سپورټ

فوټبال: بارسلونا د میسي په ګولوهني سره بریا خپله کړه!

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۲۷مي اونۍ لوبو څخه تېره شپه بارسلونا فوټبال لوبډله د ریال سوسیداد فوټبال لوبډلي سره ولوبېده، چي بارسلونا یادي لوبډلي ته ۱ ګول پر ۰ ماته ورکړه. په یاده لوبه کي د بارسلونا دا یوازینۍ ګولوهنه لیونل میسي د لوبي په ۸۱یمه دقیقه کي د پینالټۍ په واسطه ترسره کړه. دا لوبه چي د بارسلونا په کوربتوب نیوکمپ فوټبال لوبغالي کي ترسره سوه، لیدلو ته ئې په زرګونه مینوال … نور ولولئ
سپورټ

سبا د ښځو په نړیواله ورځ د ښځو نړیوال جام پایلوبه ترسره کیږي!

د ښځينه وو ترمنځ د کرکیټ نړیوال جام د تیري فیبروري میاشتي په ۲۱مه نېټه د آسټرالیا هیواد په کوربتوب د ۱۰ هیوادونو ترمنځ پيل سوی وو، چي اوس سبا د مارچ میاشتي په ۸مه نېټه ئې پایلوبه ترسره کیږي. د مارچ ۸مه د ښځو نړیواله ورځ هم ده او په ټولو هیوادونو کي په یو لړ خاصو مراسمو سره نمانځل کیږي. د کرکیټ نړیوالي شورا هم د یادي ورځي د ښې لمانځني په موخه … نور ولولئ
سپورټ

اصغر افغان: دوهم ځلي کپټاني راته یو لوی چلینج دی!

د افغانستان کرکیټ بورډ رسمي صفحې د افغان ملي لوبډلي د لوبډلمشر اصغر افغان تازه څرګندوني خپري کړې، چي د نورو خبرو ترڅنګ ئې دوهم ځلي کفتاني د خپل ځان لپاره لوی چلینج بللی. اصغر افغان به تر دوهم ځلي لوبډلمشرۍ وروسته د ایرلینډ په وړاندي د لومړي ځل لپاره د لوبډلمشر په توګه رسمي سریز ترسره کړي. هغه د ۲۰۱۹م کال پنځوس آوریزه نړیوال جام مخکي کرکیټ بورډ له لوبډلمشرۍ څخه لیري کړ او … نور ولولئ
افغانستان

د میدان وردګو ښاروالي د زړورو ښځو نړیواله جایزه وګټله!

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کي د ظریفې غفاري نوم د هغو ۱۲ ښځو په کتار کي لومړی راغلی، چي سږ کال ئې د زړورو ښځو نړیواله جایزه وګټله. په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان د لومړنۍ ښځینه ښاروالې په توګه ظریفه غفاري د ځینو زورواکو سړیو له‌خوا سخته ګواښل شوې وه، خو مبارزه ‌یې وکړه او هغوی یې غلط ثابت کړل چې ویل‌ یې ښځه رهبري نه ‌شي کولای. د … نور ولولئ
سپورټ

سویلي افریقا له آسټرالیا څخه د تیري لړۍ غچ واخیست!

د سویلي افریقا او آسټرالیا کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د سویلي افریقا په کوربتوب د ۳ یو ورځنیو لوبو لړۍ سویلي افریقا خپله کړه. د دې دوو هیوادونو ترمنځ د فیبرورۍ میاشتي په ۲۹تمه نیټه لومړۍ لوبه ترسره سوې وه، چي هغه سویلي افریقا په ۷۴ منډو توپير ګټلې وه، خو دوهمه لوبه ئې بیا پرون چهارشنبه ترسره سوه، چي هغه یو ځلي بیا سویلي افریقا په ۶ ویکیټو وګټله او دا لړۍ ئې خپل … نور ولولئ
سپورټ

ویسټ انډیز تر درو ماتو خوړلو وروسته سریلانکا ته ماته ورکړه!

د سریلانکا او ویسټ انډيز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د سریلانکا په کوربتوب د ۲ شل آوریزه سیالیو د لړۍ څخه ئې پرون چهارشنبه لومړۍ شل آوریزه لوبه ترسره سوه، چي پکښي میلمه لوبډلي ویسټ انډيز کوربه لوبډلي سریلانکا ته په ۲۵ منډو توپير ماته ورکړه. په یاده لوبه کي لومړی ویسټ انډیز توپوهنه وکړه، چي په ټاکلو ۲۰ آورونو کي ئې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره سریلانکا ته د ۱۹۷ منډو هدف وټاکه. … نور ولولئ
افغانستان

اشرف غني: زه یوازی نه یم ځوانان او ملت راسره ترڅنګ ولاړ دی!

جمهوررئیس محمداشرف غني د سولې پروسې په اړه د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره د مشورتي غونډو په لړ کې نن له غرمې مخکې له یو شمېر ځوانانو سره په چهارچنار ماڼۍ کې وکتل. په دغه کتنه کې د جمهوري ریاست منتخب لومړي مرستیال امرالله صالح، د کابینې غړو او د جمهوررئیس سلاکارانو هم حضور درلود، په پیل کې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین اجمل شاهپور په خپلو خبرو کې ځوانانو ته … نور ولولئ
سپورټ

دولت ځدران کرکیټ بورډ ته: ما څه ګناه کړې؟ زما حق راکړئ!

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي تکړه تیز توپ اچونکي دولت ځدران تازه پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه پر افغان کرکیټ بورډ توندي نیوکي کړې او وايي، چي د بورډ مشران ورسره د مور او میرې چلند کوي. هغه پر خپلي فیسبوک پاڼه لیکلي، چي روغ او جوړ یم او سیالیو ته هم چمتو یم، خو د کرکیټ بورډ مسئولین د نړیوال جام راوروسته په هیڅ لوبو کي د لوبېدو چانس نه راکوي. ښاغلي ځدراڼ … نور ولولئ
سپورټ

کریم جنت په دوهمه تمریناتي لوبه کي د افغان لوبډلي لپاره ۴ ویکیټي واخیستې!

د اصغر ورور کریم جنت په دوهمه تمریناتي لوبه کي د افغان لوبډلي لپاره ۴ ویکیټي واخیستې! د ایرلینډ په وړاندي د ښه چمتوالي په موخه پرون دوشنبه افغان کرکیټ ملي لوبډلي د هندوستان ار پي سېنګ کرکیټ کلب په وړاندي لوبه ترسره کړه، چي افغان ټيم هغې لوبډلي ته د ۱۰۲ منډو په توپير سخته ماته ورکړه. په یاده لوبه ټاس افغانستان وګاټه او خپله ئې د توپوهني پرېکړه وکړه. افغان لوبډلي په ټاکلو … نور ولولئ
سپورټ

ایرلینډۍ لوبډله د افغانستان خلاف سیالیو لپاره هند ته ورسېده!

ټاکل سوې د راتلونکي جمعې په ورځ افغان او ایرلینډۍ کرکیټ ملي لوبډلي د درو شل آوریزه سیالیو لړۍ پيل کړې، چي په همدې موخه افغان لوبډله لا څو اونۍ مخکي هند تللې ده، خو ایرلینډ کرکیټ ملي ټيم بیا نن دوشنبه سهار د هندوستان ډهلي ښار ته ورسېد. افغان او ایرلینډ کرکیټ ملي لوبډلي لومړۍ شل آوریزه لوبه راتلونکې جمعه، دوهمه شل آوریزه لوبه راتلونکې یکشنبه او درېیمه شل آوریزه لوبه بیا د راتلونکي … نور ولولئ