سپورټ

راشد د بیګ باش لیګ په غوره ۱۱ کسیزه لوبډله کي راغی!

د آسټرالیا هیواد بیګ باش لیګ سیالۍ پای ته رسېدونکي دي، خو یوزاي د پایلوبي ترڅنګ ئې نیمه پایلوبه  پاته ته او نور د بیګ باش لیګ دا پړاو هم پای ته رسیږي. د دې لیګ پایلوبي ته سیډني سیکسرز لوبډلي وار له مخي لاره پیداکړې ده، خو د یادي لوبډلي سره به د پایلوبي ترسره کولو په موخه میلبورن سټارز او سډني تندرز نیمه پایلوبه ترسره کوي. د بیګ باش لیګ دا نیمه پایلوبه … نور ولولئ
سپورټ

بارسلونا هم په لالیګا لیګ کي لوبه وګټله!

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۲۲مي اونۍ لوبو څخه تېره شپه بارسلونا د لوانتې فوټبال لوبډلي سره ولوبېده، چي بارسلونا ۲ ګولونه پر ۱ لوانتې ته ماته ورکړه. په یاده لوبه کي د بارسلونا لپاره دواړي ګولوهني انسو پاتي د لوبي په ۳۰مه او ۳۲مه دقیقه کي ولګولې. د لوانتې لپاره بیا یوازینی ګول روبین روچینا د لوبي په ۹۰یمه دقیقه کي ولګوی. دا لوبه د بارسلونا په کورني لوبغالي نیوکمپ کي ترسره سوه، … نور ولولئ
افغانستان

د ډاکټر نجیب لور د سولې په صورت کې له کابله تر پکتیا پلې د پلار قبر ته ځي!

د ډاکټر نجیب لور هیله نجیب وايي، که چیري په افغانستان کي سوله راشي، نو له کابل تر پکتیا پوري پلې د خپل پلار او تره قبر ته ځم. ځینو افغانانو پر ټویټر یو داسي کمپاین پيل کړی، چي یوې پوښتني ته به خپل په شخصي ډول ځواب وايي. هغه پوښتنه داده، چي که سوله وشي، نو څه به کوې؟ د دې پوښتني په ځواب کي د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب لور هیلي نجیب لیکلي، … نور ولولئ
سپورټ

آسټرالیا ته تر لوبي بایللو وروسته د سویلي افریقا سره لوبیږو!

پرون یکشنبه د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیټ نړیوال جام سیالیو په لړ کي د پنځم مقام ګټلو په موخه افغان او آسټرالیا ۱۹ کلني لوبډلي یو د بل په وړاندي ولوبېدې، چي افغانستان په ۴ ویکیټو د آسټرالیا څخه ماته وخوړه. د یادي لوبي پچه افغان لوبډلي وګټله او د توپوهني پریکړه ئې وکړه. افغان لوبډلي په ټاکلو ۵۰ آورونو کي د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره آسټرالیا ته د ۱۹۲ منډو هدف وټاکی. … نور ولولئ
سپورټ

حبیب او امریکايي لوبغاړی په ۱۰۰ میلیونه ډالره لوبه کوي!

د ورکړل سوو معلوماتو له مخي عربستان هیواد غواړي، چي د روسیې هیواد مسلمان لوبغاړی حبیب نورمحمدوف د امریکايي سیال سره په ۱۰۰ میلیونه ډالره باندي لوبه ترسره کړي. د نورمحمدوف د لوبو ترتیب کوونکي علي عبدل عزیز ویلي، چي سعودي عربستان د روسي لوبغاړي نور محمدوف او امریکايي لوبغاړي فلوید میودر ترمنځ د لوبي جوړونکی دئ او امریکايي لوبغاړي فلوید هم علاقه ښودلې. د ۳۱ کلن لوبغاړي نورمحمدوف د لوبو ترتیب کوونکي علي عبدل … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال: ریال ماډریډ د اتلاتیک ماډریډ څخه لوبه وګټله!

