سپورټ

ویسټ انډیز په دوهمه شل آوریزه لوبه کي هند ته ماته ورکړه

د هندوستان او ویسټ انډیز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ شل آوریزه سیالیو د لړۍ څخه ئې دوهمه لوبه پرون یکشنبه ترسره سوه، چي ویسټ انډیز په ۸ ویکیټو هند ته ماته ورکړه. د یادي لوبي پچه ویسټ انډیز وګاټه او هند ته ئې د توپوهني بلنه ورکړه. د هدوستان کرکیټ ملي لوبډلي په ټاکلو شل آورونو کي د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ویسټ انډیز ته د ۱۷۱ منډو هدف وټاکه. په یاده … نور ولولئ
فوټبال

رونالډو د ریال ماډریډ څخه پر تګ پښېماني ښوودلې

د پرتګال هیواد د فوټبال ملي لوبډلي او یوونټوس کلب تکړه بریدګر لوبغاړي کریسټیانو رونالډو د خپلي لوبډلي یو شمېر لوبغاړو ته ویلي، چي د ریال ماډریډ پرېښودل ئې یوه لویه غلطي کړې. د نړۍ دې تکړه فوټبالر ۱۸ میاشتي مخکي د ځینو اختلافونو له امله اسپانوۍ لوبډله ریال ماډرید پرېښوله او د ایټالوي کلب یوونټوس سره یو ځای سو. دا لوبغاړی د ریال ماډریډ د وروستیو وختونو په ډول اوس یوونټوس لوبډله کي هم … نور ولولئ
فوټبال

د بارسلونا بریا او پکښي د میسي درې ګولوهني!

تېره شپه د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۱۶مي اونۍ په لوبو کي بارسلونا د مایورکا فوټبال لوبډلي کوربتوب وکړ، چي بارسلونا ۵ ګولونه پر ۲ مایورکا ته ماته ورکړه. په یاده لوبه کي د بارسلونا لپاره درې ګولوهني د نړۍ نوموتي لوبغاړي لیونل میسي او پاته دوه ګولونه بیا ګریزماین او لیویز سواریز ولګوله. میسي یاد درې ګولونه یا هټریک د لوبي په ۱۷مه، ۴۱تمه او ۸۳یمه دقیقه کي  ترسره کړه او په دې … نور ولولئ
رسنۍ

نن هند او ویسټ انډيز دوهمه شل آوریزه لوبه ترسره کوي

د هندوستان او ویسټ انډيز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د هندوستان په کوربتوب د درو شل آوریزه سیالیو د لړۍ څخه ئې نن یکشنبه دوهمه شل آوریزه لوبه ترسره کیږي. دا لوبه نن ماښام ۶ بجې پېلیږي. د هند او ویسټ انډیز ترمنځ تر دې مخکي د درو شل آوریزه لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه تېره جمعې ورځ ترسره سوه، چي په هغه کي هند په ۶ ویکیټو بریا خپله کړه. په یاده لوبه کي … نور ولولئ
سپورټ

کابل کي د سولي په نوم د بایسکل ځغلوني لوبه ترسره سوه.

ليکنه: صابرحميدي د مسئولینو په خبره پرون جمعه مرکز کابل کي د سولي په نوم د بایسکل ځغلوني سیالي ترسره سوه، چي په کښي سلګونه لوبغاړو ګډون کړی وو. د یادي لوبي لیدلو ته د افغانستان د بدني روزني عمومي رئیس حفیظ الله ولي رحیمي او کابل کي د بایسکل ځغلوني فدراسیون عمومي رئیس فضلي احمد فضلي ورغلي وه. دوی لوبغاړو ته ددهر ډول همکاریو ډاډ ورکړ. د افغانستان د اُلمپیک ملي کمېټه وایي، چي … نور ولولئ
سپورټ

هند په لومړۍ شل آوریزه لوبه کي ویسټ انډیز ته ماته ورکړ.

ليکنه: صابرحميدي د هندوستان او ویسټ انډیز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د هندوستان په کوربتوب پرون جمعه د درو شل آوریزه سیالیو لړۍ پیل سوه، چي په لومړۍ لوبه کي هند په ۶ ویکیټو ویسټ انډیز ته ماته ورکړه. په یاده لوبه کي لومړی ویسټ انډیز توپوهنه وکړه، ویسټ انډیز په ټاکلو شل آورونو کي د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره هندوستان ته د ۲۰۸ منډو هدف وټاکی. د ویسټ انډیز لپاره هیتمایر ۵۶، ایون … نور ولولئ
سپورټ

کندهار کي د غوره لیګ په نوم د فوټبال لوبي پای ته ورسېدې.

ليکنه: صابرحميدي کابو دوې میاشتي مخکي د کندهار عینومیني په احمدولي خان فوټبال لوبغالي کي د ۸ قوي لوبډلو ترمنځ د فوټبال لوبي پیل سوي وې، چي پرون جمعه د موجهای آمو په نوم د یوې لوبډلي په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. د یادو سیالیو مسئول محمدطاهر طاهري یاران ته وویل، چي د یادو سیالیو پایلوبه د موجهای آمو او عقاباند هندوکش فوټبال ټیمونو ترمنځ د سلګونه مینوالو په شتون کي ترسره سوه. د … نور ولولئ
سپورټ

نن بارسلونا او ریال ماډریډ فوټبال لوبډلي دواړه لوبي لري!

ليکنه: صابرحميدي نن ریال ماډریډ د اسپانیول سره او بارسلونا بیا د مایورکا سره لوبیږي د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۱۶مي اونۍ په لوبو کي نن مازدیګر ریال ماډریډ د اسپانیول سره او بارسلونا بیا نن شپه د مایورکا فوټبال لوبډلي سره لوبیږي. د ریال ماډریډ او اسپانیول فوټبال ټیمونو ترمنځ ننۍ لوبه مازدیګر ۴:۳۰ بجې د ریال ماډریډ په کورني لوبغالي سانتیاګو برنباوو کي ترسره کیږي. بارسلونا او مایورکا فوټبال لوبډلي بیا نن … نور ولولئ
رسنۍ

نن د هند او ویسټ انډيز ترمنځ شل آوریزه لړۍ پېلیږي.

ليکنه: صابرحميدي د هندوستان او ویسټ انډیز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د هندوستان په کوربتوب نن د جمعې په ورځ د درو شل آوریزه سیالیو لړۍ پېلیږي، چي دا دوې لوبډلي نن جمعه لومړۍ شل آوریزه لوبه ترسره کوي. د هند او ویسټ انډیز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ دا لومړۍ شل آوریزه لوبه نن ماښام ۶ بجې پېلیږي. دا دوې لوبډلي بیا د لړۍ دوهمه شل آوریزه لوبه راتلونکې یکشنبه او درېیمه لوبه بیا راتلونکې … نور ولولئ
سپورټ

یو افغان لوبغاړی د پولنډ په لیګ کي خورا ښه لوبیږي!

ليکنه: صابرحميدي د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلي تکړه بریدګر لوبغاړی عمران حیدري د پولنډ هیواد په لومړۍ درجه لیګ کي د خپلي لوبډلي په ګټه خورا ښه لوبیږي او د ګڼو ګولوهنو په مټ ئې خپله لوبډله بریاوو ته رسولې. حیدري اوس د اُلمپیا ګردزیادز په نوم د یوه پولنډي کلب سره یو ځای دئ. هغه د یادي لوبډلي لپاره په ۱۹ لوبو کي ۱۲ ګولوهني ترسره کړي دي او دوه ئې بیا خپلو … نور ولولئ