سپورټ

په بلاسټ سیالیو کې د مجیب دې لوبډله؛ له محمدنبي دې مخکې شوه

په بلاسټ سیالیوکې په جنوبي ګروپ کې د اتلس کلن افغان بالر لوبډله د ۳۱ کلن افغان الراونډر څخه مخکې شوه. لومړي مقام کې لا هم د افغان ګوګلي ماسټر راشدخان لوبډله، د راشدخان دې لوبډلې سسېکس په ۸ لوبوکې شپږ ګټلي؛ یوه یې بې پایلې شوې او یوه یې هم مساوي پای ته رسېدلې ده، سسېکس لوبډله، چې راشدخان هم ورسره لوبېږي، ۱۴ نومرې لري او له مجیب څخه دوه نومرې مخکې ده. د … نور ولولئ
سپورټ

د افغان کرکټ لوبډلې راتلونکې لوبلړۍ

د یاران وېب پاڼې ډېری مینوالو پوښتلي دي، چې د افغان لوبډلې راتلونکې لوبې له چا سره او کله دي؟ په دې لیکنه کې به د افغان لوبډلې د راتلونکو سیریزونو، اسیا جام سیالیو، د نړیوال جام غوراوي سیالیو او د راروان نړیوال شل اوریز جام په اړه معلومات ولولئ. افغان لوبډله د راروانې عیسوي میاشت سپټمبر په ۵ مه نېټه یعنې کابو شل ورځې وروسته له بنګله دېش او زِمبابوې سره لوبې پیلوي. افغان … نور ولولئ
سپورټ

د هند معلولینو کرکټ لوبډلې د معلولینو جام اتلولي یوړه

د معلولینو شل اوریز نړیوال جام په انګلستان کې د څلورو اسیایي لوبډلو افغانستان، پاکستان، هندوستان او بنګله دېش په ګډون ترسره شو، پرون د سه شنبې په ورځ د اګسټ په ۱۳ مه نېټه یې پایلوبه د انګلستان او هند لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. هندوستان، انګلستان ته ۱۸۰ منډې کړې وې او ۷ وېکټې یې ولوېدې. انګلستان په شل اورونوکې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۴ منډې وکړې او لوبه ترې هند په … نور ولولئ
سپورټ

د افغانستان خطرناک هېټر په شل اوریزو لوبو کې یو قدم نور هم رامخکې شو

د کرکټ نړیوالې شورا د اګسټ میاشتې په ۶ مه نېټه د لوبغاړو د درجه بندۍ نوی لېست یا نوملړ خپور کړی دی، په دې نوملړکې ځېنو لوبغاړو پرمختګ کړی دی. د مخکې تګ په لړ کې افغان لوبغاړی هم شامل دی؛ ځاځی چې په پیل کې ۳۵ م مقام کې و، بیا تر اووم مقام راورسېد، له هغې وروسته بیا شپږم ځای راورسېد او اوس یو قدم نور هم رامخکې شو او په شل … نور ولولئ
سپورټ

کرکټ بورډ د نامعلومې مودې لپاره د محمد شهزاد قرارداد وځنډاوه

ليکنه: سميع الله درانی افغان کرکټ بورډ، د ملي لوبډلې لوبغاړي محمد شهزاد قرارداد د دغې ادارې له اصولو د پرله پسې سرغړونو له امله د نامعلومې مودې لپاره وځنډاوه. افغان کرکټ بورډ وایي، د اصولو له مخې، کله چې کوم لوبغاړی له هېواده بهر ځي نو باید له ادارې اجازه واخلي، چې محمد شهزاد د ادارې له اجازې پرته دغه چاره څو ځلې تکرار کړې ده. د مسئولینو په وېنا محمد شهزاد له دې … نور ولولئ
رسنۍ

له ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ لوبډلو لپاره له لوبغاړو ټرېل اخېستل کېږي

ليکنه: سميع الله درانی په ختیځ کې د سپین غر زون کرکټ بورډ اداره وایي د ختیځ زون ولایتونو لپاره له ۱۹ کلونو کم عمره لوبغاړو څخه د اړوند لوبډلې جوړولو په خاطر ټرېل یا ازموینه اخلي. د سپین غر زون کرکټ بورډ مشر مېوند مجاهد په خپل فېسبوک ګڼون لیکلي، چې دوی په پام کې لري د ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو له ۱۹ کلونو کم عمره ولایتي لوبډلو لپاره له لوبغاړو ازموینه واخلي، … نور ولولئ
رسنۍ

نجیب الله ترکي د ۱۸ بونډریانو په ملتیا ننګرهار ته اتلولي ورکړه.

ليکنه: سميع الله درانی د ولایتي سیالیو پایلوبه نن د جمعې په ورځ د ننګرهار او کابل لوبډلو ترمنځ په خوست ولایت کې ترسره شوه. ننګرهار د پچې په ګټلو سره توپ اچونه وکړه، کابل لوبډلې په ۵۰ اورونوکې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره د ضیاء الحق امرخېل د ۸۴ منډو او د امان الله رفیقي د ۵۲ منډو په مرسته ۲۷۳ منډې وکړې. زُبېد اکبري درې، ولي اغا او فرهاد مومند دوه، دوه … نور ولولئ
سپورټ

د ولایتي سیالیو په لړکې ننګرهار او کابل پایلوبې ته رسېدلي

د افغانستان چلېنج کپ ولایتي سیالۍ چې د تېرې جولای میاشت په ۳۱ مه نېټه په خوست او ننګرهار کې د اته لوبډلو په ګډون پیل شوې وې، نن د اګسټ په ۹ مه نېټه د جمعې په ورځ یې پایلوبه په خوست کرکټ لوبغالي کې روانه ده. په دې سیالیو کې ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، کندهار او بلخ لوبډلې ولوبېدې، یواځېنۍ لوبډله ننګرهارده، چې تر اوسه یې په دې سیالیوکې ماته نه ده … نور ولولئ
سپورټ

په بلاسټ سیالیو کې د دوو افغان بالرانو مقابله

په بلاسټ سیالیوکې درې افغان کرکټ ستوري، مجیب الرحمن، محمدنبي او راشدخان په جنوبي ګروپ کې لوبېږي. تر د دمه د درې واړو افغان لوبغاړو لوبډلې د جنوبي ګروپ له لومړي مقام څخه تر دریم مقام پورې ځایونه خپل کړي دي. تېره شپه مجیب دې په جنوبي ګروپ کې له سُري لوبډلې سره لوبه وکړه، په دې لوبه کې مجیب الرحمن ۴ اورونو کې ۲۱ منډې ورکړې او د وېکټې په اخېستلو بریالی نشو. نن … نور ولولئ
سپورټ

آې پي ایل کې د پریټي زېنټا لوبډلې سره مشر روزونکي لار بېله کړه

ليکنه: سمیع الله درانی د هندوستان په غوره سوداګریز لیګ کې، د هندۍ فلمي ستورې پریټي زېنټا د لوبډلې «کېنګز ایلیون پنجاب» مشر روزونکي مایک د روزونکي په توګه له خپلې دندې استعفا وکړه. دا چې د ۲۰۲۰ م کال آې پي ایل ته لا ډېر وخت پاتې دی؛ خو ځېنې لوبډلو سر له اوسه په نظم او ترتیب کار پیل کړی دی. په تېرکې د بل فلمي ستوري شاه رخ خان لوبډلې کلکته نایټ … نور ولولئ