سپورټ

په میدان کې له پاکستاني مینوالو سره د راشدخان مخ کیدل؛ یوه پوښتنه یې هم ورځواب کړه

د شنبې په ورځ کله چې پاکستان له افغان لوبډلې لوبه وګټله، نو راشدخان د لارې په اوږدو کې د پاکستاني مینوالو له جوپې سره مخ شو، هغوی له راشدخان سره له ډېرې مینې انځورونه وویستل او سیلفي تصویرونه یې ورسره واخېستل. پاکستاني مینوالو له راشدخان څخه پوښتنه وکړه، چې ایا ته په د پاکستان په سوداګریزو کرکټ سیالیو یا پي ایس ایل کې لوبېږې؟ راشدخان ځواب ورکړ؛ هو زه غواړم چې د پي ایس … نور ولولئ
سپورټ

هندي لوبغاړو ولې ژیړ او شین لباس اغوستی؟

ښایي تاسې د کرکت مینوالو ته یوه پوښتنه پېدا شوې وي، چې هندوستان ولې د انګلستان خلاف د خپل پخواني لباس اپوټه ژيړ او شین لباس پر تن کړی؟ د هندوستان ټایمز ورځپاڼه لیکي، د کرکټ نړیوالې شورا نوي اصول وایي، هغه لوبډلې چې په نړیوال جام کې لوبېږي سره ورته او نږدې لباس ولري، باید یوه لوبډله یې لباس بدل کړي. د افغانستان او هندوستان لباس یو ډول و، افغانستان د هندوستان پر وړاندې … نور ولولئ
سپورټ

په پرونۍ لوبه کې د ننداره کوونکو ترمنځ شخړې

د شنبې ورځ د جون ۲۹ مه نېټه په هیډینګلي کې د چکچکو، خنداوو او ان د ژړاګانو ورځ وه. لوبه به کله د افغانستان خواته شوه او کله هم د پاکستان، د لوبې اوښتو را اوښتو سره به د ننداره کوونکو حالت هم بدلېده، خو لوبه تر ۴۵ م اوور پورې ۷۲ سلنه د افغانستان په لاس کې وه؛ خو ۴۶ م اوور لوبه بدله کړه. د لوبې په جریان کې د پاکستانۍ لوبډلې … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان پخواني کپټان مصباح الحق له ګلبدین نایب مننه کړې

د پاکستانۍ لوبډلې پخواني لوبډلمشر مصباح الحق له افغاني اوسني لوبډلمشر ګلبدین نایب څخه مننه کړې، چې شپږ څلوېښتم اوور ته راغی، د څلورو څلوریزو په ملتیا یې ۱۸ منډې عماد وسیم ته ورکړې. نوموړي ویلي په ۴۵ اورونو کې لوبه یو خواته کړه او وروستیو پنځه اورونو لوبه بل خواته کړه، په وروستیو پنځه اورونو کې د ګلبدین ناکامې توپ اچونې لوبه پاکستان ته ورکړه. هغه ویلي زه له ګلبدین نایب او وهاب ریاض … نور ولولئ
سپورټ

مېکل هسي: که افغانستان ۲۸۰ منډې وکړي، پاکستان به مات کړي

د اسټرالیا پخواني کيڼ لاسي توپ وهونکي او اوسني کرکټ شنونکي مېکل هسي له کرېک انفو وېب پاڼې سره په مرکه کې ویلي، د افغانستان لپاره په کار دي چې لوبه له پاکستان وګټي او خپل خفه مینوال خوشحاله کړي. مېکل وایي افغانستان د انګلستان او هند خلاف خورا اغېزناکې لوبې وکړې، افغانستان ډېر ښه سپېن بالېنګ لري، د بنګله دېش خلاف دولت ځدران موجود و؛ نو ټول بالېنګ سپېنرانو وکړ او ښه توپ اچونه … نور ولولئ
سپورټ

نړیوال جام کې چټک سپیډ د توپ اچوونې د ملا تېر دی

 ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې تر دې دمه ځېنو توپ اچوونکو په زړه پورې توپ اچونه کړې. جوفرا ارچر چې انګلستانی توپ اچوونکی دی، تر اوسه یې په نړیوال جام کې زیات سپيډ ویشتی دی. نوموړي یو توپ ۱۵۳ سپيډ یا سرعت سره ترسره کړی دی. هغه دغه سپيډ د بنګله دېش خلاف لوبه کې په کارډېف سیمه کې ویشتی و. د جوفرا ارچر اوسط سرعت بیا ۱۴۶ دی او په نړیوال جام کې په … نور ولولئ
سپورټ

مشرفي مرتضی وایي له لوبو د استعفا بېړه نه لرم

د بنګله دېشۍ لوبډلې لوبډلمشر مشرفي مرتضی مخکې ویلي وو، چې له نړیوال جام وروسته به استعفا کوي؛ خو د جون په ۲۸ مه نېټه په تازه مرکه کې یې ویلي، چې له نړیوال جام وروسته په بېړه او سملاسي استعفا نه ورکوي. د نړیوال جام څخه وروسته ډېر کرکټ لوبغاړي له ټولو یا ځینو لوبو د استعفا په کرښه ولاړ دي، دې کې داسې لوبغاړي هم شته، چې د کرکټ په پرېښودو سره به … نور ولولئ
سپورټ

پاکستانۍ لوبډله د افغان ټيم خلاف ټول قوت کاروي

پاکستانۍ لوبډلې له نړیوال جام وړاندې د می په ۲۴ مه نېټه له افغانستان څخه ماته وخوړه، هغه مهال پاکستانۍ لوبډله او لوبډلمشر د خلکو او پاکستانیانو توندو غبرګونونو سره مخ شول. د کرېک بز وېب پاڼه لیکي، له هغې وروسته یې د ویسټ انډيز خلاف لوبه وبایلله، په نړیوال جام کې له ماتو سره پاکستاني لوبغاړي په انګلستان کې له هوټلونو ډېر په سختۍ بهر راوتل، ځکه د پاکستاني مینوالو له غبرګون سره مخ … نور ولولئ
سپورټ

په نړیوال جام کې د هندوستان د بریاوو راز

هندوستان یوازینۍ لوبډله ده چې تر دې دمه په روان ۲۰۱۹ نړیوال کرکټ جام کې ۶ لوبې کړي او هیڅ ماته یې پکې نه ده خوړلې. دې لوبډلې ۵ لوبې ګټلي او یوه لوبه یې د اورښت له کبله نیوزیلېنډ سره مساوي شوې. د دې لوبډلې نومرې په جدول کې ۱۱ شوې او اسټرالیا پسې یې دوهم ځای ونیو. د پنجشنبې په ورځ د جون په ۲۷ مه نېټه یې د نړیوال جام په ۳۳ … نور ولولئ
سپورټ

بنګله دېش درې اړخیزه لوبلړۍ کې د افغانستان او زِمبابوې کوربتوب کوي

کرېک بز وېب پاڼه لیکي، چې د بنګله دېش کرکټ بورډ به د سپټمبر په میاشت کې د افغانستان او زِمبابوې کوربتوب وکړي. د روان عیسوي کال نهمه میاشت کې به یعنې درې میاشتې وروسته به افغانستان په بنګله دېش کې د بنګله دېش په کوربتوب له بنګله دېش او زِمبابوې سره مخ شي. د بنګله دېش کرکټ بورډ د جون په ۲۷ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، دوی په سپټمبر میاشت … نور ولولئ