کرونا

د برازیل ولسمشر خپلو خلګو ته د عبادت او روژې نیولو امر کړی!

د برازیل ولسمشر جاییر بولسونارو خپلو ټولو هیوادوالو ته امر کړی، چي راتلونکې یکشنبه د کرونا ویروس څخه د ساتني په موخه عبادت وکړي او روژه ونیسي. هغه خپلو خلګو ته سپارښتنه کړې، له خدایه وغواړئ، چي برازیل د دې شیطان څخه په امان کي اوسي. د برازېل هیواد دې ولسمشر تېره جمعې ورځ د برازیل هیواد د بیلابیلو اقشارو سره ولیدله او د دې طرحي په وړاندي کولو ئې د هغوی تائید لاسته راوړ. … نور ولولئ
فوټبال

د نړۍ نوموتی فوټبالر نیمار بیرته بارسلونا سره یوځای کیږي!

د اسپورټ ورزشي سایټ د راپور له مخي د برازیل هیواد او پاستژرمېن تکړه بریدګر لوبغاړی نیمار غواړي یو ځلي بیا د اسپانوۍ لوبډلي بارسلونا سره یو ځای سي. یاد راپور کي راځي، نیمار دې ته چمتوالی نیسي، چي د فوټبال د دې پړاو په پای ته رسېدو سره بیرته بارسلونا سره یو ځای سي. د هغه ترڅنګ بارسلونا کلب ته نژدې سرچینو هم تائيد کړې ده، چي نیمار به د کرونا ویروس او د … نور ولولئ
سپورټ

رونالډو به ډېر ژر د نړۍ تر ټولو شتمن فوټبالر شي!

که څخه هم د یوونټوس لوبډلي څخه رونالډو خپله تنخوا راکمه کړې، خو هغه به ډېر ژر د نړۍ تر ټولو شتمن فوټبالر سي. ایټالوی کلب یوونټوس اوس له سختو مالي ستونزو سره مخ دئ، چي په همدې موخه اوس د رونالډو ترڅنګ د دې لوبډلي نورو لوبغاړو پرېکړه کړې، چي د خپلي لوبډلي سره د تنخوا په کمولو کي مرسته وکړي. په دې سره به یونټوس کلب ته ۱۱۵ میلیونه یورو ګټه ورسیږي. د … نور ولولئ
افغانستان

د غوره کرکیټرانو ترمنځ سیالي؛ راشدخان د پاکستاني سید اجمل څخه وګټله!

په شل آوریزه سیالیو کي د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي تکړه او نوموتی لوبغاړی راشدخان ارمان د پاکستان د پخواني لوبغاړي سیداجمل څخه غوره لوبغاړی راغلی او بل پړاو ته ئې لاره پيداکړه. انفو کرکیټ(ESPN) چي د کرکیت مشهوره ویب سایټ دئ اوس ئې د شل آوریزه سیالیو د غوره لوبغاړو ترمنځ سیالۍ اچولي، چي د ټولنیزو رسنیو له لاري د رایو په ورکولو سره غوره لوبغاړي ټاکل کیږي. چي په لومړي سر کي … نور ولولئ
افغانستان

د افغان لوبغاړي ګلبدین نایب هم د وېښتانو کوچني کول زده دي!

پر ټولنیزو رسنیو د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي الراونډر لوبغاړي ګلبدین نایب داسي یو عکس خپور سوی، چي د یوه کوچني هلک د سر وېښتان کوچني کوي. ویل کیږي، چي یاد کوچنی خپله د ګلبدین نایب زوی دئ او د قرنطین په دې شپو او ورځو کي ئې وېښتان کوچني کوي. تر دې مخکي هم پر ټولنیزو رسنیو د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي د بل نوموتي توپ اچونکي مجیب الرحمن یو داسي عکس … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د نړۍ تر ټولو زوړ سړي سره آشنا سئ!

رابرت اویتون، چي د برتانیا هیواد دئ، د ۱۱۲ کلنو عمر په درلودلو سره د نړۍ تر ټولو زوړ سړی وپېژندل سو او  په په دې سره ئې نوم په ګینس کتاب کي ولیکل سو. ښاغلی رابرت اویتون د تیري مارچ میاشتي په ۲۹مه نېټه ۱۱۲ کلن سو او په هماغه ورځ ئې نوم د ریکاډونو په کتاب(ګینس) کي ئې نوم ثبت کړل سو. ګینس کتاب په همدې موخه یوه خبرپانه هم خپره کړې. په … نور ولولئ
فوټبال

لیونل میسي د اروپا تر ۸۶ نوموتو لوبډلو غوره دئ!

د آرجنټاین هیواد او بارسلونا کلب تکړه بریدګر لوبغاړی لیونل میسي د ګولوهني په یوې برخه کي د اروپا په پنځو بیلابیلو لیګونو کي تر ۸۶ تکړه او نوموتو لوبډلو غوره دئ. د آ اس ورځپاڼي د راپور له مخي لیونل میسي په ریکارډ جوړولو کي نه دریږي، بلکي هر پړاو د خپلو ښو کړنو او کارګردګیو له امله نړیوالو ته ورښيي، چي هغه اوس هم یو ښه لوبغاړی دئ. د کرونا ویروس له امله … نور ولولئ
کرونا

د فیلیپين ولسمشر خپلو ځواکونو ته امر کړی، چي د قرنطین سرغړونکي په ډزو وولي!

د فیلیپین ولسمشر رودریګو دوترته خپلو ځواکونو ته امر کړی، هغه کسان په ډزو وولي، چي د قرنطین په دې شپو او ورځو کي لاریونونه کوي او د قرنطین اُصولو ته پام نه کوي. د فیلیپين ولسمشر وروسته له هغه دا ګام اخلي، چي د دې هیواد لسګونه غریبو اوسېدونکو د فیلیپين په کیسون سیټي ښار کي لاریونونه وکړه او له حکومت څخه ئې د خوراکي توکو غوښتنه وکړه. رودریګو پرون چهارشنبه په یوه ویډيويي … نور ولولئ
رسنۍ

کرکیټ بورډ: افغان لوبډلي ته اصغر افغان تر ټولو لوبډلمشرانو ګټور ثابت شوی!

د افغانستان کرکیټ بورډ وايي، چي په یو ورځنیو لوبو کي اصغر افغان د ملي لوبډلي لپاره تر نورو لوبډلمشرانو ګټور تمام سوی او په ګڼو لوبو کي ئې د افغان کرکیټ ټيم لپاره بریاوي ورپه برخه کړي دي. افغان کرکیټ بورډ نن پنجشنبه پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي، اصغر افغان د کرکیټ ملي لوبډلي د شپږو لوبډلمشرانو له ډلي هغه لوبډلمشر دئ، چي په یو ورځنیو لوبو کي ئې ډيري لوبي افغانستان لپاره … نور ولولئ
افغانستان

ځوانان؛ له طالبانو سره په مذاکراتي ټيم کي تر ټولو ځوان خالد نور دئ!

څو ورځي وړاندي افغان حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره خپل ۲۱ کسیزه ټیم اعلان کړ، چي په یاد ټيم کي ۲۵ کلن خالد نور هم شامل دئ او ښاغلی نور په یاد مذاکراتي ټيم کي تر ټولو ځوان کس شمېرل کیږي. خالد نور د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور زوی دئ، چي د ۱۹۹۵م د مارچ په ۵مه نېټه په بلخ ولایت کي زېږېدلی او اوس د ۲۵ کلنو دئ. له طالبانو … نور ولولئ