سپورټ

سبا د افغانستان اتلانو فوټبال لیګ نیمه پایلوبي ترسره کیږي.

تېره پنجشنبه د هیواد په اتو زونونو کي د اتو اتلو ټیمونو ترمنځ کابل کي د افغانستان د اتلانو په نوم د فوټبال ټورنمنټ پیل سو.  په یادو سیالیو کي، چي اته لوبډلي وې په دوو ګروپونو کښي یو د بل په وړاندي ولوبېدې. وروسته د هر ګروپ څخه دوو ـ دوو لوبډلو نیمه پایلوبي ته لاره پیداکړه.   د لومړي ګروپ څخه د هرات اټک انرژي او د هلمند لیسه ذکور او د دوهم ګروپ … نور ولولئ
سپورټ

رونالډو: اوس هم د بدني اړخه د پخوا په شان لوبو ته آماده یم

د پرتګال هیواد د فوټبال ملي لوبډلي او د یوونټوس کلب تکړه فوټبالر کریسټیانو رونالډو، چي اوس د ډېر عمر سوی، خو اوس هم دی باور لري، چي د بدني اړخه پوره لوبو ته آماده دئ.  هغه د DAZN په نوم د یوه ورزشي ټلویزیون سره د بدن پر جوړښت ږغېدلی، هغه ویلي، چي زه اوس هم له خپله ځانه خوند اخلم او د بدني لحاظه پوره لوبو ته چمتوالی لرم.  هغه په یاده مرکه … نور ولولئ
سپورټ

د هلمند لیسه ذکور فوټبال ټيم نیمه پایلوبي ته لاره پيداکړه

د تیري پنجشنبې په ورځ د هیواد په اتو زونونو کي د اتو اتلو لوبډلو ترمنځ په کابل ولایت کي د فوټبال ټورنمنټ پيل سو، چي د هلمند لیسه ذکور لوبډلي پکښي د دوو بریاوو او یوې ماتي په خوړلو سره نیمه پایلوبي ته لاره پيداکړه. په یادو سیالیو کي د سویلي حوزې څخه د هلمند لیسه ذکور لوبډلي ګډون کړی، چي د لومړۍ لوبډلي په توګه ئې نیمه پایلوبي ته لاره پيداکړه. دې لوبډلي … نور ولولئ
سپورټ

د موتای افغان لوبغاړو په آسیایي سیالیو کي ۴ مډالونه وګټل

 د موتای په آسیایي سیالیو کي د افغانستان د موتای ملي لوبډلي ۴ بیلابیل مډالونه ترلاسه کړه.  د افغانستان د المپيک ملي کمېټه وايي، چي په دې سیالیو کي افغان ټیم ۱ د سرو زرو، ۱ د سپینو زرو او ۲ بیا د برنزو مډالونه خپل کړل.  یادو سیالیو کي له افغانستان نارینه او ښځینه دواړو لوبغاړو ګډون وکړ، چي پکښي شبنم حسین زاده په ۴۸ کیلو ګرام وزن کي د چین په وړاندي د … نور ولولئ
رسنۍ

د فوټبال یو افغان لوبغاړی د پولنډ په لیګ کي تر ټولو غور لوبغاړی راغلی

د پولنډ هیواد د فوټبال لومړۍ درجه لیګ تر نیمايي رسېدلی، چي د مینوالو څه د ډیرو رایو په خپلولو سره افغان لوبغاړی حیدري د پولنډ لیګ تر ټولو غوره لوبغاړی ټاکل سوی. د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلي تکړه بریدګر لوبغاړی عمران حیدري د پولنډ هیواد په لومړۍ درجه لیګ کي د خپلي لوبډلي په ګټه خورا ښه لوبیږي او د ګڼو ګولوهنو په مټ ئې خپله لوبډله بریاوو ته رسولې.  حیدري اوس د … نور ولولئ
سپورټ

نن هند او ویسټ انډیز وروستۍ لوبه ترسره کوي

ټاکل سوې نن د یکشنبې په ورځ غارمه ۱ بجه هندوستان کرکیټ ملي لوبډله د ۳ یو ورځنیو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه د ویسټ انډيز په وړاندي ترسره کړي. د دې دوو هیوادونو ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه ویسټ انډيز وګټله او دوهمه یو ورځنۍ لوبه بیا هندوستان وګټله، چي په دې سره اوس لړۍ یو ـ یوه مساوي ده. ننۍ لوبه د دواړو لوبډلو ترمنځ د لړۍ پایلوبه ده، که هري لوبډلي یاده … نور ولولئ
سپورټ

بارسلونا ـ آلاوز فوټبال لوبډلي ته ماته ورکړه

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۱۸مي اونۍ لوبو څخه تېره شپه بارسلونا فوټبال لوبډلي ډیپورټیو آلاوز فوټبال لوبډلي ته ماته ورکړه. یاده لوبه ۴ ګولونه پر ۱ بارسلونا وګټله. د بارسلونا لپاره په یاده لوبه کي ګریزماین، آرتو ویډال، لیونل میسي او لیویز سواریز ګولوهني وکړې. ګریزماین د لوبي په ۱۴مه، آرتو ویډال د لوبي په ۴۵تمه، لیونل میسي په ۶۹تمه او لیویز سواریز بیا د پینالټۍ په واسطه د لوبي په ۷۵یمه دقیقه … نور ولولئ
سپورټ

هلمند کي د الف ټیمونو ترمنځ د فوټبال لیګ پای ته ورسېد

 د هلمند په کرزي فوټبال لوبغالي کي څه موده مخکي د الف لوبډلو ترمنځ د فوټبال لیګ پیل سوی وو، چي پرون جمعه د نوي یاران فوټبال لوبډلي په لومړي مقام خپلولو سره پای ته ورسېد.  په یاد لیګ کي ټولي ۱۱ لوبډلي شاملي وې، چي نوي یاران پکښي د ۲۶ نمرو په ګټلو سره لومړی او چانجیر لوبډلي بیا د ۲۴ نمرو په ګټلو سره دوهم مقام ترلاسه کړ.  په دې سره نوي یاران … نور ولولئ
سپورټ

کندهار کي د ۲ لکه امریکایي ډالرو په ارزښت د لوبو جمنازیم جوړ سو

 دا ورزشي جمنازیم د یوه کندهاري تجار لخوا د یوه کال په موده کي جوړ سوی او پکښي ۲ زره نندارچیان ځایږي.  د یاد جمنازیم مسئول جمال ناصر طرزي یاران ته وویل، چي په یاد جمنازیم کي به د فوټسال ترڅنګ د والیبال، باسکیټبال، غیږنیوني او ګڼ شمېر نوري لوبي هم ترسره سي.  د طرزي په خبره، چي یاد جمنازیم ئې پر نړیوالو معیارونو برابر حوړ کړی.  یاد مسئول وویل، چي پر یاد جمنازیم ئې … نور ولولئ
سپورټ

روزګان کي د فوټبال لوبي پای ته ورسېدې

روزګان کي د فوټبال جوړ سوی ټورنمنټ پای ته ورسېد د مسئولینو په خبره درې اونۍ مخکي په روزګان ولایت کي د فوټبال سیالۍ پيل سوي وې، چي پرون جمعه د اتفاق فوټبال لوبډلي په لومړي مقام خپلولو سره پای ته ورسېدې. د روزګان ولایت د فوټبال فدراسیون مسئول میرزا محمد امیرزي یاران ته وویل، چي د یادو سیالیو پایلوبي ته د اتفاق فوټبال لوبډلي سره رحیمي فوټبال لوبډلي لاره پيداکړې وه، چي لوبه ۲ … نور ولولئ