سپورټ

محمدنبي عیسی خېل په شل اوریزو لوبو کې تر دوهم مقامه رسېدونکی دی!

سمیع الله درانی د کرکټ نړیواله شورا هره میاشت د لوبغاړو او لوبډلو نوې درجه بندي کوي، هره لوبډله چې په جامونو او لوبلړیو کې ښه وځلېږي مخکې تګ کوي او لوبغاړي هم د ښې کارکرده ګۍ په صورت کې مخکې ځي؛ خو اپوټه که یوه لوبډله یا لوبغاړي ښې لوبې نندارې ته نه وړاندې کړي او ناکام شي؛ نو د درجه بندۍ په نوملړکې هم وروسته پاتې کېږي او نور لوبغاړي ترې مخکې کېږي. … نور ولولئ
رسنۍ

د ګوګلي ماسټر او بنګله دېشي غوره الراونډر لفظي شخړه.

ليکنه: سمیع الله درانی د درې اړخیزې لوبلړۍ په دریمه ورځ او دریمه لوبه کې، چې د افغان لوبډلې دوهمه لوبه وه، پکې یې بنګله دېش تر فشار لاندې نیولی و. کله چې د اوپنر لېټن ډاس وېکټ مجیب الرحمن په کېچ سره وغورځوله؛ بیا نو ون ډاون بنګله دېشی لوبډلمشر شکېب الحسن او د راشدخان د آې پي ایل د لوبو خوږ ملګری ویشتن ځای ته راغی. دا چې راشدخان له شکېب الحسن سره … نور ولولئ
سپورټ

افغان لوبډلې په شل اوریزو لوبو کې چټکه نیمه سلیزه ووهله

د نړۍ په کچه افغان لوبډله لومړنۍ هغه شوه، چې په شل اوریزو لوبو کې یې ژر د بریاوو پنځوسیزه ووهله. د هېواد لوبډله د هغه نوملړ په سرکې ده، چې په لږو لوبوکې یې ۵۱ بریاوې خپلې کړې او ریکارډ یې ثبت کړ. کله چې افغان لوبډلې له ۲۰۰۸ زږدیز کال څخه له دوهمه درجه او بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډلو سره لوبې پیل کړي، تر دې دمه یې ټولې ۷۳ شل اوریزې لوبې کړي … نور ولولئ
سپورټ

د افغان لوبډلې ۶ لوبډلمشران لاسته راوړنې او ماتې یې.

سمیع الله درانی له ۲۰۰۹ م کال راهیسې کله چې افغان لوبډله دوهمه درجه هېوادونو سره په یو ښه مُرال لوبېدله او تقریبا َ لوبډلو ورڅخه وېره کوله؛ شپږ لوبډلمشران یې تر دې دمه ادل او بدل شوي دي. دغو لوبډلمشرانو کې نوروز منګل، کریم خان صادق، محمدنبي عیسی خېل، اصغر افغان، ګلبدین نایب او راشدخان ارمان د یادولو وړ دي. نوروز منګل په یو ورځنیو لوبو کې همدغه شپږ لوبډلمشران تېر شوي دي؛ د … نور ولولئ
سپورټ

افغان لوبډلې د ۱۲ شل اوریزو لوبو د پرله پسې ګټلو ریکارډ خپل کړ!

سمیع الله درانی بنګله دېش کې د شل اوریزه درې اړخیزې لوبلړۍ په دوهمه لوبه کې افغان لوبډلې دا ځل بنګله دېش ته په ۲۵ منډو ماته ورکړه. دا په پرله پسې توګه دولسمه شل اوریزه سيالي ده چې افغان لوبډلې پکې ماته نه ده خوړلې او د کرکټ نړۍ د شل اوریزو سیالیو په لړ کې دغه کارنامه کومې بلې لوبډلې نه ده خپله کړې. د لوبې پچه افغان لوبډلمشر راشدخان وګټله او توپوهنه … نور ولولئ
سپورټ

د انګلستان او اسټرالیا برخلیک ټاکوونکې لوبه کې د جوفرا ارچر ۶ وېکټې.

