سپورټ

د افغانستان او بنګله دېش الف لوبډلې ۷ لوبې لري

د کرکټ مانتلي مجلې لیکلي، چې افغان الف یا ای لوبډله بنګله دېش ته د اووه لوبو لپاره سفر کوي. دې مجلې لیکلي چې افغان الف لوبډله به د جولای په ۵ مه نېټه خپله لومړۍ ۴ ورځنۍ لوبه په کولنا ښارکې ترسره کړي. دې لوبلړۍ کې دوه څلور ورځنۍ ټېسټ او پنځه یو ورځنۍ لوبې شاملې دي. دوهمه څلور ورځنۍ لوبه به د جولای په ۱۲ مه نېټه چوټوګرام سیمه کې پیل شي. له … نور ولولئ
سپورټ

په نړیوال جام کې د کېچونو غورځولو سلنه

تر دې دمه د نړیوال جام ۳۳ لوبې شوي او پنځلس لوبې یې پاتې دي، په دغو لوبوکې د افغانستان په ګډون ټولو لوبډلو کېچونه غورځولي یا ډراپ کړي دي، دا چې افغانستان څو سلنه کېچونه غورځولي او څو یم مقام کې دی دلته یې په اړه ولولئ. هندوستان په نړیوال جام کې لومړۍ لوبډله ده، چې ښه کېچونه یې نیولي دي، دې لوبډله کې جدیجا د ګلېن مکسویل تر ټولو خطرناک کېچ نیولی دی. … نور ولولئ
سپورټ

افغانستان، کرکټ لوبغالي او اکاډومۍ

د کرکټ د پرمختګ او ځوانانو ته د ښې زمینې رامنځته کېدو په موخه د افغانستان کرکټ بورډ په هڅه کې دی، چې د هېواد د مرکز ترڅنګ په بېلابېلو ولایتونو کې د کرکټ معیاري اکاډمۍ او لوبغالي جوړ کړي. د کرکټ بورډ په وېنا اوسمهال په ننګرهار، کونړ، کندوز، کندهار، پکتیا، کابل او خوست ولایتونو کې د کرکټ معیاري لوبغالي موجود دي، چې ترې ګټه اخیستل کیږي او په بلخ، لغمان، زابل، هلمند، پکتیکا، … نور ولولئ
سپورټ

کرېس ګېل له استعفا وروسته بیا هم د هند پر وړاندې لوبېږي

کرېس ګېل چې سږ کال یې ویلي وو، هغه به له نړیوال جام وروسته استعفا کوي، خو تازه خبر دا دی چې بېرته له نړیوال جام وروسته هم لوبو ته دوام ورکوي. نوموړی به په دوه اړخیزه لوبلړۍ کې د هند خلاف ولوبېږي. له هغه څخه په مانچېسټر ښار کې پوښتنه وشوه، چې راتلونکی پلان یې څه دی؟ کرېس ګېل وویل له نړیوال جام وروسته به د هند خلاف یوه ټېسټ او یو ورځنیو لوبو … نور ولولئ
سپورټ

ویرات کولي د ټنډولکر او برین لارا ریکارډ ماتوي !

 ویرات کولي چې د نړۍ په کچه یو پېژندل شوی توپ وهونکی دی، اوس د سچېن ټېنډولکر او ویسټ انډیزي توپ وهونکي برین لارا د ریکارډ ماتولو تږی دی. ویرات کولي اوس نږې شوی چې د دواړو پخوانیو هندي او ویسټ انډیزي لوبغاړو ریکارډ په راتلونکو څو لوبو کې مات کړي. د سپورټس کیډا په نوم وېب پاڼه لیکي، د هندوستان اوسنی ځوان لوبډلمشر ویرات کولي د ریکارډ ماتولو په درشل کې دی او غواړي … نور ولولئ
سپورټ

د بدخشان غرونه او کرکټ

د افغان کرکټ بورډ د رسنیو څانګې استازي د (کرکټ د ټولو لپاره) پروګرام ترسره کولو په پار دا ځل د بدخشان ښکلي او غرني ولايت ته تللي وو. دغه سفر چې نږدې یوه اوونۍ وخت یې ونیوه، په ترڅ کې یې د یاد ولایت د کرکټ مینه والو، ځوان لوبغاړو، د ښوونځیو زده کوونکو، ښوونکو او قومي مخورو ته د افغانستان کرکټ ادارې، لوبغاړو، نړيوال کرکټ، د ملي لوبډلې لوبغاړو، د ملي لوبډلې د … نور ولولئ
سپورټ

پاکستان د هند خلاف بایللې لوبه له ځانمرګي برید سره تشبه کړه

د پاکستانۍ لوبډلې مشر روزونکي مایکي ارتر ویلي، چې د هندوستان خلاف بایللې لوبه زمونږ لپاره له ځانمرګي برید کمه نه وه. ده یادونه کړې چې د هندۍ لوبډلې په وسیله ټپي شوې پاکستانۍ لوبډله راپاڅېده او د سهیلي پر وړاندې یې د ۴۹ منډو بریا هغې ته یو ځل بیا د ژوندي کېدو او ساه اخېستو چانس ورکړ. مایکي ارتر ویلي د هند خلاف ماته د پاکستان لپاره له بشپړ درد څخه ډکه وه. … نور ولولئ
سپورټ

رسل به د افغانستان خلاف لوبه کې نه وي

د ویسټ انډیز تکړه الراونډر انډري رسل چې په اوږدو شپږیزو کې مشهور دی او نړیوال جام کې یې هم اوږدې شپږیزې وهلي، اوس د نړیوال جام څخه لرې کړل شو. د کرېک بز وېب پاڼې ویلي چې رسل د ټپ له امله نه شي کولای، چې په نړیوال جام کې لوبو ته دوام ورکړي. د رسل پرځای سونېل امبرېس نوملړ کې شامل کړل شوی دی. سونېل امبرېس د ایرلېنډ خلاف د درې اړخیز سیریز … نور ولولئ
سپورټ

افغان لوبډلمشر وايي، بنګله دېش دوهم پړاو څخه پاتې کوو

ګلبدین نایب تازه په یوه مرکه کې ویلي، چې بنګله دېش به د نننۍ لوبې له امله دوهم پړاو ته پرېنږدي، ګلبدین نایب مطلب به نننۍ لوبه کې د بنګله دېش ماتېدل دي. هغه بنګله دېش ته په کېنایي ډول ویلي دي، چې مونږ خو هسې هم د نړیوال جام دوهم پړاو څخه پاتې شوي یو، خو له تاسو به هم د دوهم پړاو څخه پاتې کړو. نایب ویلي، چې مونږ لویدلي حالت کې یو؛ … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ عجیبه او سخته پوښتنه؛ یاران کې یې ځواب ولولئ

 یو بال پاتې، یو رنز ګټې ته پاتې، اخري ویکټ ده، بال وشو وایډ شو او توپ وهونکی سټمپ شو لوبه څنګه شوه؟ د دې پوښتنې ځواب د نړۍ کرکټ پوهانو داسې ورکړی: د سپورټس بېټا په نامه وېب پاڼه وایي که وروستی توپ وي، وروستۍ وېکټ وي او یوه منډه پاتې وي او بال وایډ ترسره شي؛ خو توپ وهونکي د قدمونو استعمال کړی وي او توپ وهونکی سټمپ شي؛ نو نتیجه دا ده، … نور ولولئ