سپورټ

د انګلستان بلاسټ سیالۍ د مجیب الرحمن دې په لوبه پېلېږي

بلاسټ سیالۍ چې نن د جولای په ۱۸ مه نېټه پېلېدونکي دي، لومړۍ لوبه د مېډل سېکس او اې سېکس لوبډلو ترمنځ پېلېږي. دواړه لوبډلې په جنوبي ګروپ کې لوبېږي. دا لوبه د افغانستان پر وخت مازیګر ۶ نیمې بجې پېلېږي او لوبه هم په لارډز لوبغالي کې کېږي. دا د دې سیالیو دریم پړاو دی، چې په شل اوریز ډول ترسره کېږي. ۲۰۱۷ کال کې د دې سیالیو اتلولي نټېنګ همشایر لوبډلې ګټلې وه … نور ولولئ
سپورټ

نړیوال جام کې په جسپرېت بومرا یوه شپږیزه لګېدلې او هغه هم افغان وهلې

نړیوال جام چې د افغانستان په ۹ ماتو او د هندوستان د نیمه پایلوبې په ماته مخته ولاړ؛ د هندوستان چټک بالر او د نړۍ د یو ورځنیو لوبو لومړي نمبر توپ اچوونکي پکې ۶ سوه توپونه ترسره کړي او په دې توپونو کې په ده یواځې یوه شپږیزه لګېدلې؛ چې دا شپږیزه هم افغان الراونډر محمدنبي عیسی خېل پرې وهلې ده. د جون په ۲۲ مه نېټه افغانستان او هندوستان د نړیوال جام ۲۸ … نور ولولئ
سپورټ

انضمام الحق د پاکستان کرکټ بورډ له غوراوي کمېټې استعفا وکړه

د پاکستان پخواني لوبغاړي او لوبډلمشر انضمام الحق چې د افغان لوبډلې له روزنې وروسته د پاکستانۍ لوبډلې د غوراوي کمېټې مشر ټاکل شوی و، پرون د چهارشنبې په ورځ د جولای په ۱۷ مه نېټه له خپلې دندې استعفا وکړه. انضمام الحق په پاکستاني کرکټ بورډ کې په خپلوۍ پاللو هم تورن و، په هغه تور و چې خپل وراره امام الحق ته یې په لوبډله کې ډېر وخت ورکړی و. ۴۹ کلن انضمام … نور ولولئ
سپورټ

ایم ایس ډوني د ویسټ انډيز سفر ته نه ځي

د هندوستان ویکټ ساتونکی هېټر توپ وهونکی ایم ایس ډوني چې به نړیوال جام کې ولوبېد او ډېره پورې اوازې وې، چې هغه به استعفا وکړي؛ خو لا یې هم استعفا نه ده کړې. د هندي رسنیو راپورونه وایي د ډوني پرځای لومړنی انتخاب رېشاب پنټ دی. د هندوستان کرکټ بورډ ویلي د ۳۸ کلن ایم ایس ډوني کارکرده ګي د نړیوال جام پر مهال مثبته نه وه او وخت دی، چې هغه نور له … نور ولولئ
سپورټ

انډري سټراس وایي، مورګن اوس د لوبډلمشرۍ لایق شو

د انګلستان پخواني لوبډلمشر او کیڼ لاسي توپ وهونکي انډري سټراس ویلي، چې د ایرلېنډی پخوانی لوبغاړی او د انګلستان اوسنی لوبډلمشر ایئن مورګن ایله اوس د لوبډلمشرۍ حقوق پر ځای کړل. انډري سټراس چې اوس د انګلستان کرکټ لوبډلې مدیر دی، وایي د ۲۰۱۵ م کال نړیوال جام کې د انګلستان ماتو د مورګن لوبډلمشري ګواښلې وه؛ خو سټراس بیا هم مورګن په حال پرېښود او له لوبډلمشرۍ یې هغه لرې نه کړ. نوموړي … نور ولولئ
سپورټ

