افغانستان

عبدالسمیع فیضي: چي لوبه وګټمه، نو د الله اکبر کلیمه وایمه

د افغانستان د آزادي مبارزې تکړه لوبغاړي عبدالسمیع فیضي تېره شپه پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه په ژوندۍ بڼه راغلی وو او د راتلونکي لوبي ترڅنګ ئې ګڼي نوري جالیبي خبري هم وکړې. عبدالسمیع فیضي وویل، هر کله چي زه لوبه ګټم، نو د افغانستان بیرغ پر اوږو کړم، د شهادت ګوته پورته کړم او د الله اکبر الله اکبر کلیمه وایمه. عبدالسمیع فیضي زیاته کړه د دې څخه ئې اصلي موخه داده، چي د … نور ولولئ
سپورټ

هند په خپل کوربتوب د سریلانکا څخه سریز وګاټه

د هندوستان او سریلانکا کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د درو شل آوریزه سیالیو لړۍ هندوستان دوه پر ۰ وګټله. د دې دوو هیوادونو ترمنځ لومړۍ لوبه د باران له امله لغوه سوه، خو دوهمه او درېیمه لوبه دواړي هند وګټلې. په دوهمه لوبه کي هند ـ سریلانکا ته په ۷ ویکیټو ماته ورکړه، خو په درېیمه لوبه کي ئې بیا د ۷۸ منډو په توپیر ماته وخوړه. درېیمه لوبه چي هند او سریلانکا پرون جمعه … نور ولولئ
سپورټ

روبینه جلالي د ځغاستي ملي فدراسیون مشره وټاکل سوه

د پنجشبنې په ورځ په مرکز کابل کي د ځغاستي یا اتلتیک ملي فدراسیون د رهبرۍ لپاره غونډه جوړ سوې وه، چي پکښي روبینه جلالي د افغانستان ځغاستي ملي فدراسیون رئيسه وټاکل سوه. د افغانستان د اُلمپيک ملي کمېټه وايي، چي د فدراسیون د استازولۍ لپاره د هغې سره هیچا ځان نکړ نوماند، چي هغه د ۳۰ مثبتو رایو په خپلولو سره د یادي چوکۍ ګټونکې سوه. د یادي چوکي لپاره د رایو د ټاکنو … نور ولولئ
سپورټ

د ولسي جرګې یو شمېر غړو د کرکیټ بورډ رئیس وستایه

د پنجشنبې په ورځ د ولسي جرګې یو شمېر غړي افغان کرکیټ بورډ ته ورغلي وه او هلته ئې د افغانستان د کرکیټ بورډ رئيس فرهان یوسفزی وستایه. د افغانستان کرکیټ بورډ وايي، چي د ولسي جرګې دې غړو فرهان یوسفزی د وروستیو لارسته راړونو او فعالیتونه په خاطر وستایه. د بورډ په خبره، چي د ستایني په یاده غونډه کي د ولسي جرګې په استازولۍ د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېسیون مشر انجنیر … نور ولولئ
سپورټ

ریال ماډریډ لوبډله د سوپر کپ پایلوبي ته ووته

د اسپانیا هیواد د فوټبال تکړه لوبډله ریال ماډریډ تېره شپه د اسپانیا هیواد د سوپر کپ په لومړۍ نیمه پایلوبه کي د والینسیا فوټبال لوبډلي په وړاندي ولوبېده، چي ریال ماډریډ ۳ ګولونه پر ۱ والینسیا ته ماته ورکړه. په یاده لوبه کي د ریال ماډریډ لپاره د لوبي په ۱۵مه دقیقه کي ټوني کروز، د لوبي په ۳۹مه دقیقه کي ایسکو او د لوبي په ۶۵تمه دقیقه کي بیا لوکاموډریچ ګولوهني وکړې. د … نور ولولئ
سپورټ

ویسټ انډيز ـ ایرلینډ ته په لومړۍ لوبه کي ماته ورکړه

د ویسټ انډيز او ایرلینډ کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د ویسټ انډيز په کوربتوب د درو یو ورځنیو لوبو د لړۍ څځه ئې پرون سې شنبه لومړۍ یو ورځنۍ لوبه ترسره سوه، چي ویسټ انډيز په ۵ ویکیټو ایرلینډ ته ماته ورکړه. په یاده لوبه کي لومړی ایرلینډ توپوهنه وکړه، ایرلینډ د لوبي په ۴۶،۱ آورونو کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ویسټ انډيز ته د ۱۸۱ منډو هدف وټاکی. د ایرلینډ لپاره ټوکیر … نور ولولئ
سپورټ

هند په دوهمه شل آوریزه لوبه کي سریلانکا ماته کړه

د هندوستان او سریلانکا کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د هند په کوربتوب د درو شل آوریزه سیالیو د لړۍ څخه ئې دوهمه شل آوریزه لوبه پرون سې شنبه ترسره سوه، چي هندوستان په ۷ ویکیټو سریلانکا ته ماته ورکړه. په یاده لوبه کي لومړی سریلانکا توپوهنه وکړه، سریلانکا په ټاکلو شل آورونو کي د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره هندوستان ته د ۱۴۳ منډو هدف وټاکی. د سریلانکا لپاره پریرا ۳۴، اویشکا پیمانډو ۲۲، ګونتیلاکا … نور ولولئ
سپورټ

احمد شاه پکتین د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کي لوبڅاري کوي

د افغانستان د کرکیټ بورډ د لوبڅارۍ څانګي مسئول او د هیواد تکړه کرکیټ لوبڅار احمد شاه پکتین د ۲۰۲۰م کال د ۱۹ کلنو ترمنځ په نړیوال جام کي د ګډون په موخه د سې شنبې په ورځ سویلي افریقا ته روان سو. د افغانستان کرکیټ بورډ وايي، چي د کرکیټ نړیوالي شورا احمدشاه پکتین وار له مخکي د ښې لوبڅارۍ له امله غوره کړی وو او په یاد جام کي د ګډون په موخه … نور ولولئ
سپورټ

راتلونکې اونۍ افغان کرکیټ لوبډله عربي آماراتو ته ځي

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډله راتلونکې یکشنبه د یوه تمریناتي کمپ په موخه متحده عربي آماراتو ته ځي. د افغانستان کرکیټ بورډ د یاد تمریناتي کمپ لپاره د سې شنبې په ورځ هغه ۱۹ لوبغاړي اعلان کړل، چي په یاد تمریناتي کمپ کي به ګډون وکړي. په یاده ۱۹ کسیزه لوبډله کي دغه لوبغاړي شامل دي: اصغر افغان، رحمت شاه، حضرت الله ځاځی، رحمن الله ګربز، نوین الحق، سمیع الله شینواری، عثمان غني، نجیب … نور ولولئ
سپورټ

رونالډو نوی کال طوفاني راپيل کړ

د پرتګال د فوټبال ملي لوبډلي لوبډلمشر او د یوونټوس کلب تکړه بریدګر لوبغاړي کریسټیانو رونالډو تېره شپه د ۲۰۲۰م کال لومړۍ لوبه ترسره کړه او په یاده لوبه کي ئې درې ګولوهني ووهلې. د ایټالیا هیواد په لومړۍ درجه لیګ (سیر اې) کي تېره شپه یوونټوس لوبډله د کالیاري فوټبال لوبډلي سره ولوبېده، چي یوونټوس لوبډله وتوانېده، چي کالیاري لوبډلي ته ۴ ګولونه پر ۰ سخته ماته ورکړي. په یاده لوبه کي د نړۍ … نور ولولئ