افغانستان

هیواد کي په کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۴۵ ته ورسېد!

هرات، کابل او بدخشان ولایتونو کي تازه ۲۵ مثبتي پيښي ثبت سوې، چي په دې سره هیواد کي په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۴۵ ته ورسېد. د افغانستان د عامي روغتیا وزارت تائید کړه، چي په تیرو ۲۴ ساعتونو کي ۲۵ مثبتي پيښي په هرات، کابل او بدخشان ولایتونو کي ثبت سوې او په دې سره د کرونا ویروس مثبتي پيښي په افغانستان کي ۱۴۵ ته ورسېدې. د افغانستان د عامي روغتیا وزارت … نور ولولئ
افغانستان

عبدالسمیع فیضي د افغان دولت سره د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو مرسته وکړه!

د آزادي مبارزې تکړه افغان لوبغاړي عبدالسمیع فیضي د کرونا ویروس سره د مبارزې په پار افغان دولت سره د یو لک پنځوس زره امریکايي ډالرو مرسته وکړه. ښاغلي فیضي له یاران سره په خبرو کي وویل، چي د خپلو لوبو څخه ئې دوه لکه امریکايي ډالره سرمایه برابره کړې وه، چي له هغې سرمایې څخه ئې ۱۵۰ زره امریکايي ډالره د افغان دولت سره د کرونا ویروس سره مبارزې په موخه مرسته وکړه. هغه … نور ولولئ
افغانستان

عبدالسمیع فیضي: په دې سختو حالاتو کي د هیوادوالو سره د وس مطابق مرستي کوم!

د آزادي مبارزې تکړه افغان لوبغاړي عبدالسمیع فیضي ویلي، چي په دې سختو حالاتو کي د خپل وس مطابق له خپلو خلګو سره مرستي کوم او دا زما ایماني او وجداني مسئولیت دئ. عبدالسمعیع فیضي پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي، هغه بې وزله خلګ، چي د کرونا ویروس له کبله په خپلو کورنو کي قرنطین دي او اقتصادي ستونزي ولري، دوی به ورته د اړتیا وړ مواد برابر کړي. هغه ویلي(( په دی سختو … نور ولولئ
سپورټ

مجیب ځدران نن ۱۹ کلن شو!

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي تکړه توپ اچونکی مجیب الرحمن ځدران نن د مارچ میاشتي په ۲۸مه نېټه ۱۹کلن شو. مجیب ځدران د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي تکړه ښی لاستی سلو توپ اچونکی دئ، چي په ۲۰۰۱م کال کي د هیواد په خوست ولایت کي زېږېدلی. مجیب خپله لومړنۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه د ۲۰۱۷م کال د ډیسمبر میاشتي په ۵مه نېټه د ایرلینډ خلاف او لومړنۍ نړیواله شل آوریزه لوبه ئې بیا … نور ولولئ
سپورټ

میسي او رونالډو د خپلو هیوادونو سره یو ـ یو میلیون یورو مرسته وکړه!

د نړۍ دوو قوي فوټبالرانو لیونل میسي او رونالډو په جلا ـ جلا ډول د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د خپلو هیوادونو سره یو ـ یو میلیون یورو مرسته وکړه. د آرجنټاین د هیواد د فوټبال ملي لوبډلي او بارسلونا کلب تکړه بریدګر لوبغاړي لیونل میسي د کرونا ویروس څخه د ساتني په موخه د خپل هیواد آرجنټاین او د اسپانیا هیواد بارسلون ښار سره د یو میلیون یورو مرسته وکړه. په … نور ولولئ
سپورټ

کرکیټ بورډ ځاځي ته د کلیزي مبارکي ویلې، خو یو کس ورته جالیبه کمینټ کړی!

وړمه ورځ د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي تېز توپوهونکی حضرت الله ځاځی ۲۲ کلن سو او کرکیټ بورډ هغه ته پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه د کلیزي مبارکي وویله، خو یوه کس ورته جالیبه کمینټ کړی. د بصیر رحیمزي په نوم یوه هیوادوال دا ډول کمینټ ورکړی((پنځلس کلن وم فکر کوم نهم صنف کې وم له مکتب څخه کور ته راتللم تقريبا د ورځې لس نيمې بجې وې د کابل د اتمې امنيتي حوزې … نور ولولئ
افغانستان

ځوان لوبغاړی عضمت الله عمرزی ۲۰ کلن شو!

د افغانستان کرکیټ ملي لوبډلي ته ټاکل سوی تازه او ځوان لوبغاړی عظمت الله عمرزی تېره ورځ ۲۰ کلن سو. د افغانستان کرکیټ بورډ پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه هغه ته د ۲۰م کلیزي مبارکي ویلې او د هغه ترڅنګ ئې د ۱۹کلنو ترمنځ د کرکیټ نړیوال جام په یوې لوبه کي د هغه ځلېدلو ته اشاره کړې. کرکیټ بورډ لیکلي(( نوموړي په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې د نیوزیلنډ ۱۹ کلنې لوبډلې پر وړاندې په … نور ولولئ
افغانستان

وحید الله حمیدي کرونا ته څنګه ماته ورکړه؟

د افغانستان د عامي روغتیا وزرات له لوري وحیدالله حمیدي په افغانستان کي لومړنی شخص وو، چي په کرونا ویروس اخته وپېژندل سو، خو هغه اوس له کرونا څخه ژغورل سوی او په عادي ډول ټولنه کي ژوند تېروي. وحیدالله حمیدي د هرات ولایت دئ او په یاد ولایت کي شخصي کاروبار کوي. هغه په کرونا ویروس د اخته کېدو په اړه وویل((د ایران قُم ښار ته مي پنځه ورځنی سفر درلود، وروسته چي هرات … نور ولولئ
سپورټ

تېز توپوهونکی حضرت الله ځاځی ۲۲ کلن شو!

 د افغانستان کرکیټ ملې لوبډلي بی رحمه او تیز توپ وهونکی حضرت الله ځاځي پرون ۲۲ کلن سو.  ځاځی د افغانستان په پکتیا ولایت کی په کال ۱۹۹۸ د مارچ په ۲۱ نیټه زېږېدلی دئ. ځاځي خپله لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه د ایرلینډ په وړاندي په ۲۰۱۸م کال ترسره کړه او لومړۍ شل آوریزه لوبه ئې بیا په ۲۰۱۶م کال کي د متحده عربي آماراتو په وړاندي ترسره کړه. دې لوبغاړي د افغانستان لپاره … نور ولولئ
افغانستان

غني: د امریکا د مرستو بندیز به پر موږ هیڅ تاثیر ونلري!

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د واشنګټین لخوا د مرستو کملو په غبرګون کي ټولو هیوادوالو ته ډاډ ورکړ، چي د امریکا د مرستو بندیز به پر افغانستان هیڅ راز تاثیر ونلري. ولسمشر محمد اشرف غني نن ماپښين ملت ته په خپله وینا کي د دې ترڅنګ د داکټر عبدالله عبدالله سره د وروستیو ټاکنیزو جنجالونو په اړه وویل، چي عبدالله عبدالله ورڅخه په یوه شپه کي د اساسي قانون د تغیر غوښتنه کوله. هغه … نور ولولئ