سپورټ

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ پيل سو

د پنچشنبې په ورځ په کابل کي د افغانستان اتلانو فوټبال لیګ د هیواد په اتو زونونو کي د اتو اتلولو لوبډلو ترمنځ پيل سو. د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کي د هلمند لیسه ذکور د هرات اټک انرژي لوبډلي په وړاندي ولوبېده، چي اټک انرژي ۲ ګولونه پر ۱ لیسه ذکور ته ماته ورکړه، خو په دوهمه لوبه کي بیا د کابل اُردو لوبډلي د ننګرهار جوانان وفا لوبډلي ته ۶ ګولونه پر … نور ولولئ
سپورټ

هند په دوهمه لوبه کي ویسټ انډیز ته سخته ماته ورکړه

د هندوستان او ویسټ انډيز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د درو یو ورځنیو لوبو د لړۍ څخه ئې دوهمه یو ورځنۍ لوبه پرون د چهارشنبې په ورځ ترسره سوه، چي هندوستان د ۱۰۷ منډو په توپير ویسټ انډيز ته سخته ماته ورکړه. د یادي لوبي پچه یا ټاس ویسټ انډیز وګاټه او هندوستان ته ئې د توپوهني بلنه ورکړه. هندوستانۍ لوبډلي په ټاکلو ۵۰ آورونو کي د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ویسټ انډیز ته … نور ولولئ
سپورټ

بارسلونا او ریال ماډریډ لوبه مساوي کړه!

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ په سیالیو کي تېره شپه د نړۍ دوې قوي د فوټبال لوبډلي بارسلونا او ریال ماډریډ یو د بل په وړاندي ولوبېدې، چي دې لوبډلو لوبه صفر په مقابل کي د صفر په مساوي ډول پای ته ورسوله. دا لوبه د بارسلونا په کوربتوب په نیوکمپ فوټبال لوبغالي کي تېره شپه ۱۱:۳۰ بجې پيل سوه. په دې لوبه کي دواړو لوبډلو خورا ډېر د ګول چانسونه له لاسه ورکړه، خو … نور ولولئ
سپورټ

اصغر افغان او ګلبدین نایب تر جنجالونو وروسته روغه وکړه

تېره اونۍ د افغانستان د کرکیټ بورډ مشر فرهان یوسفزي د راشد خان آرمان پر ځای یو ځلي بیا پخوانی کپتان اصغر افغان د ملي لوبډلي لوبډلمشر وټاکه. د فرهان یوسفزي دې پریکړي نه یوازي دا چي د ګلبدین نایب غبرګون  ئې راوپاروه، بلکي د هغه ترڅنګ د ولسمشر سلاکار او د کرکیټ ادارې د بورډ غړي ضیاالحق امرخېل هم د یادي پریکړي په اړه وویل، چي د کرکیټ بورډ مسئولین د کرکیټ په برخه … نور ولولئ
سپورټ

کندهار کي د چلینج کپ کرکیټ لوبي پای ته ورسېدې

د یادو سیالیو مسئولین وايي، چي دا لوبي ۲۲ ورځي مخکي د کندهار په لوکل کرکیټ لوبغالي کي پيل سوي وې، چي پرون سې شنبه د وطن کرکیټ لوبډلي په لومړي مقام خپلولو سره پای ته ورسېدې. د وطن کرکیټ لوبډلي سره د یادو سیالیو پایلوبي ته پښتون لوبډلي لاره پيداکړې وه، چي وطن لوبډلي په یاده پایلوبه کي د ۹۰ منډو په توپير پښتون لوبډلي ته ماته ورکړه او اتلولي ئې خپله کړه. د … نور ولولئ
سپورټ

نن د نړۍ تر ټولو ستره د فوټبال لوبه ترسره کیږي!

ټاکل سوې نن د چهارشنبې په ماخستن د نړۍ دوې قوي د فوټبال لوبډلي بارسلونا او ریال ماډریډ یو د بل په وړاندي ولوبیږي. دا لوبه نن چهارشنبه ماخستن ۱۱:۳۰ بجې د بارسلونا فوټبال لوبډلي په کوربتوب په نیوکمپ فوټبال لوبغالي کي ترسره کیږي. د بارسلونا او ریال ماډریډ ترمنځ دا لوبه د اسپانیا لالیګا لیګ له ډلي ده. د نړۍ تر ټولو لوبو ډېر د فوټبال مینوال د بارسلونا او ریال ماډریډ لوبه ګوري، … نور ولولئ
سپورټ

نن هند او ویسټ دوهمه یو ورځنۍ لوبه ترسره کوي

د هندوستان او ویسټ انډیز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د درو یو ورځنیو لوبو د لړۍ څخه ئې دوهمه یو ورځنۍ لوبه نن چهارشنبه ترسره کیږي. ټاکل سوې دا لوبه نن غارمه یوه بجه پيل سي. دا دوه هیوادونه بیا د لړۍ درېیمه لوبه راتلونکې یکشنبه ترسره کوي. هند او ویسټ انډیز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د یادي لړۍ په لومړۍ لوبه کي ویسټ انډیز په ۸ ویکیټو هندوستان ته سخته ماته ورکړه. په یاده … نور ولولئ
سپورټ

د موتای لوبغاړو د ازبکستان په نړیوالو سیالیو کي ۵ مډالونه ګټلي

د افغانستان د موتای ملي لوبډلي د ازبکستان په نړیوالو سیالیو کي ۳ د سرو زرو، ۱ د سپينو زرو او ۱ بیا د برنزو مډال وګاټه. جواد کریمي په ۶۳.۵ کیلو ګرام وزن کي په درو سیالیو کي دوو ازبکستاني او یوه تاجکستاني سیال ته په ماتي ورکولو سره د سرو زرو مډال ترلاسه کړ. امین الله کریمي په ۵۷ کیلو ګرام وزن کي یوه لوبه استراحت وکړ، خو په پاته دوو لوبو کي … نور ولولئ
سپورټ

میسي په لالیګا لیګ کی د کال تر ټولو غوره لوبغاړی وټاکل سو

د آرجنټاین هیواد د فوټبال ملي لوبډلي او بارسلونا کلب تکړه فوټبالر د مارکا له لوري په لالیګا لیګ کي د کال تر ټولو غوره لوبغاړی وټاکل سو. مارکا یوه اسپانوۍ ورزشي ورځپاڼه ده، چي ټول فعالیتونه ئې یوازي تر فوټباله محدود دي. دا ورځپاڼه د اسپانیا هیواد په کورني لیګ لالیګا کي هر کال په بیلابیلو برخو کي د فوټبال غوره لوبغاړي معرفي کوي، چي سږ کال لیونل میسي پکښي ډېر ګولوهونکی او تر … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال: د چمپېنزلیګ پچه اچونه ترسره سوه

د اروپا د اتلانو لیګ یا چمېنزلیګ ۶۴م پړاو د تیري سپټمبر میاشتي په ۱۷مه د ۳۲ لوبډلو ترمنځ پيل سوی او د راتلونکي ۲۰۲۰م کال مې میاشتي په ۳۰مه به د یوې اتلي لوبډلي په لومړي مقام خپلولو سره پای ته ورسیږي. په دې لیګ کي ګډونوالي ۳۲ لوبډلي لومړی په ګروپي شکل په ۸ ګروپونو کښي ولوبېدې، چي ۱۶ لوبډلو د یاد لیګ څخه مخه ښه وکړه او ۱۶ لوبډلو بیا دوهم پړاو … نور ولولئ