سپورټ

فوټبال: د چمېنزلیګ ګروپي پړاو لوبي پای ته ورسېدې

د اروپا د اتلانو لیګ یا چمېنزلیګ ۶۴م پړاو د تیري سپټمبر میاشتي په ۱۷مه د ۳۲ لوبډلو ترمنځ پيل سوی او د راتلونکي ۲۰۲۰م کال مې میاشتي په ۳۰مه به د یوې اتلي لوبډلي په لومړي مقام خپلولو سره پای ته ورسیږي. په دې لیګ کي ګډونوالي ۳۲ لوبډلي لومړی په ګروپي شکل په ۸ ګروپونو کښي ولوبېدې، چي ۱۶ لوبډلو د یاد لیګ څخه مخه ښه وکړه او ۱۶ لوبډلو بیا دوهم پړاو … نور ولولئ
سپورټ

نایب: تر څو چي اصغر کپتان وي زه ملي ټيم کي نه لوبیږم

نن چهارشنبه تر غرمې وروسته د افغانستان د کرکیټ بورډ رئیس فرهان یوسفزي په یوه خبري کنفرانس کي د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي لپاره پخوانی کپتان اصغر افغان د درې واړه فارمټونو لوبډلمشر وټاکه. د اصغر افغان ټاکنه د کرکیټ ملي لوبډلي پخواني لوبډلمشر ګلبدین نایب په کلکو ټکلو وغندله. هغه نن چهارشنبه ماښام پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه د ژوندۍ ویډیو له لاري وویل، تر څو چي اصغر افغان د ملي لوبډلي کپتان … نور ولولئ
سپورټ

اصغر افغان یو ځلي بیا د ملي ټیم لوبډلمشر سو

نن چهارشنبه تر غرمې وروسته د افغانستان د کرکیټ بورډ رئیس فرهان یوسفزي په یوه خبري کنفرانس کي د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي لپاره پخوانی کفتان اصغر افغان د درې واړه فارمټونو لپاره لوبډلمشر وټاکه. د افغانستان د کرکیټ بورډ رئيس فرهان یوسفزي په یاد کنفرانس کي وویل، چي دا پرېکړه ئې د کرکیټ بورډ د ټولو کارکونکو، غوراوي کمېټې او مسئولینو سره کړې. هغه زیاته کړه، چي د راتلونکو لوبو لپاره ئې د … نور ولولئ
سپورټ

نن هند او ویسټ انډيز درېیمه شل آوریزه لوبه ترسره کوي

د هندوستان او ویسټ انډيز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د درو شل آوریزه سیالیو د لړۍ وروستۍ لوبه نن چهارشنبه ترسره کیږي. دا لوبه ماښام ۶ بجې پېلیږي. د دې دوو هیوادونو ترمنځ تر دې مخکي په لومړۍ شل آوریزه لوبه کي هند او په دوهمه شل آوریزه لوبه کي بیا ویسټ انډيز بریا خپله کړې او اوس دا لړۍ یو ـ یو مساوي ده. په لومړۍ شل آوریزه لوبه کي هند ویسټ انډیز ته … نور ولولئ
سپورټ

د کورش لوبي ملي لوبډله قزاقستان ته ولاړه

د مسئولینو په خبره د افغانستان د کورش لوبي ملي ټيم په نړیوالو لوبو کي د ګډون په موخه پرون سې شنبه قزاقستان هیواد ته ولاړ. د کورش دا نړیوالي لوبي نن د ډیسمبر په ۱۱مه نېټه د قزاقستان په کوربتوب پيلیږي او تر ۷ ورځو دوام وروسته د رواني ډیسمبر میاشتي په ۱۷مه نېټه پای ته رسیږي. په دې نړیوالو لوبو کي د افغانستان په ګډون د نړۍ د ۶۱ هیوادونو څخه د کورش … نور ولولئ
سیاست