سمیع الله درانی د انګلستان په کوربتوب له اسټرالیا سره د تاریخي ټېسټ لوبو اشېز سیریز پنځمه لوبه روانه ده، دا لوبه د سپټمبر په ۱۲ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د انګلستان په کېننګټن اوول لوبغالي کې پیل شوه. انګلستان په لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې د ټولو وېکټو په اوټ کېدو سره ۲۹۴ منډې وکړې؛ دې لوبه کې جاس بټلر ۷۰ او جو روټ ۵۷ منډې وکړې. مېچل مارش پنځه او پټ … نور ولولئ
سپورټ

د ټېسټ لوبو درجه بندۍ کې اصغر افغان بې ساری پرمختګ کړی

سمیع الله درانی افغان لوبډلې تازه د بنګله دېش خلاف د سپټمبر په ۹ مه نېټه د دوشنبې په ورځ یواځېنۍ ټېسټ لوبه په بریا پای ته ورسوله او بنګله دېش ته یې په خپل کورکې په ۲۲۴ منډو ماته ورکړه. په دغې لوبه کې ځېنو افغان لوبغاړو خورا شهکار رول ولوباوه، چې پکې د اصغر افغان، رحمت شاه زرمتي، ابراهیم ځدران، افسر ځاځي، راشدخان ارمان، ظاهرخان او نورو نومونه د یادولو وړ دي. د … نور ولولئ
سپورټ

د لومړي پړاو افغان پريمر لیګ قضیه د څېړنو لپاره څارنوالۍ ته وړاندې شوه!

ليکنه: سمیع الله درانی د افغان کرکټ بورډ ادارې نن د پنجشنبې په ورځ د سپټمبر په ۱۲ مه نېټه د افغانستان شل اوریز غوره لیګ قضیه د فساد تورونو د څېړنې په موخه څارنوالۍ ته وړاندې کړه او همدا راز یې له سنېکسر سپورټس (SnixerSports) کمپنۍ سره قرارداد فسخه کړ. افغان کرکټ بورډ له سنېکسر کمپنۍ سره یاد قرارداد د تېر کال د کلني فیس د نه ورکړې او د لیګ چارو په روڼتیا … نور ولولئ
سپورټ

زِمبابوې د ۳ اړخیز سیریز لومړۍ تمریناتي لوبه کې بنګله دېش ته ماته ورکړه

سمیع الله درانی د بنګله دېش د کرکټ بورډ یوولس کسیزې لوبډلې د زِمبابوې پر وړاندې لومړی توپ وهنه وکړه. دې لوبډلې په شل اورونوکې د ۷ وېکټو په لوېدو سره ۱۴۲ منډې وکړې. الراونډر شین ویلیمس د زِمبابوې لپاره درې وېکټې واخېستې. زِمبابوې په ۱۷ اعشاریه درې اورونوکې د درې وېکټو په لوېدو سره دا هدف د برېنډن ټایلر د ۵۷ ناسوځېدلو منډو او د ټیميسېن ماروما د ۴۶ ناسوځېدلو منډو په مرسته پوره … نور ولولئ
سپورټ

د کرېس ګېل چټکه سلیزه، ایوین لیویس په سترو شپږیزو وننګوله.

سمیع الله درانی د ویسټ انډیز سوداګریزو سیالیو یا سي پي ایل کې اوومه لوبه د سېنټ کېټس نیویس پېټرېئټس او جمېکا ټلاواس لوبډلو ترمنځ وشوه. ټلاواس په شل اورونوکې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره د کرېس ګېل د ۱۱۶ منډو او د چادوېک والټن د ۷۳ منډو په مرسته ۲۴۱ منډې وکړې. ګېل په ۶۲ توپونو د لس شپږیزو او ۷ څلوریزو پر مټ ۱۱۶ منډې تر سره کړې، چې چټکه سلیزه وه. … نور ولولئ