سپورټ

مصباالحق وایي، د اسټرالیا هوا او حالت له نورې نړۍ سره توپیر لري.

سمیع الله درانی د پاکستانۍ لوبډلې مشر روزونکي مصباالحق ویلي، چې اسټرالیا کې له اسټرالیا سره لوبه کول، ستره ستونزه ده؛ بل د هغه ځای هوا سره د لوبغاړو بلدتیا بله ستره ننګونه ده، چې دوی به یې مخکې ولري. د پاکستانۍ لوبډلې روزونکی اوس له دې هم وېره لري، چې سریلانکا په شل اوریزو لوبو کې پاکستان ته په لاهور ښار کې ماته ورکړه او پاکستانۍ لوبډله یې وایټ واش کړه، اوس یې دوهمه … نور ولولئ
سپورټ

ډېوېډ وارنر د خپلې زوکړې ۳۳ مه کلیزه په سلیزه ولمانځله.

سمیع الله درانی د اسټرالیا اوپنر توپ وهونکي ډېوېډ وارنر په شل اوریزو لوبو کې یوه سلیزه وهلې او هغه یې هم د اکټوبر په ۲۷ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د سریلانکا خلاف لومړۍ شل اوریزه لوبه کې ووهله. پرون د اکټوبر ۲۷ مه د وارنر د زوکړې له ۳۳ مې کلیزې سره برابره وه، دی لومړی لوبغاړی شو، چې د خپلې زوکړې په ورځ سلیزه وهي او ریکارډ یې ثبت کړ. وارنر … نور ولولئ
سپورټ

جلال اباد کې د ځوانانو د تفرېح لپاره د کريکټ لیګ پیل شو.

سمیع الله درانی د جلال اباد ښار په زړه د سراج العمارت زرغون بڼ کې د شرق او مېټرو په نومونو د دولس اوریز کرکټ لیګ پرانېستنه پرون سهار د اکټوبر په ۲۶ مه نېټه وشوه. دا کرکټ لیګ د لس لوبډلو په ګډون د شایق مطبوعاتي نېټ ورک او مېټرو ادارې په مالي ملاتړ پیل شو. دې لیګ کې لسګونه ځوانان د سولې او له نشه یي توکو څخه د ژغورنې پېغام رسولو په … نور ولولئ
سپورټ

اسټرالیا شپږمه لوبډله شوه، چې شل اوریزو لوبو کې په ستر توپیر بریا خپلوي.

سمیع الله درانی د اکټوبر په ۲۷ مه نېټه د یکشنبې په ورځ اسټرالیا د سریلانکا د درې شل اوریز سیریز کوربنه وه، دا کوربتوب به د نومبر تر لومړۍ نېټې وي. دواړه لوبډلې درې شل اوریزې لوبې کوي، چې لومړۍ هغه یې د یکشنبې په ورځ د اسټرالیا په اډیلایډ ښارکې ترسره شوه. دې لوبه کې د اسټرالیا توپ وهونکو خورا وېروونکې توپ وهنه وکړه، سریلانکا د پچې په ګټلو سره توپ اچونه وکړه. … نور ولولئ
سپورټ

سریلانکایي لوبډله یو ځل بیا پاکستان ته د سفر نېت لري.

سمیع الله درانی سریلانکا د ۲۰۱۹ م کال د اکټوبر میاشت په سر کې پاکستان ته د درې یو ورځنیو او درې شل اوریزو لوبو لپاره سفر کړی و، یو ورځنۍ لوبې یو، د یو پر وړاندې مساوي شوې او د شل اوریزو لوبو سیریز درې د صفر پر وړاندې سریلانکا خپل کړ. اوس د سریلانکا کرکټ بورډ بیا تابیا نیولې، چې د ډېسمبر په میاشت کې خپله لوبډله پاکستان ته واستوي او هلته دوه … نور ولولئ
سپورټ

پاکستان له اسټرالیا څخه راروانې شل اوریزې لوبې نشي ګټلای!

سمیع الله درانی د پاکستانۍ لوبډلې پخواني لوبغاړي عاقب جاوېد ویلي، چې پاکستان به راروانې درې شل اوریزې لوبې په هیڅ صورت له اسټرالیا څخه ونه ګټي. هغه چې له ۱۹۸۹ م کال څخه تر ۱۹۹۸ م کال پورې له پاکستانۍ لوبډلې سره لوبېده او اوس ۴۷ کاله عمرلري، تازه یې د پاکستان لوبډله د اسټرالیا پر وړاندې ناتوانه او کمزورې بللې ده. نوموړي ویلي چې مصباح الحق هم ښه غوراوی نه کوي او په … نور ولولئ
سپورټ

د افغانستان ۱۹ کلونو کم عمره لوبډله، د ۲۰۲۰ز کال نړیوال جام D ګروپ کې شامله ده.

سمیع الله درانی د ۲۰۲۰ م کال د ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلو نړیوال پنځوس اوریزجام لپاره د لوبډلو مهالوېش د اکټوبر په ۲۴ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ اعلان شو. دا جام به د راتلونکي عیسوي کال په ۱۷ مه نېټه په سویلي افریقا کې پیل شي او د فبروري په ۹ مه نېټه به یې د دوو مخکښو لوبډلو ترمنځ پایلوبه وشي. د نولس کلونو کم عمره لوبډلو نړیوال پنځوس اوریز جام … نور ولولئ
سپورټ

هندي ریکارډي توپ وهونکی، له افغان ریکارډي توپ وهونکي سره مل شو!

سمیع الله درانی یوراج سېنګ چې د ۲۰۱۹ م کال په لومړیو کې یې له هندي کرکټ لوبډلې سره مخه ښه وکړه، تازه یې د نورو هېوادونو لیګونو ته مخه کړې ده. دا ریکارډي لوبغاړی، غواړي چې خپل روب داب له آې پي ایل لوبډلو وراخوا په نورو لیګونو کې هم روښانه کړي. یوراج سېنګ څه موده وړاندې د کاناډا سوداګریز ګلوبل لیګ کې ولوبېد، د سي پي ایل لیګ لپاره هم راجسټر شوی و … نور ولولئ
سپورټ

حضرت ځاځی به بابراعظم په شل اوریزو لوبو کې له لومړي مقامه وغورځوي.

سمیع الله درانی د کرېک ټرکر وېب پاڼې لیکلي، چې که راتلونکي کې د حضرت الله ځاځي په ګډون، د ګوتو په شمار کرکټ لوبغاړي ښې شل اوریزې لوبې ولوبوي، بابر اعظم د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې له لومړي مقام راغورځولی شي. پاکستانی بابر اعظم د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې لومړي مقام کې دی، هغه ۳۳ شل اوریزې لوبې کړي او دغو لوبو کې یې ۱۲ سوه او ۹۰ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

په افغانستان کې د بې مزي غوږیو بازار تود شوی

د موبایلونو او د اړوندو توکو تولیدوونکو شرکتونو خبر ورکړی، چې افغانستان کې اوس د بې لاینه ګوشکیو یا بې مزو غوږیو بازار په ګرمېدو دی. دا ګوشکي د ۲۰۱۹ م کال په اکټوبر میاشت کې افغانستان ته هم راغلل او اوس یې خال، خال خلک په غوږونوکې لري. د کرېک بز وېب پاڼې یو مطلب خپور کړی، په دې مطلب کې راغلي، چې د ایکو بیټ په نامه غوږۍ اوس د کابل ولایت په … نور ولولئ