سپورټ

که هند، د نیوزیلېنډ ماتول غواړي، باید له دغو لوبغاړو سره ښه ولوبېږي

د کرېک انفو وېب پاڼې لیکلي که هندوستان نن له نیوزیلېنډ لوبه ګټل غواړي، باید له دغو نیوزیلېنډي لوبغاړو سره په احتیاط چلند وکړي: کېن ویلیمسن کېن ویلیمسن د نیوزیلېنډ یواځېنی زبردسته او پیاوړی توپ وهونکی دی، چې د سپېن بالرانو پر وړاندې هم خورا ښه لوبېږي. د نوموړي فوټ ورک یا د قدمونو استعمال، وړاندې او وروسته تلل او هرې خوا ته شاټ وهل هغه څه دي، چې د هغه توپ وهنې ته یې … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ ملي لوبډلې ۱۵ لوبغاړو ته د اپارتمانونو کيلیانې وسپارل شوې

 د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس عزيزالله فضلي او د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت د املاکو او اسکانو ريیس قیوم شمس لخوا د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو ته د کورونو کيلۍ ورکړل شوې. پرون افغان کرکټ بورډ په خپله رسمي وېب پاڼه کې لیکلي، چې د افغانستان کرکټ بورډ مرکزي دفتر کې د رسنیو په شتون کې هغو لوبغاړو ته د دوه کوټو لرونکو اپارتمانونو کيلۍ ورکړل شوې، چې په ۱۳۹۲ لمریز کال کې … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ نړیوالې شورا تدابیر باران ګواښلي

د کرکټ نړیوال شنونکي او مینوال وایي، د کرکټ نړیواله شورا د کرکټ د مهمو سیالیو په لړ کې له باران سره د ښو تدابیرو مقابله کې پاتې راغلې ده. دوی وایي د کرکټ نړیوالې شورا تر اوسه داسې وسایل نه دي موندلي، چې د باران پر وخت مهمې لوبې ممکنې کړي. دا شنونکي زیاتوي د کرکټ نړیواله شورا باید داسې وسایل پېدا کړي، چې په سختو بارانونو کې هم مهمې سیالۍ ترسره شي، ترڅو … نور ولولئ
سپورټ

د افغان کرکټ ملي لوبډلې غوراوي کمېټې مشر انډي مولز څوک او د کوم هیواد دی؟

 انډي مولز د سه شنبې په ورځ د جون په ۱۱ مه نېټه د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې د افغان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر په توګه وټاکل شو. د کرکټ بورډ ادارې د بورډ د پخوانيو غړو هر یوه حکمت خليل کرزي، اکليل حکيمي، سید سعادت منصور نادري او احمد شاه سنګدل پر ځای سناتوره ګلالۍ نور ساپۍ، د ښار جوړونې او اراضۍ سرپرست وزیر احمد جواد پیکار، د ولسمشر ستر … نور ولولئ
سپورټ

افغان کرکټ بورډ کې څه بدلونونه رامنځ ته شوې او ولې؟

افغان کرکټ بورډ کې د یادې ادارې د مشرتابه له لوري يو لړ بدلونونه رامنځته شول چې د دغې ادارې د بورډ غړو تر څنګ ځینو نورو برخو ته هم نوي کسان وروپېژندل شول. د افغان کرکټ بورډ رييس عزیزالله فضلي نن د دغو بدلونونو په اړه خبرې غونډې څرګنده کړه چې د کرکټ بورډ ادارې د بورډ د پخوانيو غړو هر یوه حکمت خليل کرزي، اکليل حکيمي، سید سعادت منصور نادري او احمد شاه … نور ولولئ
سپورټ

اسټرالیایي کرکټ شناند جېروډ کېمبر – د زړونو لوبډله د ګډوډۍ او زوال پر لور روانه ده

اسټرالیایي کرکټ شناند جېروډ کېمبر چې د افغانستان لوبې له نږدې څاري، وایي چې افغان لوبډلې د نړۍ په کچه د خلکو په زړونوکې ځای موندلی و؛ خو اوس د زړونو دغه لوبډله د ځوړ او ګډوډۍ ښکار ده. نوموړي په تېر کې هم د افغان لوبغاړو په توپ وهنه نیوکه کړې وه او د شارټ پیچ توپونو په لوبولو کې یې افغان لوبغاړي پاتې راغلي بللي وو. بیا یې ویلي وو چې افغان لوبډله … نور ولولئ
سپورټ

د شپږ شپږیزو وهونکي له کرکټ سره مخه ښه وکړه

 د هندوستانۍ لوبډلې کیڼ لاسی هیټر توپ وهونکی یوراج سېنګ چې د شپږ؛ شپږیزو ریکارډ هم لري، له هر ډول کرکټ لوبو سره مخه ښه وکړه. یوراج سېنګ له ګڼو ریکارډونوسره ، سره په ۲۰۱۱ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې د هندوستان لپاره د اتل یا هیرو رول ولوباوه. اسټرالیا یې په سیمي فاینل کې په خپلو بې سارو منډو ماته کړه او هند یې پایلوبې ته ورساوه. د هندوستان خطرناک او د … نور ولولئ
سپورټ

په نړیوالو جامونو کې مخکښ لوبغاړي

په دې لوبغاړو کې هغه څېرې درپېژنو چې نړیوالو جامونوکې ډېرې منډې، ډېرې وېکټې، لوړې منډې او نورې کارنامې کړي دي، په دې کې د لوبډلو کارنامې هم شته. تر دې دمه یو ورځنیو لوبو نړیوالو جامونوکې هندوستاني ټېنډولکر تر ټولو زیاتې منډې کړي دي، هغه تر ۲۰۱۱ م کال پورې په نړیوالو جامونو کې لوبېدلی دی، په دغو ټولو لوبوکې چې ټېنډولکر له ۱۹۹۲ م کال څخه تر ۲۰۱۱ م کال نړیوالو جامونوکې لوبېدلی … نور ولولئ
سپورټ

د افغان کرکټ مینوال وایي، لوبغاړي له زړه لوبه نه کوي

 افغان لوبډله په نړیوال جام کې د اټکلونو او توقعاتو خلاف په لویدلي حالت واوښته؛ له نړیوال جام وړاندې نوي لوبډلمشر ګلبدین نایب ویل، چې دوی کولای شي لومړي پړاو کې لوبډلې ماتې کړي او مُرال یې یې لوړ دی. ورپسې پخواني لوبډلمشر اصغر افغان وویل دوی به تر نیمه پایلوبې ځي او لومړي پړاو کې به لوبډلې ماتوي. کېن ویلیمسن د نیوزیلېنډ لوبډلمشر له افغان لوبډلې وېره ښودلې وه؛ خو د جون په ۸مه … نور ولولئ
سپورټ

انګلستان په پرلپسې ډول له «۳۰۰» د پورته منډو کولو ریکارډ جوړکړ

 انګلستان په ۲۰۱۹ م کال کې د اسټرالیا د شپږ ځلې ۳۰۰ جمع یا تري هنډرېډ پلس منډو ریکارډ مات کړ. اسټرالیا د ۲۰۰۷ کال په نړیوال جام او نورو لوبو کې ۶ ځلې؛ درې سوه جمع منډې هدفونه د مقابلو لوبډلو پر وړاندې اېښي وو؛ خو پرون د بنګله دېش خلاف دا ریکارډ انګلستان مات کړ او ۲۰۱۹ م کال کې یې په پرله پسې ډول د لوړو هدفونو اېښودلو ریکارډ خپل کړ. انګلستان … نور ولولئ