سپورټ

مجیب الرحمن په بلاسټ سیالیوکې د لوبېدو لپاره انګلستان ته ولاړ

افغان ۱۸ کلن ځوان او اف برېک ځیرک بالر د انګلستان په بلاسټ سیالیو کې د لوبېدو لپاره انګلستان ته ولاړ او له خپلې لوبډلې مېډل سېکس سره یو ځای شوی. دا د ویټلېټي بلاسټ سیالیو دوهم شل اوریز پړاو دی، په تېر پړاو کې محمدنبي عیسی خېل، راشدخان، ظاهرخان او مجیب الرحمن لوبېدلي وو. د مېډل سېکس نوي روزونکي سټورټ لا ویلي، چې ۱۷ کلن افغان سپېن بالر له مېډل سېکس لوبډلې سره لوبېږي، … نور ولولئ
سپورټ

افغان کرکټ بورډ د پریکړو او کلنۍ ناستې په اړه له خلکو سره معلومات شریک کړل

د کرکټ بورډ د بورډ غړو وړمه ورځ په دغې اداره کې د یوې خبري ناستې پر مهال له رسنیو سره د کلنۍ عمومي ناستې او وروستیو جریانونو ټولې پرېکړې شریکې کړې، چې په وینا یې دغه ټولې پرېکړې یې د کرکټ د پیاوړتیا او په دغه اداره کې د غوره اصلاحاتو رامنځته کولو په موخه کړې دي. د کرکټ بورډ د کلنۍ عمومي ناستې پر مهال یوې درې کسیزې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، … نور ولولئ
سپورټ

انګلستانۍ لوبډله کې له نیمايي زیات بهرني لوبغاړي دي

د انګلستان لوبډله چې له ۲۰۱۷ م کال راهیسې یوه غوره او بې جوړې لوبډله ده، په یو ورځنیو لوبو کې لومړی مقام لري او اوس د نړیوال جام پایلوبې ته هم رسېدلې ده. د انګلستان کرکټ بورډ چې ښه لوبغاړی وګوري که د بل هېواد هم وي؛ خو د اصولو او شرایطو له مخې ورته په خپله لوبډله کې ځای ورکوي او همدا وجه ده، چې لوبډلې یې د اوج پر لور مثبته روانه … نور ولولئ
سپورټ

کورنیو ستونزو سره مبارزې جاني بېرسټو خورا زړور لوبغاړی کړ

د انګلستان خطرناک پیلوونکی وېکټ ساتونکی توپ وهونکی جاني بېرسټو د کرکټ په تاریخ کې یوه ځلېدونکې څېره ده. ده سره اوس وخت کې آې پي ایل سیالیو ډېره مرسته وکړه؛ هغه دا چې د حېدراباد لپاره یې اوپننګ وکړ، کله چې اوپننګ کې خورا ښه وځلېد؛ نو د انګلستان کرکټ بورډ رهبریت ورته پام شو او دی یې د انګلستان لوبډلې لپاره د اوپننګ ځای ته وټاکه. هماغه و چې په نړیوال جام کې … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان د ملي ټیم د ټولو فارمټونو د کیپتان په توګه

د افغان کرکټ بورډ د  غوراوي کمېټې نن په یوه بې سارې پریکړه کې ۲۰ کلن راشدخان ارمان د افغان لوبډلمشر وټاکه. راشدخان به له دې وروسته د شل اوریزو، یو ورځنیو  او ټېسټ لوبو لوبډلمشر وي او اصغر افغان به ورسره مرستیال لوبډلمشر وي. دا پرېکړه په داسې حال کې وشوه، چې افغان لوبډله تېره اونۍ له نړیوال جام څخه ناکامه راستانه شوه او د ګلبدین نایب په لوبډلمشرۍ کې ټولې نهه لوبې وبایللې. … نور ولولئ
سپورټ

بلاخره اسټرالیا په اته نیمه پایلوبه کې ماته شوه

اسټرالیا په دولس پړاوونو نړیوالو پنځوس اوریزو جامونو کې اته ځلې تر نیمه پایلوبو رسېدلې وه، چې تر دې دمه یې په ۷ نیمه پایلوبو کې هیڅ ماته نه وه خوړلې، اووه ځلې له نیمه پایلوبو، بریالۍ پایلوبو ته وتلې وه. خو د جولای په ۱۱ مه نېټه پرون د پنجشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره په دوهمه نیمه پایلوبه کې ناکامه شوه او پایلوبې ته د تګ ارمان یې ځان سره اسټرالیا ته … نور ولولئ
سپورټ

د نړیوالو پنځوس اوریزو جامونو په تاریخ کې انګلستان د څلورم ځل لپاره پایلوبې ته ورسېد

انګلستان چې د کرکټ زیږونکی هیواد دی او کرکټ یې ملي لوبه ده، د ۱۹۷۵ م کال راهیسې یې څلور ځلې د نړیوالو پنځوس اوریزو جامونو پایلوبو ته لار موندلې ده، دې لوبډلې درې ځلې مخکې په پایلوبه کې بختونه ازمایلي وو؛ خو ناکام شوي وو. اوس د څلورم ځل لپاره انګلستان نیمه پایلوبه وګټله او پایلوبې ته یې لوړاوی وکړ. انګلستانۍ لوبډله له ۱۹۷۵ م کال راهیسې، چې همدغه کال کې پنځوس اوریز نړیوال … نور ولولئ
سپورټ

د لوبڅار یوې تېروتنې هند په نیمه پایلوبه کې مات کړ

د جولای په ۱۰ مه نېټه هندوستان او نیوزیلېنډ د نړیوال جام لومړۍ نیمه پایلوبه وکړه. نیوزیلېنډ ۲۴۰ منډې هدف وړاندې کړ. هندوستان خپل درې ټاپ ارډر توپ وهونکي هر یو روهېټ شرما، لوکېش راهول او ویرات کولي په یوه، یوه منډه له لاسه ورکړل. لوبه له همدغه ځایه کاواکه شوه، خو وروسته هارډېک پانډیا، رېشاب پنټ او ډوني ته هیلې وې، چې لوبه به وګټي. رېشاب پنټ او هارډېک پانډيا کابو ۴۷ منډې ملګرتیا … نور ولولئ
سپورټ

ویرات کولي وايي، د ډوني استعفا ته منتظر دی

ویرات کولي چې له ۲۰۱۷  م کال راهیسې د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوی، وخت نا وخت د پخواني بریالي لوبډلمشر ایم ایس ډوني په اړه خبرې کوي. هغه یو ځل د ۲۰۱۹ م کال په سرکې د ډوني د تقاعد په اړه څرګندونې کړې وې، اوس یې یو ځل بیا د ډوني د استعفا په اړه خبرې کړي دي. د ټایمز ناو په نامه هندۍ پر لیکه یا انلاین وېب پاڼه د ویرات کولي … نور ولولئ
سپورټ

د کولي وروستۍ خبرې چې نړیوالې شورا په پښتو ورسره ژباړه لیکلې

د کرکټ نړیوالې شورا د هندۍ لوبډلې له لوبډلمشر ویرات کولي سره تازه مرکه کړې، په دې مرکه کې ویرات کولي وایي، هرې لوبډلې لپاره لوبه له فشاره ډکه وي، مونږ هیڅکله لوبې له فشاره تشې نه دي ګڼلي. کولي وایي زه په لوبغالي کې هیڅ فکر نه کوم او مهمه ګڼم چې لوبه کې څه پېښېږي. کولي زیاتوي د هندۍ لوبډلې مینوال زیات دي او له مونږ څخه خلک هیله کوي، چې لوبې وګټو … نور ولولئ