سپورټ

په ۲۰۱۹ز کال شپږیزه لیګ کې زیاتې منډې، شپږیزې، څلوریزې، وېکټې او نورې جالبې برخې!

سمیع الله درانی د ۲۰۱۹ م کال شپږم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ د جمعې په ورځ د اکټوبر په ۱۸ مه نېټه د مِس عېنک اتلانو لوبډلې په اتلولۍ او بري پای ته ورسېد، دا دوهم ځل دی چې مِس عېنک لوبډله د دې سیالیو اتلولي وړي. د نورو لوبو معلومات مو په تېرو لیکنو کې په یاران وېب پاڼه کې لوستي و؛ نو ځکه یې اوس له تکراره تېرېږو او راځو راسا همدې لیګ … نور ولولئ
سپورټ

اتلانو د شپږیزې لیګ اتلولي یوړه!

سمیع الله درانی د شپږیزې کرکټ لیګ شپږم پړاو چې د اکټوبر په ۷ مه نېټه د دوشنبې په ورځ پیل شوی و، اتلولي یې د اکټوبر په ۱۸ مه نېټه د جمعې په ورځ مِس عېنک اتلانو لوبډلې وګټله. د ۲۰۱۹ م کال شپږیزې لیګ لومړي پړاو لوبو کې دوه لوبډلې امو نهنګان او بُست ساتونکې لوبډلې بهر شوې. دوهم پړاو یا پلی اف سیالیو ته سپین غر پړانګان، کابل بازان، مِس عېنک اتلان … نور ولولئ
سپورټ

د شپږیزې په تاریخ کې د اوږدې ملګرتیا ریکارډ جوړ شو

د شپږیزې کرکټ لیګ وروستۍ پلی اف یا کوالیفایر لوبه د بند امیر ښامارانو او کابل بازانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. راشدخان د لوبې ټاس وګاټه او توپ وهنه یې وټاکله؛ بند امیر لوبډلې راشدخان په صفر له لاسه ورکړ، جاوېد احمدي اوپنر توپ وهونکی او ورسره ون ډاون توپ وهونکی عمران جنت راښکته شو. جاوېد احمد او عمران جنت په دوهمه وېکټ ۱۷۶ منډې ملګرتیا وکړه، چې د شپږیزې په تاریخ کې اوږده ملګرتیا … نور ولولئ
سپورټ

شهزاد محمدي د عربي متحده اماراتو په ۱۰ اووریز لیګ کې واخېستل شو.

سمیع الله درانی د ټي ټېن سوداګریز لیګ چې د نومبر په ۱۴ مه نېټه د اته لوبډلو په ګډون پېلېږي، پکې د لوبغاړو د بولي مراسم د چهارشنبې په ماښام ترسره شول، دا مراسم د ابو ظبي ښار کې ترسره شول. دا ددې لیګ دریم پړاو دی، چې په عربي متحده اماراتو کې به ترسره شي. د بولي په مراسمو کې په سلګونه لوبغاړي بولي ته وړاندې کېږي، چې د دغو لوبغاړو په منځ … نور ولولئ
سپورټ

کریم جنت لومړی لوبغاړی شو، چې شپږیزه لیګ کې یې زیاتې منډې جوړې کړې.

ليکنه: سمیع الله درانی شپږم پړاو شپږیزې کرکټ لیګ د لومړي پړاو لوبې د دوشنبې په ورځ د اکټوبر په ۱۴ مه نېټه پای ته ورسېدې، د ۲۰۱۹ م کال کې د شپږیزې لیګ د دوهم پړاو لوبې د چهارشنبې په ورځ د اکټوبر په ۱۶ مه نېټه پیل شوې. د پلی اف سیالیو او پایلوبې ته د تګ لوبې لومړۍ هغه یې د چهارشنبې په سهار او دوهمه لوبه یې ماسپښین مهال ترسره شوه. … نور ولولئ
خواړه

اووه هغه وچې مېوې چې د روغتیا لپاره مو اړینې دي

وچې مېوې چې افغانستان کې له نېکه مرغه ډېرې پېداکېږي، د پروټینونو، وېټامینونو، منرالونو، فایبر او د دماغو د پیاوړتیا لپاره د موادو غوره سرچینې دي، د میوو له ډلو که دغه اووه مېوې وخورئ، نو روغتیا به مو ډادمنه وي او ماغزه به مو ارام وي. بادام  Almond بادام له انټي اکسېډانټس څخه ډک دي او کولېسټرول بیخي نه لري. بادام په خپل جوړښت کې په قدرتي ډول پروټین، وېټامینونه، منرالونه، فایبر او روغتیا … نور ولولئ
سپورټ

د افغان لوبډلي پخوانی روزونکی، د افغانستان خلاف ویسټ انډیزۍ لوبډله لوبوي!

سمیع الله درانی د افغان لوبډلې پخوانی مشر روزونکی فېل سېمونس له نړیوال جام وروسته له افغان کرکټ بورډ سره د مشر روزونکي په توګه د دندې له پرېښودو بعد د خپل هېواد ویسټ انډیز کرکټ لوبډلې لپاره مشر روزونکی وټاکل شو. د ویسټ انډیز کرکټ بورډ نن اعلان وکړ، چې هغه به د ۴ کلونو لپاره د یاد هېواد لپاره د لوبډلې مشر روزونکی وي. فېل سېمونس د ویسټ انډیز کرکټ بورډ لپاره له … نور ولولئ
سپورټ

پولارډ د افغانستان خلاف د شل اوریز سیریز لوبډلمشر شو!

سمیع الله درانی افغانستان او ویسټ انډیز په هندوستان کې شل ورځې وروسته د اووه لوبو لوبلړۍ پیلوي. د دې لوبو کوربتوب افغانستان کوي، د نومبر په ۵ مه نېټه لومړۍ شل اوریزه لوبه کوي، د نومبر په اووم تاریخ دوهمه شل اوریزه لوبه، د نومبر په ۹ مه نېټه دریمه شل اوریزه لوبه ترسره کوي. د دې لوبو لپاره وخت ماښام پنځه نیمې بجې ټاکل شوی دی. پولارډ چې د ۲۰۱۶ م کال څخه … نور ولولئ
سپورټ

د شاپور ځدران یوه خبره ورته په جریمه تمامه شوه

ليکنه: سميع الله درانی د شپږیزې لومړی پړاو، لوبې او لوړې ژورې د شپږیزې کرکټ لیګ شپږم پړاو له کلن ځنډ وروسته په کابل کرکټ لوبغالي کې د اکټوبر په ۷ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د کابل بازان او بند امیر ښامارانو په لومړۍ لوبه پیل شو، لوبې خو به تاسو له تلویزیون لیدلي، له راډیو اورېدلې او په یاران وېب پاڼه کې تقیب کړې وي؛ خو دا چې لومړي پړاو کې څه … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ نړیوالې شورا د سوپر اوور اصول بدل کړل

د کرکټ نړیواله مجبوره شوه، چې د سوپر اوور اصول د ۲۰۱۹ م کال په نړیوال جام کې د نیوزیلېنډ او انګلستان له پایلوبې وروسته د زیاتو نیوکو او انتقادونو له امله بدل کړي. د نړیوال جام کیسه او صحنه اوس هم تاسوته یاده ده، چې پایلوبه کې د انګلستان او نیوزیلېنډ منډې مساوي شوې، بیا خبره سوپر اوور ته ولاړه. سوپر اوور کې پرېکړه په ډېرو پولو یا بونډریانو لوبولو وشوه، هره لوبډله چې … نور ولولئ