سپورټ

انګلستان په ۲ منډو سویلي افریقا ته ماته ورکړه!

د انګلستان او سویلي افریقا کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د سویلي افریقا په کوربتوب د درو شل آوریزه سیالیو د لړۍ څخه ئې پرون جمعه دوهمه شل آوریزه لوبه ترسره سوه، چي انګلستان په ۲ منډو توپير یاده لوبه وګټله او لړۍ ئې مساوي کړه. په یاده لوبه کي لومړی انګلستان توپوهنه وکړه، انګلستان په ټاکلو شل آورونو کي د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره سویلي افریقا ته د ۲۰۵ منډو هدف وټاکی. د انګلستان … نور ولولئ
سپورټ

د افغان لوبډلي په وړاندي لوبو ته ایرلینډ خپله لوبډله اعلان کړه.

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي په وړاندي راتلونکو درو شل آوریزه سیالیو ته ایرلینډ کرکیټ بورډ پرون چهارشنبه خپله لوبډله اعلان کړه، چي د افغان لوبډلي په وړاندي به ولوبیږي. د افغانستان په وړاندي ایرلینډ کرکیټ بورډ دا ۱۴ کسیزه لوبډله اعلان کړه: آنډریو بالبرني لوبډلمشر، ګریټ ډیلاني، جورج ډوکریل، شین ګیټکټ، جوش لیټل، باري مکرټي، کیون اُبراین، بایډ رینکین، سیمي سینګ، پاول سټرلینګ، هیري ټیکټور، لورکان ټوکیر، ګیري ویلسون او کریک یانګ. افغان … نور ولولئ
سپورټ

محمد نبي په یو ورځنیو لوبو کي هم د نړۍ لومړی الراونډر شو!

د افغانستان د کرکیت ملي لوبډلي د توپوهوني او توپ اچوني (الراونډر) دواړو برخو تکړه لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل تازه په یو ورځنیو لوبو کي هم د نړۍ لومړی الراونډر لوبغاړی راغلی. د کرکیټ نړیوالي شوار یا آی سي سي نن چهارشنبه په یو ورځنیو لوبو کي د الراونډرانو نوې درجه بندي اعلان کړه، چي افغان لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل له دوهم ځای څخه لومړي ځای ته پورته سوی او لومړی مقام ئې خپل کړی. … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د افغانستان د سپورټ په اړه جوړ سوي فلم د اُسکار جایزه خپله کړه!

د افغانیو نجونو په اړه جوړ سوي د سپورټ فلم د ۲۰۲۰م کال د اُسکار جایزه ترلاسه کړه. دا مراسم پرون دوشنبه د امریکا کلفورنیا په آیالات کي ترسره سوه، چي پکښي د هالیوډ د کال غوره فلمونو ته پکښي بیلابیلي جایزې ورکړل سوې. په یادو فلمونو هغه فلم ته د اُسکار جایزه ورکړل سوه، چي په ۲۰۱۹م کال کي پر هغو افغان نجونو جوړ سوی، چي په جنګونو کي پر اسکیټ بورډ باندي لوبه … نور ولولئ
رسنۍ

یوه هراتۍ نجلۍ ځکه افغانستان پریږدي، چي سپی ئې ووژل شو!

د هرات ولایت یوه ورزشکاره نجلۍ له هغه وروسته د تل لپاره د افغانستان د پرېښودو په اړه خبر ورکوي، چي د یو شمېر وسله لرونکو کسانو له لوري ئې سپی ووژل شو. د صهبا بارګزۍ په نوم دا ورزشي نجلۍ له ۳۰۰ زیاتي هراتیو نجونو ته په کراټې او بایسکل ځغلونه کي زده کړي ورکوي او له هغه وروسته د تل لپاره د هیواد پرېښېودو په اړه پرېکړه کوي، چي سپی ئې د وسله … نور ولولئ
سپورټ

دوه افغان لوبغاړي د ۱۹ کلنو کرکیټ نړیوال جام په غوره ۱۱ کسیزه لوبډله کي راغلل.

د ۲۰۲۰م کال د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیټ نړیوال جام څخه غوره ۱۱ کسیزه ټیم اعلان سو، چي پکښي دوه افغان لوبغاړي ابراهیم ځدران او شفیق الله غفاري هم انتخاب کړل سوي. په یاده لوبډله کي درې ـ درې لوبغاړي د بنګله دېش او هند، دوه لوبغاړي د افغانستان، دوه لوبغاړي د ویسټ انډیز او یو لوبغاړی بیا د سریلانکا د لوبډلي څخه شامل دي. دا ۱۱ کسیزه ټیم په دې ډول دئ: یسشوي … نور ولولئ
سپورټ

کرکیټ بورډ پر افغان لوبغاړي شفیق الله شفق بندیز ولګاوه.

د افغانستان کرکیټ بورډ وايي، چي د ملي لوبډلي پر غړي شفیق الله شفق د کرکیټ بورډ ادارې، د فساد په وړاندي د مبارزې د قانون څخه د سرغړوني له امله له پرون دوشنبې څخه بیا د کرکیټ بورډ تر وروستۍ پریکړي پوري لوبیز بندیز ولګاوه. د افغان کرکیټ بورډ له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي شفیق الله شفق د فساد ضد قانون څخه په سرغړونه تورن دئ او کرکیټ بورډ شفق … نور ولولئ
افغانستان

کابل کي لومړني روباټي ګارسون په کار پيل وکړ!

د کابل په شهر نو سیمه کي د ټایمز په نوم یو روسټورانټ د لومړي ځل لپاره له روباټ څخه دګارسون(کارکونکي) په توګه استفاده کوي. د یاد رسټورانټ مسئولین وايي، چي دا ګارسوني ربوټ کولای سي په سم ډول د مشتریانو فرمایش د رسټورانټ تر منېجره او بیا تر مشتریانو پوري هر ډول خواړه او نور څېزونه ورسوي. د ټایمز په نوم کابل کي د یاد رسټورانټ مسئول محمد رفیع شېرزاد وايي ځیني کورنۍ نه … نور ولولئ
سپورټ

کرکیټ بورډ: افغانستان د ځوانو لوبغاړو په رابرسېرولو کي تر ټولو هیوادونو مخکښ دئ!

د افغانستان کرکیټ بورډ پر خپل ویبپاڼه ویلي، چي افغانستان د ځوانو لوبغاړو په رابرسېرولو کي تر ټولو هیوادودنو مخکښ هیواد دئ او هر کله د اړتیا او وړتیا له مخکي لوبغاړو ته په لوبډلو کي د لوبېدو چانس برابروي. کرکیټ بورډ وايي، چي غوراوي کمېټه ئې د یوه سیسټم له لاري کار کوي، چي له مخي به ئې ځوانو لوبغاړو ته موقع برابریږي او په تدریجي ډول به د پخوانیو لوبغاړو ځای په افغان … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال: نن ریال ماډریډ او بارسلونا دواړه لوبډلي لوبي لري!

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۲۳مي اونۍ لوبو څخه نن یکشنبه ریال ماډریډ د اوساسونا او بارسلونا بیا د ریال بیټیس فوټبال لوبډلي سره لوبیږي. د ریال ماډریډ او اوساسونا لوبه د اوساسونا په کورتبوب نن ماښام ۷:۳۰ بجې پیلیږي. هاخوا بارسلونا او ریال بیټیس بیا نن شپه ۱۲:۳۰ بجې یو د بل په وړاندي د سیالۍ ډګر ته کښته کیږي. دا لوبه بیا د ریال بیټیس په کورني لوبغالي کي ترسره کیږي. د … نور ولولئ