د لوبڅار تېروتنې له نیوزیلېنډ نړیوال جام واخېست

د نړیوال جام پایلوبه د جولای په ۱۴ مه نېټه د یکشنبې په ورځ لارډز لوبغالي کې وشوه؛ نیوزیلېنډ ۲۴۲ منډې هدف وړاندې کړ. انګلستان هم د نهه لوبغاړو په سوځېدو سره منډې ایله مساوي کړې، په دې منډو کې بېن سټوکس ۸۴ منډې وکړې. هسې خو هم په نړیوال جام کې لوبڅارانو سترې تېروتنې وکړې، د ځېنو اوټ لوبغاړو اوټ نه ورکول او د ځېنو هغو لوبغاړو د اوټ پرېکړه کول، چې اوټ نه … نور ولولئ
سپورټ

د افغانستان الف لوبډلې بریا؛ د فرسټ کلاس سیالیو اهمیت

لومړی د بنګله دېش او افغانستان الف لوبډلو سیریز او د افغانستان بریا د افغانستان او بنګله دېش الف لوبډلو ترمنځ دويمه څلور ورځنۍ فرسټ کلاس لوبه په مساوي ډول پای ته ورسېده چې له دې سره د دوه لوبو په لوبلړۍ کې افغانستان الف لوبډلې بريا خپله کړه. دویمه څلور ورځنۍ فرسټ کلاس لوبه چې د بنګله دېش په ظهور احمد چودري لوبغالي کې ترسره شوه، د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې … نور ولولئ
سپورټ

نړیوال جام کې دغو لوبغاړو دغه لاسته راوړنې لرلې

په ۲۰۱۹ م کال نړیوال پنځوس اوریزجام کې ټولې ۴۸ لوبې شوې، چې دوه یې نیمه پایلوبې او یوه یې پایلوبه وه. په دې جام کې یوه لوبه کې ډېرې منډې اسټرالیایي کيڼ لاسي توپ وهونکي ډېوېډ وارنر کړي دي، ده په یوه پاڼۍ کې په یواځې ځان ۱۶۶ منډې وکړې او دا په یواځې ځان په سږ کال جام کې زیاتې منډې وې. په نړیوال جام کې تر ټولو زیاتې منډې بیا روهېټ شرما … نور ولولئ
سپورټ

جېکس کېلېس له کلکتې لوبډلې سره خپل ۹ کلن سفر پای ته ورساوه

جېکس کېلېس چې د سویلي افریقا پخوانی الراونډر کرکټ لوبغاړی و او د ۲۰۱۵ م کال راهیسې د کلکتې لوبډلې مشر روزونکی و له خپلې دغې دندې لرل کړل شوی دی. کېلېس په ۲۰۱۵ م کال کې له کلکتې لوبډلې سره د مشر روزونکي په توګه تړون لاسلیک کړ او پرون د یکشنبې په ورځ د جولای په ۱۴ مه نېټه یې دا تړون پای ته ورسېد. کالېس سره د هغه ملګری روزونکی سېمون کاټېچ … نور ولولئ
سپورټ

کین ویلیمسن د لوبډلمشرانو د زیاتو منډو ریکارډ مات کړ

کین ویلیمسن چې په ۲۰۱۹ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې یې ټولو نړیوالو لوبډلمشري وستایله؛ نو دې سره یې د ټولو لوبډلمشران ریکارډ هم مات کړ. د کین ویلیمسن په خفګان به د نړیوال جام په پایلوبه کې ډېری کرکټ مینوال خفه وي؛ ځکه نوموړی خورا با حوصله، د ښو اخلاقو څښتن لوبغاړی او لوبډلمشر دی. د هغه تجربې ته د هندوستان او انګلستان لوبډلمشران ګوته په غاښ شول او ۲۴۲ منډو کې … نور ولولئ