افغانستان

لالیګا د افغان سندرغاړې اریانا سعید په وسیله ټولو افغانانو ته د نوروز مبارکي ویلې.

د اسپانیا هیواد فوټبال غوره لیګ (لالیګا) پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي د هیواد د وتلي نامتو سندرغاړې اریانا سعید یوه داسي ویډيو خپره کړې، چي په افغانستان کي ئې ټولو خپلو مینوالو ته د نوي کال مبارکي ویلې. د فوټبال دا لیګ چي په افغانستان کي هم ډېر مینوال لري، نو د اریانا سعید په وسیله یې ۱۳۹۹ کال مبارکي ټولو افغانانو ته ویلې. هغه ویډیو چي پرون یکشنبه لالیګا لیګ خپره کړه، پکښي … نور ولولئ
افغانستان

عبدالسمیع فیضي: د آزادي مبارزې نورو افغان لوبغاړو ټول هیوادوال تېر ایستلي!

د آزادي مبارزې تکړه افغان لوبغاړي عبدالسمیع فیضي پرون یکشنبه پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه په ژوندۍ بڼه خپلو خبرو کي وویل، چي د آزادي مبارزې نور افغان لوبغاړي، چي ځانونه افغان اتلان بولي، د واسیطو او پیسو په زور د نړیوالو سیالانو سره لوبي برابروي.  هغه په ښکاره ډول د کوم افغان لوبغاړي نوم ندی اخیستی، خو د بازمحمد مبارز، احمد ولي هوتک، سیر بهادرزاده او حسین بخش صفري ترڅنګ یو شمېر نور د … نور ولولئ
فوټبال

د فوټبال هغه لوبغاړي چي هیڅ کله ئې لوبو کي سور کارډ ندی ترلاسه کړی!

د فوټبال په میدان کښي زیاتره وختونه د فوټبال داسي لوبي ترسره کیږي، چي د زیاتو خطاوو له امله ډیرو لوبغاړو سره کارډونه د لوبڅار له لوري ترلاسه کړي او له لوبي وتلي. خو داسي لوبغاړي هم تېر سوي دي، چي د خپل لوبیز ژوند په بهیر کي ئې د لوبڅار له لوري هیڅ وخت سور کارډ ندی ترلاسه کړی او له لوبي څخه ندي وتلي. موږ په دې لیکنه کي هغه ۶ لوبغاړي درته … نور ولولئ
افغانستان

د ۲۰۲۰ کال المپيکي سیالۍ هم وځنډېدې!

د اُلمپيک نړیوالي کمېټې پریکړه وکړه، چي د ۲۰۲۰م کال د اُلمپيک سیالۍ د کرونا ویروس له امله وځنډوي. ټاکل سوې وه د اُلمپيک نړیوالي لوبي د روان ۲۰۲۰م کال د جولای میاشتي په ۲۴مه نېټه د جاپان په توکیو ښار کي پيل سي، خو اوس پرون یکشنبه د کرونا ویروس له امله وځنډېدې. د ځنډولو راپور ئې په رسمي ډول ندی خپور سوی، خو ډېر ژر به په رسمي ډول خپور سي. د اُلمپيک … نور ولولئ
افغانستان

په هیواد کي د کرونا ناروغۍ له امله لومړی کس بلخ ولایت کي مړ شو!

د بلخ ولایت د عامي روغتیا ریاست د یاد خبر د تائید ترڅنګ وویل، چي د کرونا ویروس له امله مړ سوی سړی د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکی وو او تېره شپه ئې ساه ورکړې ده. د بلخ د عامي روغتیا ئیس ډاکټر خلیل حکمتي له رسنیو سره په خبرو کي وویل، چي یاد شخص درې ورځي مخکي ټیسټ سوی وو، چي ډاکټرانو ورته د قرنطین توصیه کړې وه، خو د ډاکټرانو لارښوونو … نور ولولئ
افغانستان

په هیواد کي د کرونا ویروس ۱۰ نوي مثبتي پيښي ثبت سوې!

د افغانستان د عامي روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز خبریالانو ته وویل ، چي په تیرو ۲۴ ساعتونو کي په افغانستان کي د کرونا ویروس ۱۰ مثبتي پيښي ثبت سوې، چي په دې سره د مثبتو پيښو شمېر په افغانستان کي ۳۴ ته ورسېد. د فېروز په خبره ۱۰ تازه ثبت سوي پيښي ۲ په کابل، ۳ په هرات، ۲ په زابل، خو په غزني، کندهار او بلخ ولایتونو کي بیا یوه ـ یوه مثبته … نور ولولئ
فوټبال

د یوونټوس کلب نوموتی فوټبالر ډیبالا هم په کرونا اخته سوی!

د آرجنټاین هیواد د فوټبال ملي لوبډلي او د ایټالوي کلب یوونټوس تکړه بریدګر لوبغاړی ډیبالا او مېرمن یې هم په کرونا ویروس اخته سوي. څو ورځي مخکي داسي راپورونه خپاره سول، چي ډيبالا په کرونا ویروس اخته سوی، خو وروسته ئې ډاکټرانو تر سمي معایني وروسته اعلان وکړ، چي پایله ئې منفې ده او ډیبالا په کرونا ویروس ندی اخته. خو اوس دې لوبغاړي خپله تایید کړه، چي په کرونا ویروس اخته سوی او … نور ولولئ
افغانستان

مشهوره هندي سندرغاړي عدنان سمیع پښتو سندره وویله!

په هندوستان هیواد کي مشهوره سندرغاړي عدنان سمیع د نوي کال په لومړۍ ورځ یعني پرون جمعه خپلو پښتنو مینوالو ته د ډالۍ په توګه په پښتو ژبه د لومړي ځل لپاره سندره وویله. راپورنه وايي، چي د شا امان الله خان په وخت کښي د عدنان سمیع نیکه د هرات ولایت والي وو، چي له هغه وروسته ئې پاکستان ته کډه وکړه، خو وروسته له پاکستانه ـ انګلستان ته ولاړ او هلته عدنان سمیع … نور ولولئ
سپورټ

د ملي لوبډلي لوبغاړي: هیواد کي د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوی وکړئ!

د افغانستان د کرکیت ملي لوبډلي یو شمېر لوبغاړو په ویډيويي پيغامونو کي ویلي، چي له کرونا ویروس څخه خپل ځانونه وساتئ. افغان کرکیټ بورډ د لوبډلمشر اصغر افغان، محمدنبي عیسی خېل، مجیب الرحمن ځدران، هشمت الله شهیدي، قیس احمد او حضرت الله ځاځي لنډ ویډيويي پيغامونه پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه خپاره کړي، چي پر مهال ئې ټولو هیوادوالو ته سپارښتنه کړې، چي کرونا ویروس څخه ځان وساتي. اصغر افغان په یاد ویډيويي پيغام … نور ولولئ
سپورټ

اصغر افغان: درې واړه فارمټونو ته لوبډلمشري کول سخت کار دی!

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي لوبډلمشر اصغر افغان په خپلو تازه څرګندونو کي ویلي، چي د کرکیټ په درې واړه فارمټونو کي لوبډلمشري کول ډېر مشکل کار دئ. د اصغر افغان یادي تازه څرګندوني افغان کرکیټ بورډ په یوې ویډیو کي پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه خپري کړي. اصغر افغان وايي، په درې واړه فارمټونو کي لوبډلمشري ځکه مشکل کار دئ، چي یو لوبغاړی په شل آوریزه، یو لوبغاړی په یو ورځنیو او بل … نور ولولئ