سپورټ

په ښځینه بېګ باش کريکټ لیګ کې تاریخي ملګرتیا وشوه!

ليکنه: سمیع الله درانی اسټرالیا کې د نارینه وو بېګ باش لیګ ترڅنګ د ښځینه وو بېګ باش لیګ هم کېږي، خو ښځینه وو لیګ تر نارینه وو لږ مخکې پېلېږي. د ۲۰۱۹ م کال ښځینه بېګ باش لیګ د اکټوبر په ۱۸ مه نېټه د اته لوبډلو په ګډون پیل شو، اډیلایډ سټرایکرز، مېلبورن رېنېګېډز، برېسبېن هیټ، هوبرټ هرېکېنز، سېډني تندر، سېډني سېکسرز، پېرت سکارچرز او مېلبورن سټارز لوبډلې دې لیګ کې لوبېږي. سږ … نور ولولئ
سپورټ

نېدرلېنډ د غوراوي جام سیالیو اتل شو

د غوراوي جام سیالۍ چې د تېرې اکټوبر میاشتې په ۱۸ مه نېټه د ۱۴ لوبډلو په ګډون په عربي متحده اماراتو کې پیل شوې وې؛ پرون د نومبر په دوهمه نېټه یې اتلولي نېدرلېنډ یوړه. ۱۴ سیالې لوبډلې په دوه ګروپونو کې د یو بل پر وړاندې ولوبېدې. په ای ګروپ کې پاپوا نیوګیني، نېدرلېنډ، نمېبیا، سکاټلېنډ، کینیا، سېنګاپور او برموډا شامل وو. په بي ګروپ کې بیا ایرلېنډ، عمان، عربي متحده امارات، کاناډا، … نور ولولئ
سپورټ

روهېټ شرما وایي، لوبډله به د ویرات کولي په څېر ښه رهبري کړم!

سمیع الله درانی هندوستان او بنګله دېش د دوشنبې په ورځ د نومبر په ۴مه نېټه د درې شل اوریزو او دوه ټېسټ لوبو سیریز پيلوي. بنګله دېشۍ لوبډله اوس په هندوستان کې ده او لوبو لپاره چمتووالی نیسي. روهېټ شرما اوس د هندۍ لوبډلې مرستیال لوبډلمشر دی او د ۲۰۱۸ م کال اسیا جام سیالیو کې د روهېټ شرما په لوبډلمشرۍ کې هندۍ لوبډلې اتلولي یوړه. شرما په خپله لوبډلمشرۍ کې څلور ځلې د … نور ولولئ
سپورټ

نن د نړیوال جام لپاره د غوراوي سیالیو پایلوبه کېږي.

ليکنه: سمیع الله درانی د نړیوال جام لپاره د غوراوي سیالۍ د اکټوبر په ۱۸ مه نېټه د ۱۴ لوبډلو په ګډون په عربي متحده اماراتو کې پیل شوې وې، دغه لوبډلې په الف او بې ګروپونو وېشل شوې وې. نن د غوراوي یا کوالیفای جام سیالیو دوه وروستۍ لوبې کېږي، دواړه لوبې په عربي متحده اماراتو کې کېږي، چې په دریم مقام باندې ایرلېنډ او نمېبیا لوبه لري؛ دا لوبه په دوبۍ نړیوال لوبغالي … نور ولولئ
سپورټ

د مکسويل او شکيب نه شتون د محمدنبي لپاره غوره چانس دی!

ليکنه: سمیع الله دُرانی د کرکټ نړیواله شورا د هرې میاشتې په پای کې د لوبغاړو او لوبډلو درجه بندي کوي، چې تازه په دې درجه بندۍ کې ګلېن مکسویل د شل اوریزو لوبو په الراونډرانو کې لومړی شوی دی، هغه د سریلانکا خلاف لومړۍ لوبه کې ۶۲ منډې وکړې او ۲۸ توپونه یې ولوبول، نوموړ اوس له شکېب الحسن څخه د شل اوریزو لوبو په الراونډرانو کې ۳۵ نومرې مخکې دی او د جدول … نور ولولئ
سپورټ

ګلین مکسویل ته سارا ټېلر د ژر رغېدو دعا کړې!

