سپورټ

محمدنبي عیسی خېل د نړیوالو رسنیو د سرټکی شو

محمدنبي عیسی خېل چې افغان غوره الراونډر دی د نړیوالو لپاره له ارزښت ډک لوبغاړی بلل کېږي، د انګلستان په بلاسټ سوداګریزو سیالیو کې د کېنټ لوبډلې په ګټه لوبېږي، هغه د جنوبي ګروپ په لوبډلو کې خورا خطرناک لوبغاړی ثابت شوی دی. د سه شنبې په ورځ د جولای په ۳۰ مه نېټه محمدنبي د سُري لوبډلې پر وړاندې خپله بهترینه الرونډري ښکاره کړ. لوبه د باران له امله ۷ اورونوته راښکته شوه، سُري … نور ولولئ
سپورټ

د زِمبابوې لوبغاړي له معاش پرته د هېواد لپاره کرکټ کوي

د زِمبابوې کرکټ لوبغاړو د سه شنبې په ورځ د جولای په ۳۰ مه نېټه پرېکړه کړې اړتیا ده، چې د خپل هېواد کرکټ ژوندی وساتي او د هېواد لپاره له معاش پرته ولوبېږي. د زِمبابوې د کرکټ بورډ یوه لوړپوړي غړي ویلي: «دوی غواړي د ۲۰۲۰ م کال شل اوریز جام غوراوي سیالیوکې په وړیا ډول د خپل هېواد لپاره لوبې وکړي، ده ویلي که اړتیا شوه له جیبه به پېسې ورکړي.» نوموړي ویلي … نور ولولئ
سپورټ

د کاناډا په ګلوبل لیګ کې د کرېس چټکه سلیزه باران لاهو کړه

کرېس ګېل چې په سوداګریزو لوبوکې پرې د لوبډلو له خوا بالران ډارول کېږي، وخت ناوخت یې اسمان څکې شپږیزې ننداره کوونکي خوشالوي او د لوبډلو مالکان په نڅا راولي. د کاناډا سوداګریز کرکټ لیګ ( ګلوبل کرکټ لیګ) د جولای په ۲۵ مه نېټه د جمعې په ورځ د ۶ لوبډلو په ګډون پیل شوی دی، په دې لوبو کې کرېس ګېل د وانکوور نایټس لوبډلې لوبډلمشر دی، تېر کال همدې لوبډلې د دې … نور ولولئ
سپورټ

نړیوال جام کې د ډېرو توپونو مِس کوونکي بالران

د ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام د انګلستان په اتلولۍ پای ته ورسېد، په دې جام کې ځېنو توپ اچوونکو خورا ښه کارکرده ګي وکړه؛ خو د راشدخان بخت پکې نسکور و او ښه ونه ځلېد. دلته ځېنې هغه بالران درپېژنو چې نړیوال جام کې یې ډېر توپونه مِس یا ډاټ کړي دي. لومړی نمبر توپ اچوونکی انګلستانی جوفرا ارچر دی، هغه په ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام کې ټول ۳۷۱ توپونه ډاټ کړي دي. … نور ولولئ
سپورټ

د زوی د نیمه سلیزې په خوښۍ کې پلار خپل ژوند بایلود

د سریلانکا ځوان ښي لاسي توپ وهونکي پرون د بنګله دېش خلاف دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې پنځوسیزه ووهله او د هغه د پنځوسیزې په خوښۍ کې یې پلار ژوند بایلود. د سریلانکا د کرکټ بورډ پخواني مشر تېلانګا سوماتېپالا ویلي، ما د فرنېنډو پلار ولید، چې په ناروغ ځان د خپل زوی لوبې ته ولاړ و او ننداره یې کوله؛ خو د زوی له نیمه سلیزې وروسته هغه ناڅاپي راولوېد او امبولانس ته یې … نور ولولئ
سپورټ

د نابینایانو کرکټ او اصول یې

د نابینایانو کرکټ ته په انګلیسي ژبه کې بلېنډ کرکټ وایي، دا کرکټ داسې بال لري، چې غږ تولیدوي او ړوند لوبغاړی بیا همدغه اواز پسې بېټ ور اچوي او یا هم ډګر ساتونکی د توپ د اواز په مرسته توپ نیسي. د نابینایانو یا ړندو خلکو لپاره کرکټ سیالۍ د پوره ړندو او نیمه ړندو اشخاصو لپاره جوړشوی دی. د دې ډول کرکټ لپاره ډبلیو بي سي سي یا د ورلډ بلېنډ کرکټ کونسل … نور ولولئ
سپورټ

۲۰۱۹ م کال ټي ټېن لیګ له افغان لیګ وروسته پېلېږي

د عربي متحده اماراتو غوره کرکټ لیګ چې له نورو لیګونو څخه یې توپیر په اورونوکې دی، د اکټوبر په ۲۳ مه نېټه پېلېږي. له دې وړاندې به د افغانستان کرکټ لیګ په شارجه کې پای ته رسېږي او بیابه ټي ټېن لیګ پېلېږي، د افغانستان سوداګریز کرکټ لیګ د اکټوبر په ۵ مه نېټه پېلېږي او د همدې میاشتې تر ۲۱ مې نېټې دوام کوي. تېر کال د افغانستان کرکټ لیګ لومړی پړاو بلخ … نور ولولئ
سپورټ

په بلاسټ سیالیو کې د درې افغان لوبغاړو لوبې

د انګلستان په بلاسټ سیالیو کې درې افغان لوبغاړي لوبېږي، محمدنبي عیسی خېل له کېنټ لوبډلې سره، راشدخان له سسېکس لوبډلې سره او مجیب الرحمن له مېډل سېکس لوبډلې سره لوبېږي. د دې درې واړو افغانانو کارکرده ګي په دغو سیالیوکې د خپلو لوبډلو لپاره د ملا تیر شوه. په جنوبي ګروپ کې د مجیب الرحمن دې لوبه له ګلامورګن لوبډلې سره مخ شوه، مجیب الرحمن په دغې لوبه کې تر ټولو په ښه ایکانومي … نور ولولئ
سپورټ

له نجیب ترکي سره د یاران مرکه؛ نړیوال جام یې ستر ارمان و

د افغان کرکټ ملي لوبډلې چټک اوپنر توپ وهونکی نجیب الله ترکی، چې د افغان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې له پامه غورځېدلی دی، یاران وېب پاڼې سره یې مرکه کې وویل، چې ۲۰۱۹ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې یې د افغانستان لپاره د اوپنر په توګه لوبېدل ارمان و؛ خو د غوراوي کمېټې ورته نه دی پام شوی. نوموړی وایي که نړیوال جام کې یې د اوپنر په توګه اخېستی وای؛ نو … نور ولولئ
سپورټ

د نجیب الله ځدران دې لوبډلې د هغه په نشتون کې لوبه وبایلله

د کاناډا ګلوبل لیګ سیالۍ د پنجشنبې په ورځ د شپږ لوبډلو په ګډون پیل شوي دي، لومړۍ لوبه کې وانکوور نایټس لوبډلې چې کرېس ګېل یې لوبډلمشر دی، د ټورنټو نېشنل لوبډلې ته چې یوراج سېنګ یې لوبډلمشر دی، ماته ورکړه. د دې سیالیو دوهمه لوبه پرون د جمعې په ورځ د نجیب الله ځدران دې لوبډلې ویېنېپېګ هاکس او مونټریئل ټایګرز لوبډلې ترمنځ ترسره شوه، لوبه د باران له امله ۱۲ اورونوته راښکته … نور ولولئ