رسنۍ

لس هغه کرکټ لوبغاړي، چې غوره اخلاق یې لرل

ليکنه: سميع الله درانی د کرکټ په نړۍ کې داسې لوبغاړي هم شته، چې په خپلو بدو اخلاقو یې د خلکو زړونه مات کړي دي؛ خو د دوی اپوټه ( برعکس) داسې لوبغاړي هم شته، چې په ښو اخلاقو یې خلک د ځانونو په ستاینه اخته کړي دي. دلته لس هغه لوبغاړي درپېژنو چې د کرکټ په معصر تاریخ کې یې غوره اخلاق درلودل او یا یې اوس هم لري. راهول ډراوېډ د هندوستان غوره … نور ولولئ
سپورټ

هندوستان، افغان کرکټ ملي لوبډلې ته نوی لوبغالی ورکړ .

لیکنه: سمیع الله درانی د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې د اګسټ په ۸ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یوې ناستې په ترڅ کې افغان کرکټ ملي لوبډلې ته په هندوستان کې نوی لوبغالی د کورني لوبغالي په توګه ورکړ. افغان لوبډله له کلونو راهیسې په عربي متحده اماراتو او هندوستان کې د نورو لوبډلو سره په خپل کوربتوب لوبې کوي او د مېلمنو لوبډلو مېلمه پالنه له هېواده لرې په نورو … نور ولولئ
سپورټ

د انګلستان بلاسټ سیالیو کې د راشدخان لوبډله تر محمدنبي دې مخکې شوه

د انګلستان بلاسټ سیالۍ، په تېره جولای میاشت کې د ۱۸ لوبډلو په ګډون پیل شوي دي، چې په دوو جنوبي او شمالي ګروپونو وېشل شوي دي. د درې واړو افغان لوبغاړو لوبډلې په جنوبي ګروپ کې لوبېږي، راشدخان په سسېکس لوبډله کې، محمدنبي په کېنټ لوبډله کې او مجیب الرحمن په مېډل سېکس لوبډله کې لوبېږي. د لوبو لومړي سرکې د مجیب لوبډله مخکښه وه، خو وروسته د محمدنبي دې لوبډلې مخکې تګ وکړ … نور ولولئ
رسنۍ

د شل اوریزو لوبو غوره توپ اچونه

ليکنه: سميع الله درانی په شل اوریزو لوبو کې ځېنو توپ اچوونکو داسې توپ اچونه کړې، چې ریکارډونه یې جوړ کړي دي، په دې لوبغاړو کې لومړی مقام د سریلانکایي اجېنتا مېنډس دی، هغه په شل اوریزو نړیوالو لوبوکې د غوره توپ اچونې ریکارډ جوړ کړی او تر اوسه چا نه دی مات کړی. انجنتا مېنډس مېنډس ۲۰۱۲ م کال کې په سپټمبر میاشت کې د زِمبابوې خلاف یوه شل اوریزه لوبه کې په ۴ … نور ولولئ
سپورټ

پنځه کرکټران، چې ورزشي اخلاق یې کمزوري دي .

ليکنه: سميع الله درانی د سپورټس کیډا په نامه ورزشي وېب پاڼې پنځه هغه کرکټ لوبغاړي رااخېستي، چې ورزشي اخلاق یې د لوبې پر مهال کمزوري وو، دې لوبغاړو کې ځېنې تقاعد شوي او ځېنې لا هم لوبېږي. ډېوېډ وارنر وېب پاڼه لیکي، کله چې تاسې د عصري کرکټ خبرې کوئ، سملاسي مو ذهن ته د ډېوېډ وارنر نوم راځي. ډېوېډ وارنر د کرکټ ډېر پیاوړی لوبغاړی دی، تل یې د خپل هېواد لپاره له … نور ولولئ
سپورټ

