سپورټ

آسټرالیا په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کي نیوزیلینډ ته ماته ورکړه.

د آسټرالیا او نیوزیلینډ کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د آسټرالیا په کوربتوب د ۳ یو ورځنیو لوبو لړۍ پرون جمعه پيل سوه، چي په لومړۍ لوبه کي کوربه آسټرالیا د ۷۱ منډو په توپير نیوزیلینډ ته ماته ورکړه. د یادي لوبي پچه آسټرالیا وګټله او خپله ئې د توپوهني پریکړه وکړه. آسټرالیا لوبډلي په ټاکلو ۵۰ آورونو کي د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره نیوزیلینډ ته د ۲۵۹ منډو هدف وټاکه. د آسټرالیا لپاره ډيویډ … نور ولولئ
سپورټ

تازه؛ د IPL لیګ سږنۍ لوبي د اپرېل ۱۵مي ته وځنډېدې!

ټاکل سوې وه د هندوستان کورنۍ کرکیټ لوبي (ای پي ایل) د رواني مارچ میاشتي په ۲۹مه نېټه پيل سي، خو د کرونا ویروس له امله دا لیګ د اپرېل میاشتي ۱۵مي نېټې ته وځنډېد. د کرکیټ نړیوالي شورا یا ای سي سي پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه رسمي خبر خپور کړی، چي د ۲۰۲۰م کال د ای پي ایل لیګ چي ټاکل سوې وه د مارچ په ۲۹مه ترسره سي د کرونا ویروس له … نور ولولئ
سپورټ

اصغر افغان: راتلونکي کي به افغان لوبډله د پلان سره سم ځلیږي!

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډله د ایرلینډ په وړاندي درو شل آوریزه لوبو لپاره هند ته تللې وه، چي تر یادي لړۍ وروسته پرون د چهارشنبې په ورځ افغانستان ته راغله. د افغان او ایرلینډۍ لوبډلو ترمنځ د افغانستان په کوربتوب هند هیواد کي د یادو درو شل آوریزه سیالیو لړۍ افغانستان ۲ پر ۱ وګټله. د یادۍ لړۍ په لومړۍ لوبه کي افغانستان ـ ایرلینډ ته په ۱۱ منډو او په دوهمه لوبه … نور ولولئ
سپورټ

افغان لوبډله هڅه کوي ایرلینډ ته په لړۍ کي ۳ پر ۰ ماته ورکړي!

ټاکل سوې افغان او کرکیټ ملي لوبډلي د افغانستان په کوربتو هند هیواد کي د درو شل آوریزه سیالو د لړۍ څخه وروستۍ او درېیمه لوبه نن سې شنبه ترسره کړي. د افغانستان او ایرلینډ کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د افغانستان په کوربتوب هند هیواد کي د تیري جمعې په ورځ د درو شل آوریزه سیالیو لړۍ پيل سوه. په لومړۍ شل آوریزه لوبه کي د تیري جمعې په ورځ افغانستان ایرلینډ ته په ۱۱ … نور ولولئ
سپورټ

بنګله دېش د زیمبابې په وړاندي د شل آوریزه سیالیو لړۍ په بریا پيل کړه!

د بنګله دېش او زیمبابې کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د بنګله دېش په کوربتوب د یوې ټیسټ  او درو یو ورځنیو لوبو لړۍ وروسته پرون دوشنبه د دوو شل آوریزه سیالیو لړۍ پيل سوه. په لومړۍ شل آوریزه لوبه کي کوربه بنګله دېش په ۴۸ منډو توپير زیمبابې ته ماته ورکړه. په یاده لوبه کي لومړی بنګله دېش توپوهنه وکړه. بنګله دېش د لوبي په ټاکلو ۲۰ آورونو کي د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره … نور ولولئ
افغانستان

کابل کي د نجونو ترمنځ فوټبال لیګ پای ته ورسېد.

د مسئولینو په خبره دوې اونۍ مخکي په کابل ولایت کي د نجونو ترمنځ د فوټبال لیګ پيل سوی وو، چي پرون یکشنبه د مارچ میاشتي په ۸مه نېټه په یو لړ خاصو مراسمو سره پای ته ورسېد. د افغانستان فوټبال فدراسیون وايي، چي د نجونو ترمنځ د فوټبال په یاد لیګ کي د کابل ښار د بیلابیلو سیمو څخه ۸ د الف لوبډلو ګډون کړ او په پای کښي د ستاره های بنین لوبډلي … نور ولولئ
ژوند بڼه

کعبې شریفي ته د کرونا ویروس له امله پر تګ بندیز لیري شو!

د مسلمانانو تر ټولو ستر مذهبي ځای کعبه شریفه د کرونا ویروس څخه د ښې مخنیوي په موخه عربستان هیواد تړلی وو، چي اوس ئې بیرته د مسلمانانو پر مخ پرانیستله او د ورتګ بندیز ئې لیري شو. عربستان هیواد کعبه شریفه د تیري پنجشنبې په ورځ د سهار تر لمانځه وروسته د ټولو زیارت کوونکو او لمونځ کوونکو پر مخ وتړله. عربستان د کعبې شریفي د بندښت موخه د نورو هیوادونو د عمره کوونکو … نور ولولئ
سپورټ

د ریال ماډریډ په ماتي سره بارسلونا د جدول لومړی ځای وساتی!

تېره شپه د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۲۷مي اونۍ لوبو څخه ریال ماډریډ د ریال بیټیس فوټبال لوبډلي سره ولوبېد، چي ریال بیټیس ۲ ګولونه پر ۱ ریال ماډریډ لوبډلي ته ماته ورکړه. په یاده لوبه کي د ریال بیټیس لپاره لومړۍ ګولوهنه سیدني په ۴۰تمه او کرسټین ټیلو بیا د لوبي په ۸۲ یمه دقیقه کي دوهمه ګولوهنه وکړه. خو د ریال ماډریډ لپاره بیا یوازینی ګول کریم بنزیما د لوبي په ۴۵تمه … نور ولولئ
سپورټ

که نننۍ لوبه افغانستان وګټي، نو سریز خپلوي!

ټاکل سوې نن یکشنبه افغان او ایرلینډ کرکیټ ملي لوبډلي د درو شل آوریزه سیالیو د لړۍ دوهمه لوبه نن ترسره کړي. افغان کرکیټ بورډ وايي، چي دا لوبه نن ماپښين ۱ بجه د هندوستان په ګریټر نویډا کرکیټ لوبغالي کي ترسره کیږي. د بورډ په خبره، چي دا لوبه د افغانستان ملي سپورټ ټلویزیون په ژوندۍ بڼه خپروي. افغان لوبډلي تر دې مخکي وړمه ورځ په لومړۍ شل آوریزه لوبه کي ایرلینډ ته د … نور ولولئ
سپورټ

سویلي افریقا د آسټرالیا څخه د تیري لړۍ غچ واخیست!

د سویلي افریقا او آسټرالیا کرکیت ملي لوبډلو ترمنځ د سویلي افریقا په کوربتوب تر ۳ شل آوریزه سیالیو وروسته ۳ یو ورځنۍ لوبي هم ترسره سوې. د شل آوریزه سیالیو درې واړه لوبي میلمه آسټرالیا وګټلې، خو ۳ یو ورځنۍ لوبي بیا ټولي کوربه سویلي افریقا وګټلې او د تیرو لوبو غچ ئې د آسټرالیا څخه واخیست. آسټرالیا او سویلي افریقا کرکیټ ملي لوبډلو وروستۍ یو ورځنۍ لوبه پرون شنبه ترسره کړه، چي پکښي … نور ولولئ