سپورټ

نن ریال ماډریډ د سویا فوټبال ټيم سره سخته لوبه لري

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د شلمي اونۍ په لوبو کي نن ماښام ریال ماډریډ د سویا فوټبال لوبډلي سره لوبیږي. دا لوبه نن ماښام ۷:۳۰ بجې د ریال ماډریډ په کورني لوبغالي سانتیاګو برنباوو کي ترسره کیږي. دې لوبي ته ریال ماډریډ او سویا فوټبال لوبډلو دواړو د پوره چمتوالي خبر ورکړی. د دې لیګ په یوه بله مهمه لوبه کي بیا نن شپه ۱۲:۳۰ بجې ایبار او اتلاتیک ماډریډ فوټبال لوبډلي یو د … نور ولولئ
سپورټ

شفیق الله غفاري د لوبي د غوره لوبغاړي جایزه خپل مور او پلار ته ډالۍ کړه.

پرون جمعه د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیټ نړیوال جام سیالۍ پيل سوې، چي پکښي افغان لوبډلي د ۷ ویکیټو په توپير کوربه سویلي افریقا ته سخته ماته ورکړه. په یاده لوبه کي د افغان لوبډلي لپاره سلو توپ اچونکي شفیق الله غفاري د سویلي افریقا ۶ لوبغاړي وسوځول او د لوبي د غوره لوبغاړي جایزه ورکړل سوه. تر لوبي وروسته شفیق الله غفاري وویل، چي د لوبي د ګټلو او د غوره لوبغاړي پر … نور ولولئ
سیاست

ملا تره خېل د یوې څپیړي له امله ۳ لکه ډالره تاوان وکړ!

مولوی تره خېل د حج او اقافو د سرپرست وزیر څخه بخښنه وغوښته او پر هغه باندي جرګې درې لکه ډالره د خسارې په توګه جریمه کېښودله. د افغانستان د حج او اقافو وزارت خبر ورکوي، چي په ولسي جرګه کي د کوچیانو د پخواني استازي ملا تره خېل محمدي او د حج او اقافو د سرپرست وزیر عبدالحکیم منیب تر منځ رامنځته سوی جنجال نور پای ته ورسېد او روغه جوړه ئې وکړه. د … نور ولولئ
سپورټ

انګلستاني ټیم کي افغان د افغانستان په وړاندي ولوبېد!

څو موده مخکي د انګلستان کرکیټ بورډ د ۱۹ کلنو ترمنځ د نړیوال جام لپاره خپله لوبډله اعلان کړه، چي پکښي یو افغانی الاصله لوبغاړی حمیدالله قادري هم شامل وو. تر هغه وروسته پرون سې شنبه د افغانستان او انګلستان ۱۹ کرکیټ لوبډلو ترمنځ یوه تمریناتي لوبه ترسره سوه، چي په هغه کي افغان لوبډلي په ۲۱ منډو بریا خپله کړه. په دې لوبه کي د افغانستان خلاف په انګلستانۍ لوبډله کي یو افغانی الاصله … نور ولولئ
سپورټ

افغان ۱۹ کلني لوبډلي طوفان وکړ؛ انګلستان ته ئې ماته ورکړه!

د افغانستان د کرکیټ ۱۹ کلني ملي لوبډلي د سې شنبې په ورځ د انګلستان کرکیټ ۱۹ کلني ملي لوبډلي په وړاندي یوه تمریناتي لوبه ترسره کړه، چي انګلستان ته ئې په ۲۱ منډو توپیر ماته ورکړه. افغان لوبډلي د لوبي ټاس وګاټه او د توپوهني پریکړه ئې وکړه. د افغانستان کرکیت لوبډلي د لوبي په ټاکلو ۵۰ آورونو کي د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره انګلستان ۱۹ کلني لوبډلي ته د ۲۰۶ منډو هدف … نور ولولئ
سپورټ

دې ته اوپنینګ واي!؛ آسټرالیا په ۱۰ ویکیټو هند ته سخته ماته ورکړه

د هندوستان او آسټرالیا کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د هند په کوربتوب د درو یو ورځنیو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه نن سې شنبه ترسره سوه، چي پکښي آسټرالیا په لسو ویکیټو کوربه هندوستان ته ماته ورکړه. په یاده لوبه کي لومړی هند توپوهنه وکړه، هند د لوبي په ۴۹،۱ آورونو کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره آسټرالیا ته د ۲۵۶ منډو هدف وټاکه. د هند لپاره شکر داوان ۷۴، کیل راهول ۴۷، پنټ … نور ولولئ
سپورټ

بارسلونا کلب د بدو پایلو له امله خپل روزونکی لیري کړ

د اسپانیا هیواد د فوټبال او نړۍ وتلي کلب بارسلونا تېره شپه ناوخته د وروستيو ماتو او بدو پایلو له امله د خپلي لوبډلي روزونګی آرنسټو والورده لیري کړ. د آرنسټو والورده پر ځای یاد کلب د خپلي لوبډلي لپاره بل نوی روزونکی کیکه سټین وټاکه. کیکه سټین ۶۱ کلن دئ او تر دې مخکی ئې په راسینګ سانتاندر، پولي اخیدو، لوګرونیس، لوګو، لاس پالماس او ریال بیټیس فوټبال لوبډلو روزنه ورده غاړي وه. کیکه … نور ولولئ
سپورټ

ریال ماډریډ د اسپانیا سوپر کپ اتلولي خپله کړه

تېره شپه د اسپانیا هیواد د سوپر کپ پایلوبه د دوو اسپانویو لوبډلو ریال ماډریډ او اتلاتیک ماډریډ فوټبال لوبډلو ترمنځ ترسره سوه، چي پکښي ریال ماډریډ په پینالټيو کي اتلاتیک ماډریډ ته په ماتي ورکولو سره یاد جام وګاټه. د دې دوو زورورو لوبډلو ترمنځ لوبه خورا په جم او جوش د زرګونه مینوالو په شتون کي د سعودي عربستان په کوربتوب راپيل سوه. دې دوو ټیمونو لوبه ۹۰ دقیقي صفر په مقابل کي … نور ولولئ
سپورټ

د هند په وړاندي مو ټوله ۱۹ کلنه لوبډله په ۴۴ منډو وسوځېده

د افغانستان د کرکیت ۱۹ کلني ملي لوبډلي پرون یکشنبه د هندوستان ۱۹ کلني ملي لوبډله په وړاندي یوه رسمي تمریناتي لوبه ترسره کړه، چي افغان لوبډلي د هند څخه په ۲۱۱ منډو توپير سخته ماته وخوړه. په یاده لوبه کي لومړی هند توپوهنه وکړه، هند په ټاکلو ۵۰ آورونو کي د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته د ۲۵۶ منډو هدف وټاکه. کله چي د افغانستان ۱۹ کلن کرکیټ ټيم د هدف پوره … نور ولولئ
سپورټ

افغانستان او ایرلینډ شل آوریزه لوبي په مارچ میاشت کي کوي

د افغانستان کرکیټ بورډ خبر ورکوي، چي د افغانستان او ایرلینډ کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د روان ۲۰۲۰م کال په مارچ میاشت کي درې شل آوریزه لوبي ترسره کیږي. دا لوبي تر دې مخکي د ایرلینډ په کوربتوب پلان سوي وې، خو ایرلینډ کرکیټ بورډ د لوبډلي د زیات مصروفتیاوو له امله یادي لوبي لغوه کړي وې. اوس افغان کرکیټ بورډ خبر ورکړی، چي افغان او ایرلینډ لوبډلي به درې شل آوریزه سیالۍ په مارچ … نور ولولئ