پولارډ د کرکټ نړیوالې شورا اصول مات کړي او جرمانه شو

د ویسټ انډیز هیټر الراونډر کېرون پولارډ، چې د ویسټ انډیز لپاره په شل اوریزو لوبو کې لوبېږي، د غوسه ناکو او بې پروا لوبغاړو څخه دی. نوموړی کله نا کله په لوبو کې د ناروا په لیدلو سره غوسه کېږي او کله کله خپله هم د تېروتنو باعث کېږي. کېرون پولارډ د هندوستان خلاف دوهمه شل اوریزه لوبه کې په ۸ منډو ناټ اوټ ولاړ و، غوښتل یې چې د هندوستان ۱۶۷ منډو هدف … نور ولولئ
سپورټ

فاف ډوپلیسي د افریقایي کرکټ بورډ د غوره لوبغاړي جایزه واخېسته

د افریقایي لوبډلې لوبډلمشر فاف ډوپلیسي د افریقا د غوره کرکټ لوبغاړي په توګه جایزه ترلاسه کړه. د سویلي افریقا کرکټ بورډ هغه په یو ورځنیو لوبو کې د کال غوره کرکټ لوبغاړی پېژندلی دی. د افریقا کرکټ بورډ هر کال د کال غوره لوبغاړي جایزې ورکوي، یو ورځنیو لوبو لوبغاړو کې ډوپلیسي او د ټېسټ لوبو غوره لوبغاړي جایزه بیا کوېنټن ډیکاک ترلاسه کړه. د افریقا په ښځینه لوبډله کې، د دې لوبډلې لوبډلمشره … نور ولولئ
سپورټ

افغان تنکي ځوان پاکستانی غوره توپ وهونکی کلین بولډ کړ

د انګلستان بلاسټ سیالۍ چې د جولای په میاشت کې پیل شوي دي، په جنوبي ګروپ کې یې د یکشنبې په ورځ د اګسټ په ۴ مه نېټه د درې واړو افغانانو لوبې وې. مجیب الرحمن دې لوبډله مېډل سېکس له سمرسېټ لوبډلې سره مخ شوه، په سمرسېټ لوبډله کې د شل اوریزو لوبو لومړی نمبر توپ وهونکی پاکستانی بابراعظم اوپننګ ته راښکته شو. مېډل سېکس لوبډلې په شل اورونوکې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو … نور ولولئ
سپورټ

د ډوني ځای ناستی، رېشاب پنټ په لومړۍ لوبه کې د ډوني رول ادا نه کړ

ایم ایس ډوني چې اوس د هندۍ لوبډلې برخه نه دی او کشمیر کې له پوځ سره په دنده بوخت دی، د غوراوي کمېټې له خوا د ویسټ انډیز درې شل اوریزو، درې یو ورځنیو او ټېسټ سیالیو لپاره نه دی اخېستل شوی. د ۳۸ کلن ایم ایس ډوني پرځای، ځوان ۲۱ کلن کیڼ لاسی وېکټ ساتونکی توپ وهونکی رېشاب پنټ اخېستل شوی دی. ایم ایس ډوني چې لوبډلمشرۍ او وېکټ ساتنه کې نه هېرېدونکی … نور ولولئ
سپورټ

نن درې واړه افغان ستوري په بلاسټ سیالیو کې لوبې لري

د انګلستان په بلاسټ سیالیو کې درې افغان کرکټ ستوري په درې مختلفو لوبډلو کې لوبېږي، د جنوبي ګروپ د جدول د سر درې واړه لوبډلې د افغانانو وې؛ خو اوس د مجیب دې لوبډله په جدول کې څلورم شوه. په تېر کې محمدنبي عیسی خېل دې لوبډلې کېنټ د محمدنبي په شتون کې د مُجیب الرحمن دې لوبډلې مېډل سېکس ته ماته ورکړه؛ خو راشدخان بیا وړمه ورځ د مجیب الرحمن غچ له محمدنبي … نور ولولئ