سپورټ

دوه ستر جامونه د آی پي اېل لپاره قرباني شول

سمیع الله درانی آی پي اېل د نړۍ په کچه ستر سوداګریز لیګ دی، چې میلیونه ډالر پکې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د لوبغاړو، لوبډلو د مالکانو او نورو متشبثینو په ګډون سره ښکته پورته کېږي. دا لوبې هر کال مارچ میاشت کې پېلېدې، خو سږ کال د کرونا له امله تر اوسه نه دي ترسره شوي. د دې لیګ په اړه د مارچ میاشتې له لومړیو ضد و نقیض راپورونه ورکول کېدل، … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

مېمله باغ ته سېلانیان ور مات شوي

لیکنه سمیع الله درانی د مېملې یا نېملې باغ، چې په هېواد کې له تاریخي ځایونو بلل کېږي، په دې وروستیو کې د ننګرهار خوګیاڼو ولسوالۍ د مېملې په سیمه کې د امنیت له نسبي ښه‌والي سره دې بڼ ته د سېلانیانو ورتګ زیات شوی دی. هغه کسان چې خوګیاڼو ولسوالۍ ته له ښار او یا هم نورو سیمو او ولایتونو څخه ځي، د مېملې باغ لیدل یې ارمان وي او خامخا د ورتللو هیله … نور ولولئ
سپورټ

افغان لوبډله او تر نړیوال جامه یې برخلیک

یاران سپورټس افغان لوبډله، چې له ۲۰۰۹م څخه راپدېخوا ښه ځلېدلې وه او تر ۲۰۱۹م پورې یې غوره مزل وکړ، خو د ۲۰۱۹ م وروستۍ میاشتې او د ۲۰۲۰م کال لومړۍ میاشتې یې برخلیک ځوړند شو او لوبډلې شاتګ کړی دی. ۲۰۲۰ افغان لوبډلې ته موقعې او خطرات ۲۰۲۰ کې کرکټ د کرونا ویروس له امله وځنډېد او دې ځنډ د کرکټ نړیوالې شورا سربېره ځېنو کرکټ لوبډلو ته هم زیان ورساوه. افغان لوبډله پرته … نور ولولئ
سپورټ

حضرت الله ځاځي په تخنیکي لوبه کار پیل کړی

لیکنه: سمیع الله درانی حضرت الله ځاځی چې د افغان کرکټ لوبډلې پیلیز توپوهونکی دی، تر ډېره پرې د کرکټ مبصرینو نیوکې دا دي، چې دی تخنیکي توپوهنه نشي کولای، بلکې توپ ته یوازې په توکل سره ډب ورکوي او نور چې هره خوا ولاړ. مبصرین وایي هغه فوټ ورک یا د قدمونو استعمال د وجود حرکت سره لوبه مخته نه وړي او یوازې توپ له ځای څخه لوبوي. د مبصرینو دا انتقادونه د کاڼي … نور ولولئ
سپورټ

سیداجمل: پاکستان له انګلستان څخه ټېسټ لوبه نشي ګټلای

لیکنه: سمیع الله درانی د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني اف برېک توپ اچوونکي سید اجمل ویلي چې انګلستان په ټېسټ لوبو کې ښې تجربه لري او پاکستان به درې واړو ټېسټ لوبوکې مات کړي. د هغه د خبرو یوه برخه د پي ټي سپورټ راخیستې او د هغه له قوله یې لیکلي، چې که پاکستان له انګلستان یوه لوبه هم وګټي، دا به د پاکستان لپاره ستره توره وي. پاکستان کرکټ لوبډلې د جون په … نور ولولئ
سپورټ

په شل اوریزو لوبو کې تر ټولو زیات بولډ اوټونه

لیکنه: سمیع الله درانی د کرکټ نړۍ کې کرار یا سپېن بالرانو او فسټ بالرانو د نورو ډولونو اوټونو سربېره بولډ اوټونه هم کړي دي. تر نورو اوټونو یا سوځولو د کرکټ مینه‌وال له بولډ اوټ څخه زیات خوند اخلي. دلته هغه سپېن یا کرار توپ اچوونکي درپېژنو چې تر نورو یې په شل اوریزو لوبو کې زیات بولډ اوټونه کړي دي. په دې ډول اوټونوکې د بنګله‌دېش غوره الراونډر شکېب الحسن ډګر ګټلی دی. … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

هغه هندي لوبغاړي چې د کرکټ لپاره یې زده‌کړې قرباني کړې

لیکنه: سمیع الله درانی خلک هڅه کوي چې اولادونه یې تعلیم وکړي، خو ځینو کسانو بیا زده‌کړې د کرکټ لپاره قرباني کړې، خو په کرکټ کې لکه ستوري ځلېدلي دي. هارډېک پانډیا د هندوستان کرکټ لوبډلې پیاوړی الراونډر دی، ده د ښوونځي په نهم ټولګي کې زده‌کړې پرېښودې او  کرکټ ته یې مخه کړه. نوموړي د ښوونځي د فیس نه لرلو له امله ښوونځی پرېښود. ۲۰۱۵م کې یې د بخت ستوري کار وکړ او د … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ نړیواله شورا او د افغانستان ترخه خاطره

لیکنه: سمیع الله درانی تېر کال افغانستان او پاکستان پر همدې ورځ، یعنې د جون په ۲۹مه د نړیوال جام ۳۶ مه لوبه ترسره کړه، چې افغان لوبډلې او افغان وګړو ته یوه ترخه خاطره وه، چې ښایي د افغانانو تر ډېره وخته په یاد وي. افغانستان د نړیوال جام ۳۶ مه لوبه کې لومړی توپوهنه وکړه چې په ۵۰ اورونوکې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو سره ۲۲۷ منډې وکړې. اصغر افغان او نجیب … نور ولولئ
سپورټ

رحمان الله ګربز؛ له ډیويلیرس متاثره وم، ځکه جارو شاټونه وهم

لیکنه: ‌سمیع الله درانی رحمان الله ګربز، چې د افغانستان د خوست ولایت اوسېدونکی دی، ۱۹ کاله عمر لري. دی مخکې د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې اوپنر و، هلته یې توپوهنه او وېکټ‌ساتنه پوره په زړه‌پورې وه. د ډېرې وړتیا له امله په ۲۰۱۹ م کې له ملي لوبډلې سره مل شو. د بنګله‌دېش او ویسټ انډیز پر وړاندې یې توپاني توپوهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې ډېر ژر یې د هېوادوالو او نړیوالو پام … نور ولولئ
سپورټ

یو کال وړاندې حضرت الله ځاځي په شاهین افریدي پنځه څلوریزې ووهلې

لیکنه: سمیع الله درانی د ۲۰۱۹م د مې میاشت ۲۴ مه نېټه افغانستان او کرکټ نړۍ ته حېرانوونکی او د خوشحالۍ خبر و. د مې په ۲۴ مه نېټه افغان لوبډله په انګلستان کې يوه تمریناتي یو ورځنۍ لوبه کې پاکستان سره مخ شوه او پاکستان یې مات کړ. درې مثبتې چارې او د افغانستان بریا په دې لوبه کې افغانستان درې مثبتې چارې ترسره کړې، نو بری یې هم ترلاسه کړ. لومړی دا چې … نور ولولئ