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۲۲مۍ اونۍ لوبو څخه تېره شپه ریال ماډریډ او اتلاتیک ماډریډ فوټبال لوبډلي یو د بل په وړاندي میدان ته کښته سوې، چي ریال ماډریډ د یادي لوبي په لړ کي اتلاتیک ماډریډ ته ماته ورکړه. یاده لوبه ریال ماډریډ ۱ ګول پر ۰ د اتلاتیک ماډریډ څخه وګټله. د ریال ماډریډ لپاره په پرونۍ لوبه کي یوازینی ګول کریم بنزما د لوبي په ۵۶مه دقیقه کي وواهه او … نور ولولئ
سپورټ

سبا افغان ۱۹ کلنه لوبډله د ۵م مقام ګټلو لپاره د آسټرالیا سره لوبیږي

ټاکل سوې سبا یکشنبه غرمه ۱۲:۳۰ بجې افغان کرکیټ ۱۹ کلنه ملي لوبډله د ۵م مقام ګټلو لپاره د آسټرالیا ۱۹ کلني کرکیټ ملي لوبډلي په وړاندي د لوبي ډګر ته کښته سي. دا لوبه د سویلي افریقا په پوچیسټروم ښار کي ترسره کیږي. د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي د سبانۍ لوبي ګټونکی ټیم به یو ځلي بیا د پنځم مقام ګټلو لپاره د ویسټ انډیز سره او بایلونکې لوبډله بیا د اووم … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال: نن ریال ماډریډ او اتلاتیک ماډریډ سره لوبیږي!

فوټبال: نن ریال ماډریډ او اتلاتیک ماډریډ سره لوبیږي! د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۲۲مي اونۍ لوبو څخه نن ماښام د نړۍ قوي د فوټبال لوبډله ریال ماډریډ د اتلاتیک ماډریډ فوټبال لوبډلي سره لوبیږي. دا لوبه د ریال ماډریډ په کورني لوبغالي سانیتاګو برنباوو کي نن ماښام ۷:۳۰ بجې پيلیږي. ریال ماډریډ او اتلاتیک ماډریډ فوټبال لوبډلو دواړو ننۍ لوبي ته د پوره چمتوالي خبر ورکړی. ریال ماډریډ هغه لوبډله ده، چي د … نور ولولئ
سپورټ

فرهان زاخېل: د پاکستان په وړاندي، چي موږ ته څنګه کرکیټ په کار وو هغسي مو ونکړ!

د افغانستان د ۱۹ کلني کرکیت ملي لوبډلي لوبډلمشر فرهان زاخېل له پاکستان څخه تر ماتي وروسته خبري کنفرانس کي وویل، چي زموږ لوبغاړو سمه لوبه ونکړه، خو پاکستان ښه لوبه وکړه او بریا ئې خپله کړه. هغه وویل((موږ د پاکستان لوبغاړو نه یو سوځلي، بلکي د خپلو غلطیو څخه وسوځېدو او موږ ته چي څنګه کرکیټ په کار وو هغسي مو ونکړ)). هغه د دې ترڅنګ د یاد نړیوال جام څخه د زده کړي … نور ولولئ
سپورټ

میسي یو بل ریکارډ هم خپل په نوم ثبت کړ!

د آرجنټاین هیواد او بارسلونا کلب تکړه او مشهوره فوټبالر لیونل میسي د اسپانوي کلب بارسلونا لپاره یو بل ریکارډ هم په خپل نوم ثبت کړ. لیونل میسي لومړنی لوبغاړی سو، چي د بارسلونا کلب لپاره ۵۰۰ بریاوي خپلوي. وړمه شپه بارسلونا کلب د کوپادلرې کپ په سیالیو کي د لګانس په وړاندي ولوبېد، چي په یاده لوبه کي بارسلونا ۵ ګولونه پر ۰ لګانس ته ماته ورکړه. په یاده لوبه کي دوې ګولوهني لیونل … نور ولولئ