سمیع الله درانی ګلېن مکسویل چې د اسټرالیا مېډل ارډر چټک توپ وهونکی او توپاني الراونډر دی، په شل اوریزو لوبو کې تر دې دمه دوهم نمبر توپ وهونکی هم دی. نوموړی وخت ناوخت داسې توپ وهنه کوي، چې نړیوال ورته ګوته په غاښ پاتې کېږي. هغه د دوشنبې په ورځ د اکټوبر په ۲۸ مه نېټه د سریلانکا خلاف لومړۍ شل اوریزه لوبه کې د اسټرالیا لپاره چټکه توپ وهنه وکړه. هغه په ۲۷ … نور ولولئ
سپورټ

سندکن د سټیف سمېت په رن اوټ کولو کې غلط شو او د خلکو د مسخرې شو!

د سریلانکا او اسټرالیا ترمنځ دوهمه شل اوریزه لوبه د اکټوبر په ۳۰ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ په برېسبېن ښار کې ترسره شوه. سریلانکا ۱۹ اورونوکې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۷ منډې وکړې. اسټرالیا دا هدف په ۱۳ اورونوکې د یو لوبغاړي په سوځېدو سره پوره کړ او سریلانکا ته یې په ۹ وېکټو ماته ورکړه. اېرون فېنچ په صفر وسوځېد؛ خو ډېوېډ وارنر یو ځل بیا ۶۰ ناسوځېدلې منډې وکړې … نور ولولئ
سپورټ

پاکستانیان د سریلانکا ښه راغلاست ته لاس په نامه ولاړ دي

سریلانکا د اکټوبر میاشتې په سر کې پاکستان ته راغلې وه، او د شل اوریزو لوبو په سیریزکې یې پاکستانۍ لوبډله په خپل کورکې وایټ واش کړه. اوس د سریلانکایي لوبډلې د خولې خوند جوړ دی او غواړي چې د روان کال په وروستۍ میاشت کې یو ځل بیا پاکستان ته سفر را وکړي. دوه سریلانکایي چارواکو د دغه سفر جریان تشرېح کړی دی، د سریلانکایي کرکټ بورډ اجرایوي مشر اشلي ډيسېلوا د خپلې لوبډلې … نور ولولئ
سپورټ

شکېب الحسن د کرکټ نړیوالې شورا دوه کلن بندیز سره مخ شو.

سمیع الله درانی د بنګله دېشۍ لوبډلې اوسنی لوبډلمشر او د نړۍ غوره الراونډر کرکټ لوبغاړی شکېب الحسن د کرکټ نړیوالې شورا له خوا د دوو کلونو لپاره له هرډول کرکټ څخه محروم شو. د کرکټ نړیوالې شورا په خپله وېب پاڼه لیکلي، چې شکېب الحن په ۲۰۱۸ م کال کې په درې اړخیز سیریز او د آې پي ایل یوه لوبه کې د ګوناه مُرتکب شوی او ده د خپلې سهوې او تېروتنې راپورونه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

په خوب کې د خرېدو مخنیوي لپاره نوې وسیله جوړه شوه

په نړۍ کې ملیونونه خلک د خوب پر مهال له هغو خلکو په عذاب وي او خوږ خوب یې په نارامۍ بدل شي، چې دوی سره په یوه خونه کې ویده کېږي او په خوب کې خرېږي. انګلیسي کې په خوب کې خرېدلو یا خراري کولو ته سنورېنګ وایي، چې دلته افغانستان کې ډېری خلک په خوب کې دا ستونزه لري او وخت ناوخت خرېږي، چې بیا یې د څنګ ملګري او یا هم د … نور ولولئ