سپورټ

هندوستان پر نیوزیلینډ د نیوزیلینډ په کور کي باچاهي کوي!

د هندوستان او نیوزیلینډ کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د نیوزیلینډ په کوربتوب د ۵ شل آوریزه سیالیو د لړۍ څخه ئې څلورمه شل آوریزه لوبه هم پرون جمعه هند یو ځلي بیا په سوپر آور کي وګټله. د یادي لوبي پچه کوربه نیوزیلینډ هیواد وګټله او د توپ اچوني پرېکړه ئې وکړه. هندوستان په ټاکلو ۲۰ آورونو کي د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۵ منډي وکړې او نیوزیلینډ ته ئې د ۱۶۶ منډو هدف … نور ولولئ
سپورټ

له پاکستانه مو ماته وخوړه او له نړیوال جام سره مو مخه ښه وکړه!

د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیټ نړیوال جام وروستۍ کواټر پاینل لوبه نن جمعه افغان ۱۹ کلني کرکیټ ملي لوبډلي د پاکستان ۱۹ کلني کرکیټ ملي لوبډلي په وړاندي ترسره کړه، چي افغانستان په ۶ ویکیټو د پاکستان څخه ماته وخوړه. په دې ماتي سره پاکستان نیمه پایلوبي ته لاره پیداکړه، خو افغانستان بیا د نړیوال جام څخه مخه ښه وکړه او وئې نسو کړای، چي نیمه پایلوبي ته ووځي. په یاده لوبه کي پچه … نور ولولئ
سپورټ

سبا افغان ۱۹ کلنه لوبډله د سخت سیال پاکستان سره لوبیږي!

ټاکل سوې سبا د جمعې په ورځ افغان ۱۹ کلنه کرکیټ ملي لوبډله د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیټ په نړیوال جام کي د دوهم پړاو څلورمه لوبه د سخت سیال پاکستان ۱۹ کلني ملي لوبډلي په وړاندي ترسره کړي. دا لوبه د سویلي افریقا په بنو ښار کي سبا د جمعې په ورځ غارمه ۱۲:۳۰ بجې پيل سي. د افغانستان کرکیټ بورډ وايي، چي دا لوبه ملي ټلویزیون په ژوندۍ بڼه خپروي. د افغانستان … نور ولولئ
مخکښان

د نړۍ تر ټولو زړه ښځه مړه شوه!

د نړۍ تر ټولو زړه ښځه مړه سوه! د نړۍ تر ټولو زړه ښځه، چي تاجکستانۍ ده پرون د ۱۲۷ کلنو په عمر له دې دنیا څخه سترګي پټي کړې او مړه سوه. د فاطمې میرزاقول په نوم دې ۱۲۷ کلني زړې ښځي د تاجکستان هیواد په سغد ولایت کي ژوند کاوه. دا ښځه د ۱۸۹۳م کال د مارچ میاشتي په ۱۳مه نېټه دې نړۍ ته سترګي لغړولي وې.  راپورونه وايي، چي هغې اته زامن … نور ولولئ
سپورټ

د تکواندو افغان لوبغاړي متحده عربي آماراتو ته ولاړل!

د افغانستان د تکواندو افغان لوبغاړي د فجیره اوپن په نوم د تکواندو په نړیوالو سیالیو کي د ګډون په موخه پرون چهارشنبه متحده عربي آماراتو ته ولاړل. د افغانستان د المپيک ملي کمېټه وايي، چي په یاد سفر کي ۶ لوبغاړو، دوو روزونکو او یوه بیا پلاوي ګډون کړی. د یادي کمېټې د معلوماتو له مخي په یادو ۶ لوبغاړو کي څلور نارینه او دوې بیا ښځینه تکواندوکاراني شاملي دي. ټاکل سوې دا لوبي … نور ولولئ
رسنۍ

افغان ښځینه فوټسال لوبډلي په ۵ لوبو کي ۳۴ ګولونه وخوړل!

د مرکزي آسیايي هیوادونو ترمنځ د ۱۹ کلنو لوبډلو د فوټسال سیالۍ د تاجکستان په کوربتوب ترسره سوې، چي افغان ۱۹ کلني فوټسال لوبډلي په کښي په ۵ لوبو کي ۳۴ ګولونه وخوړل او یوازي ئې ۴ ګولوهني د مقابلو لوبډلو په وړاندي ترسره کړې. افغان ۱۹ کلني فوټسال لوبډلي د مرکزي آسیا هیوادونو ترمنځ په سیالیو کي ۵ لوبي ترسره کړې، چي له ډلي ئې ۴ وبایللې او یوازي ئې یوه لوبه مساوي کړه. … نور ولولئ
سپورټ

هند د نیوزیلینډ څخه د شل آوریزه سیالیو لړۍ وګټله!

د هندوستان او نیوزیلینډ کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د نیوزیلینډ په کوربتوب د ۵ شل آوریزه سیالیو د لړۍ څخه ئې لومړۍ، دوهمه او درېیمه لوبه هندوستان وګټلې او په دې سره ئې د نیوزیلینډ څخه دا لړۍ وګټله. هندوستان د نیوزیلینډ څخه لومړۍ لوبه په ۶ او دوهمه لوبه ئې بیا په ۷ ویکیټو ګټلې وه، خو درېیمه لوبه ئې بیا نن چهارشنبه په سوپر آور کي وګټله. په ننۍ لوبه کي لومړی هند … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال: ریال ماډریډ د بارسلونا څخه د جدول لومړی ځای خپل کړ!

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۲۱مي اونۍ په لوبو کي تېره شپه ناوخته ریال ماډریډ د ریال والاډولیډ فوټبال لوبډلي سره د ریال والاډولیډ په کورني لوبغالي جوس زریلا کي ولوبېد. په یاده لوبه کي ریال ماډریډ ۱ ګول پر ۰ ریال والاډولیډ ته ماته ورکړه. د ریال ماډریډ لپاره په پرونۍ لوبه کي یوازینی ګول ناچو د لوبي په ۷۸یمه دقیقه کي وواهه. په دې بریا سره ریال ماډریډ لوبډلي د بارسلونا ټيم … نور ولولئ
افغانستان

پاکستاني پولیسو لر او بر کې د پښتنو غمخوار منظور پښتین نیولی!

د پاکستان پولیسو د پښتون ژغورني غورځنګ (پي ټي ایم) مشر منظور احمد پښتین په پېښور کي نیولی. د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ غړي او د پاکستان قامي اسامبلۍ کي د وزیرستان استازی محسن داوړ وايي، چي تېره شپه منظور پښتین د پېښور په تاکال کي نیول سوی. محسن داوړ دا خبره پر خپلي رسمي ټویټر پاڼه خپره کړې او ترڅنګ ئې ویلي(( دا زموږ حق دئ، د سوله ییزي او ډیموکراټیکي غوښتني سزا ده، … نور ولولئ
افغانستان

افغان ښځینه فوټسال لوبډلي په درو لوبو کي ۲۲ ګولونه خوړلي!

د مرکزي آسیايي هیوادونو ترمنځ د ۱۹ کلنو لوبډلو د فوټسال سیالۍ د تاجکستان په کوربتوب رواني دي، چي افغان ۱۹ کلني فوټسال لوبډلي په کښي په درې لوبو کي ۲۲ ګولونه خوړلي او یوازي ئې یوه ګولوهنه ترسره کړې. افغان ۱۹ کلني فوټسال لوبډلي تر دې دمه په دې سیالیو کي درې لوبي ترسره کړي دي، چي درې واړه ئې بایللي. د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي د افغانستان یادي لوبډلي خپله لومړۍ … نور ولولئ