رسنۍ

تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله د سریلانکا پر لوري وخوځېده

لیکنه: سمیع الله درانی د افغانستان له ۱۹کلنو کم عمره ملي لوبډله نن د اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه سریلانکا هېواد ته ولاړه چې په یاد هېواد کې به د اسیا جام سیالیو پر مهال له خپلې اتلولۍ دفاع وکړي. د کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان یوسفزي د لوبغاړو له تګ وړاندې له هغوی سره ناسته وکړه او ژمنه یې وکړه چې دوی ته به هم د ملي لوبغاړو په څېر هر … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ بورډ د یو شمېر کارکوونکو قراردادونه پای ته ورسېدل

ليکنه: سميع الله درانی کرکټ بورډ، د بودیجې کمښت او کاري برخه کې د غوره کیفیت رامنځته کولو په موخه د دغې ادارې د ځینو کارکوونکو قراردادونه پای ته ورسول. د کرکټ بورډ د مشرتابه او بشري سرچینو د ګډې پرېکړې پر بنسټ، په دې وروستیو کې د کارکوونکو پر تشکیل له سره کتنه وشوه او هغه ټول اضافي کسان چې په تشکیل کې ورته اړتیا نه لیدل کېده، د پورته ذکر شوو ستونزو له … نور ولولئ
رسنۍ

۳ افغان لوبغاړو د خپلو لوبو لپاره بلاسټ سیالۍ پرېښي دي.

ليکنه: سميع الله درانی د انګلستان په غوره سوداګریز کرکټ لیګ ( بلاسټ) سیالیو کې درې افغان ستوري سږ کال ولوبېدل. د دوی لوبډلې په جنوبي ګروپ کې مخکښې وې؛ خو اوس د محمدنبي او مجیب الرحمن په نشتون کې د هغوی لوبډلې له دوهم او دریم مقام څخه لویدلي دي. د محمد نبي دې لوبډله کېنټ مخکې په دوهم مقام کې وه؛ خو اوس ترې ګلوسېسټرشایر لوبډله مخکې شوې ده او دوهم ځای یې … نور ولولئ
سپورټ

شاپور ځدران له اوږده ځنډ وروسته لومړۍ ټېسټ لوبه کوي

ليکنه: سميع الله درانی شاپور ځدران چې کابو دوه کاله کېږي، له کرکټ څخه لرې پاتې کړل شوی دی، اوس یو ځل بیا په ټېسټ لوبو کې د افغان لوبډلې برخه دی او د بنګله دېش خلاف یواځېنۍ ټېسټ لوبه کې د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې د بالېنګ لپاره اخېستی دی. شاپور ځدران چې ۲۰۱۵ م کال نړیوال جام کې د افغانستان لپآره مخکښ وېکټ اخېستونکی بالر و، له هغې وروسته ورته د کرکټ بورډ … نور ولولئ
سپورټ

د انګلستان ليګ تر شپږ ورځني ځنډ وروسته د مجیب الرحمن دې په لوبه پېلېږي

ليکنه: سميع الله درانی د انګلستان بلاسټ سیالۍ چې د جولای په ۱۸ مه نېټه د ۱۸ لوبډلو په ګډون پیل شوي، د اګسټ په ۱۶ مه نېټه یې اته لوبې د شدید باران له امله د انګلستان په مختلفو ښارونوکې لغوه شوې. د اګسټ په ۲۲ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ له شپږ ورځني ځنډ وروسته بیا پېلېږي، په دې سیالیو کې په جنوبي ګروپ کې د نومرو په جدول کې د راشدخان … نور ولولئ
سپورټ

د جوفرا ارچر په اړه د ډیل سټین اټکل په واقعيت بدل شو!

ليکنه: سميع الله درانی د سویلي افریقا چټک توپ اچوونکي ډیل سټین په ۲۰۱۷ م کال کې ویلي وو، چې یوه ورځ به جوفرا ارچر د لیدلو وړ بالر وي. هغه ویلي و « زه سترګې په لار یم، چې دا ماشوم به یوه ورځ ځانګړی وي». همداسې وشول په ویسټ انډیز کې زېږېدلی تور پوستی انګلستانی، لومړی له سي پي ایل لیګ لږ څه مشهور شو، بیا د اسټرالیا په بېګ باش لیګ کې … نور ولولئ
سپورټ

د بنګله دېش پر وړاندې ټېسټ لوبې او درې اړخیز شل اوریز سیریز ته لوبډلې اعلان شوې

ليکنه: سميع الله درانی د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې په بنګله دېش کې د يوازیني ټېسټ او د درې اړخیزو شل اوريزو سياليو لپاره لوبډلې اعلان کړې چې په دغو لوبډلو کې د ټېسټ لپاره ۱۵ او درې اړخیزو شل اوريزو سیالیو لپاره ۱۷ لوبغاړي غوره شوي دي. افغان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر انډي مولز د مجاهد ځدراڼ په ملتيا نن په یوه خبري ناسته کې د هغو لوبغاړو نوملړ اعلان کړ چې … نور ولولئ
سپورټ

کاناډایي روېندرپال سېنګ په شل اوریزو لوبو کې نوی ریکارډ جوړ کړ

ليکنه: سميع الله درانی روېندر پال سېنګ چې په خټه هندوستانی دی، په کاناډا کې یې په خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه کې، چې د پیل لوبه یې وه، ریکارډ جوړ کړ، هغه په ۴۸ توپونو ۱۰۱ منډې وکړې او په دې ډول یې د یو نوي لوبغاړي په توګه د نوي ریکارډ بنسټ کېښود. هغه په دغه ریکارډ سره د اسټرالیایي ریکي پونټېنګ ریکارډ مات کړ او د جدول سر کې یې لومړی مقام … نور ولولئ
سپورټ

افغان ځوانانو د خپلواکۍ جام لوبه کې بريا خپله کړه.

ليکنه: سمیع الله درانی د ښې توپوهنې او ښې توپ اچونې پر مټ افغان ځوانانو په ۴۰ منډو افغان اتلانو ته ماتې ورکړه او د خپلواکۍ جام لوبه کې يې بريا خپله کړه. د افغانستان د خپلواکۍ بيرته اخيستو سلمې کليزې په وياړ کابل لوبغالي کې د افغان ځوانانو او افغان اتلانو لوبډلو ترمنځ د خپلواکۍ جام شل اوريزه لوبه ترسره شوه. د لوبې په پيل کې پچه د افغان ځوانانو لوبډلې لوبډلمشر ګلبدین نایب … نور ولولئ
سپورټ

شهزاد محمدي له هرډول کرکټ څخه محروم شو.

ليکنه: سميع الله درانی د افغان لوبډلې وېکټ ساتونکی توپ وهونکی او د ملي لوبډلې پیاوړی اوپنر توپ وهونکی د یو کال لپاره د هرډول کورني او نړیوال کرکټ څخه منع کړل شو. شهزاد محمدي چې د نړیوال جام له دوهمې لوبې وروسته د فېټنېس د نشتون په پلمه هېواد ته راواستول شو او دلته یې بیا رسنیو سره په خبرو کې وویل چې روغیتایي جوړه ده او هیڅ ستونزه نشته، اوس یو ځل بیا … نور ولولئ