د نړۍ تر ټولو ځوانه صدارعظمه وټاکل سوه

د فنلینډ هیواد لپاره د نړۍ تر ټولو ځوانه او ښاییسته صدراعظمه سانا مارین پرون دوشنبه وټاکل سوه. سانا مارین به د آنتي رین پر ځای د فنلینډ هیواد لپاره راتلونکې اونۍ په رسمي ډول د صدراعظمي په توګه خپله دنده پيل کړي. دا به د نړۍ تر ټولو ځوانه او ښایسته صدراعظمه سي. د فنلیڼد هیواد لپاره تر دې مخکي آنتي رین صدراعظم وو، چي د رواني ډیسمبر میاشتي په درېیمه ئې له خپلي … نور ولولئ
سپورټ

په چمېنزلیګ کي نن او سبا د ګروپ وروستۍ لوبي ترسره کیږي

نن د اروپا د اتلانو فوټبال لیګ په سیالیو کي خورا جذابي لوبي ترسره کیږي، چي دا ئې د ګروپي پړاو وروستۍ لوبي دي او له نن او سبا وروسته به ۱۶ لوبډلي دوهم پړاو ته لاره پیداکړي. نن سې شنبه د اروپا د اتلانو لیګ یا چمپینزلیګ فوټبال لیګ په سیالیو کي ۸ لوبي ترسره کیږي، چي په یادو لوبو کي ۱۶ لوبډلي یو د بل په وړاندي د اروپا په بیلابیلو هیوادونو کي … نور ولولئ
سپورټ

روسیه ۴ کاله د هر ډول نړیوالو لوبو څخه بې برخي سوه

 د ډوپینګ یا د لوبي پر مهال د یو ډول موادو خوړونکو پر ضد نړیوالي ادارې پرون روسیه ۴ کاله د هر ډول ورزشي لوبو څخه بې برخي کړه. د ډوپینګ په وړاندي د مبارزې نړیوالي ادارې پرون دوشنبه یوه ناسته وکړه، چي پکښي د ټولو غړو رایه همدا وه، چي روسیې ته دي سزا ورکړل سي.  د همدې پریکړي په آساس روسیه نسي کولای چي د ۲۰۲۰م کال د المپیک په سترو او نړیوالو … نور ولولئ
سپورټ

افغان کرکیټ بورډ  د ۱۹ کلنو نړیوال جام ته خپله لوبډله اعلان کړه

د ۱۹ کلنو ملي لوبډلو ترمنځ د راتلونکي ۲۰۲۰م کال د جنوري میاشتي په ۱۷مه نېټه د کرکیټ یو ورځنی نړیوال جام د سویلي افریقا په کوربتوب پبلیږي. یاد جام ته د افغانستان کرکیټ بورډ د یکشنبې په ورځ خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه. په یاده لوبډله کي فرهان زاخېل (لوبډلمشر)، صديق اتل، رحمن الله ځدران، ابراهيم ځدران، اسحاق محمدي، نور احمد، شفيق الله غفاري، جمشېد مير علي خېل، عبدالرحمن، عابد تڼی، فضل حق، … نور ولولئ
سپورټ

افغانۍ الاصله فوټبالره هیواد ته راځي

افغانۍ الاصله فوټبالره ناده ندیم، چي د فرانسې فوټبال په یوه مشهوره ښځینه کلب پاریسټ جرمن کي لوبیږي اعلان کړی، چي هیواد ته راستنیږي. ۳۱ کلني نادیې ندیم ۲۰ کاله مخکي په کوچنیوالي کي د خپلي کورنۍ سره له افغانستانه ـ ډنمارک ته مهاجرت کړی او بیا افغانستان نده راغلې، چي اوس ئې خپل هیواد ته د راتګ اعلان کړی. هغې ویلي، چي هیواد ته ئې د راتګ موخه داده تر څو ښځینه فوټبالرانو ته … نور ولولئ