي په ۳۳مه او درېیم ګول بیا ګریزماین په ۶۷تمه دقیقه کي وواهه. د دورتمند لپاره بیا یوازینۍ ګولوهنه جادو سانچو د لوبي په ۷۷یمه دقیقه کي … نور ولولئ
سپورټ

د باسکیټبال ویلچر ملي لوبډله ټایلینډ ته ولاړه.

ليکنه: صابرحميدي د مسئولینو په خبره د افغانستان د باسکیټبال ویلچر ملي لوبډله، چي نارینه او ښځینه دواړه پکښي شامل دي د یو لړ مهمو سیالیو لپاره پرون سې شنبه ټایلینډ هیواد ته ولاړه. دا لوبډله معلولین دي، چي پر ویلچر یا د معلولینو پر بایسکل د باسکیټبال لوبه ترسره کوي. د افغانستان د المپيک ملي کمېټې د معلوماتو له مخي، چي افغان ویلچر باسکیټبال ملي لوبډله په دې موخه ټالینډ ته تللې، چي د … نور ولولئ
سپورټ

افغان ۲۳ کلني ښځینه فوټبال لوبډلي د ۴ لوبو څخه یوه ګټلې

ليکنه: صابرحميدي د ښځینه وو ترمنځ د آسیا په مرکزي آسیایي سیالیو کي افغان ۲۳ کلني ښځینه لوبډلي خپله څلورمه لوبه پرون سې شنبه د قرغزستان ۲۳ کلني ښځینه ملي لوبډلي په وړاندي ترسره کړه. د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي افغان لوبډلي د قرغزستان څخه۳ ګولونه پر ۰ ماته وخوړه. د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، چي تر ۲۳ کلنو د کم عمره ښځینه لوبغاړو ترمنځ په آسیایي سیالیو کي دا د افغانستان څلورمه … نور ولولئ
سپورټ

افغان ۱۹ کلن ټیم د هند په وړاندي لومړۍ بریا خپله کړه.

ليکنه: صابرحميدي د افغانستان او هندوستان له ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو د پنځه يو ورځنيو لوبو د لړۍ څخه ئې درېیمه لوبه پرون سې شنبه ترسره سوه، چي افغان ۱۹ کلني کرکیټ لوبډلي په ۳ ویکیټو هند ۱۹ کلني لوبډلي ته ماته ورکړه. د یادي لوبي پچه افغان لوبډلي وګټله او هند ټيم ته ئې د توپوهني بلنه ورکړه. هندۍ لوبډلي په ۴۹ آورونو کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۲ مندي جوړي … نور ولولئ