سپورټ

د افغان کرېس ګېل پنځه څلوریزې؛ خلکو په شاهین افریدي پسې راخیستې

تاسې د می د ۲۴ مې نېټې د جمعې ورځې لوبه ننداره کړه او هم مو د یاران وېب پاڼې او فېسبوک پاڼې د هغې لوبې هر اړخیز معلومات او د ګټلو ارزښتونو باندې شاید لوستي/اوریدلي وي. تازه په ټولنیزو رسنیو کې د پاکستاني بالر پر وړاندې د حضرت الله ځاځي د پنځه څلوریزو او ۲۱ منډو اخېستلو په اړه افغان ننداره کوونکو داسې یوه ویډیو جوړه کړې، چې په پښتو ژبه د لاس په … نور ولولئ
سپورټ

د لسو لوبډلو، لوبډلمشرانو د نړیوال جام ګټونکي په نښه کړي

د ۲۰۱۹ م کال نړیوال پنځوس اوریزجام پېلېدو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، د دې جام له پیل وړاندې لوبغاړي، کرکټ شنونکي او د لوبډلو لوبډلمشران د لوبډلو او لوبغاړو په اړه نظریات ورکوي. دوی د لوبډلو په اړه وایي، چې پلانکۍ لوبډله به سږ کال نړیوال جام وړي او پلانکی لوبغاړی به ښه ځلېږي. اوس تازه د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د لس لوبډلو د لوبډلمشرانو هغه څرګندونې رااخېستي دي، چې دوی … نور ولولئ
سپورټ

له پاکستانه د لوبې د ګټلو ارزښت او مختلف اړخونه یې

پاکستان د ۲۰۱۹ کال پیل په ماتو کړی، یوه ماته یې له افریقا خوړلی، پنځه ماتې له اسټرالیا وخوړې، څلور ماتې یې تازه په می میاشت کې له انګلستان څخه ومنلې، له دې درې لوبډلو پاکستان ۱۰ ماتې خوړلې وې او افغانستان د سږ کال ۱۱ مه ماته پاکستان ته په خورا زبردست ډول ورکړه. د افغانستان لپاره له پاکستان څخه ګټل دومره ارزښت لري، لکه افغانستان چې عېنې نړیوال جام ګټلی وي، زه یقیني … نور ولولئ
سپورټ

کرېس ګېل خپلې هیرې کړي، د رسل د شپږیزو صفت یې شروع کړی

کرېس ګېل چې د کرکټ په نړۍ کې د هسکو شپږیزو له امله د شپږیزو په پاچا مشهور دی، خپلې شپږیزې یې هېرې دي او د رسل د شپږیزو توصیف یې کړی دی. په هر ډول لوبو کې پر ویسټ انډیزي توپ وهونکو باور نه وي پکار، هر ډول ویسټ انډیزی توپ وهونکی د شپږیزو هلو وړتیا لري، دوی چې شپږیزې ونه وهي زړونه یې خارښ کوي او د شپږیزو لپآره درانده بېټونه په منګولو … نور ولولئ
سپورټ

جلال اباد ښار یو ځل بیا د رمضان کپ سیالیو کوربه دی

د جلال اباد ښار زړه، پښتونسټان واټ ته څېرمه په سراج العمارت سمسور بڼ کې د تنکیو ځوانانوتر منځ د کرکټ ملي لوبډلو لوبغاړو د رمضان جام سیالۍ خوندورې کړي دي. دا جام چې د روژې له لومړیو ورځو پیل شوی د روژې مبارکې میاشتې تر پایه به دوام وکړي. په دې سیالیو کې ۱۲ لوبډلې د هارډ بال لوبه کوي او خورا ځواکمن ځوانان د ورزش او کرکټ د لا قوت لپاره بېټونه اوچتوي … نور ولولئ
سپورټ

د افغانستان او پاکستان د لوبډلو یوه پرتله – دواړه لوبډلې سبا سره مخ کیږي

دا چې افغان لوبډله له پاکستانۍ لوبډلې د عمر په لحاظ ډېره کشره ده؛ خو د افغان لوبډلې وروستیو پرمختګونو او د لوبغاړو ځلېدلو دا لوبډله د نړیوالو لوبډلو په قطار کې ودروله او اوس پرې د یوې ځواکمنې لوبډلې اطلاق کېږي. د سپورټس کيډا په نامه وېب پاڼې لیکلي، که څه هم پاکستانۍ لوبډله ځواکمنه ده؛ خو افغان لوبډله دې هم کمه نه ګڼي او وېره ترې پکار ده. دې وېب پاڼې لیکلي د … نور ولولئ
سپورټ

د اسټرالیا پخواني لوبډلمشر، انګلستان په دوه لوبډلو ننګولی

د نړیوال جام ګټونکو لوبډلو په اړه د کرکټ پخواني او اوسني لوبغاړي او د کرکټ مبصرین وخت ناوخت نظریات ورکوي. په تېر کې ایئن مورګن د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام لوبډلې په نښه کړې وې. ورپسې بیا مېچل کلارک هم د نړیوال جام په اړه څرګندونې درلودې او اوس د اسټرالیا بل لوبغاړي انګلستان ننګولی دی. د اسټرالیا پخوانی لوبډلمشر او رېټایر لوبغاړی ریکي پونټېنګ وایي، انګلستان به نړیوال جام کې د دوو لوبډلو … نور ولولئ
سپورټ

ځوان لوبډلمشر د وېکټو پنځوسیزه پوره کړه

ګلبدین نایب چې افغان لوبډلې ته په ۲۰۱۱ کال کې د یو الراونډر یا کرکټ ټولچاري په توګه راغلی، ۶۰ سلنه لوبو کې یې د افغانستان لپاره د ټولچاري رول لوبولی دی. په تېر کې چې لوبډلمشر نه و، په خپلو هسکو شپږیزو او وروستیو برخوکې په توپاني توپ وهنې سره یې د لوبډلې ټارګېټ لوړ کړی و، د زِمبابوې، اسټرالیا، ایرلېنډ او نورو لوبډلو خلاف یې وخت نا وخت زبردسته توپ وهنه کوله. خو … نور ولولئ
سپورټ

د افغانستان د بریا سببونه او د ایرلېنډ تېروتنه

تېره ورځ د می په ۲۱ مه نېټه ایرلېنډ یوه تېروتنه وکړه او ناکام شول. د ایرلېنډ لوبډلمشر ویلیم پورټرفیلډ د پچې په ګټلو سره توپ اچونه وکړه، دا د ایرلېنډ تېروتنه وه، چې توپ وهنه یې لومړی افغانستان ته ورکړه. د ایرلېنډ او افغانستان کې شا او خوا درې نیم ساعته توپیر دی، هلته لوبه غرمه مهال پېلېږي، کله چې ډی نایټ یا د ورځې او شپې لوبه شریکه وي، بیا نو د ورځې … نور ولولئ
سپورټ

جوفرا ارچر: نړیوال جام کې مې هدف ویرات کوهلي دی، سوځوم به یې

جوفرا ارچر چې انګلستاني الاصل ویسټ انډیزی دی اوس تازه د انګلستان په نوملړکې داخل شوی دی، هغه د روانې می میاشتې په ۵ مه نېټه د پاکستان خلاف په یواځېنۍ شل اوریزه لوبه کې د انګلستان لپاره پیل وکړ. ورپسې یې یو ورځنۍ لوبې تعقیب کړې. د ده ستر ارمان و، چې نړیوال جام کې د انګلستان په لوبډله کې شامل شي او د نهو نورو لوبډلو پر وړاندې راڅرګند شي. د ده دا … نور ولولئ