سپورټ

برېټلي په آی پي اېل کې د پوجارا په اخېستلو انتقاد کړی

د اسټرالیا چټک بالر او اوسني کرکټ مبصر برېټ لي په آی پي اېل کې د هندوستان د ټېسټ کرېکېټر چټېشور پوجارا په اخېستلو انتقاد کړی دی. نوموړي ویلي چې د چینای سوپرکېنګز لوبډلې هغه پېرلی او بله غټه خبره دا ده، چې هغه به په یوولس کسیز نوملړ کې اخېستل کېږي او لوبېږي به. د برېټلي په وېنا دا خو څه ټېسټ کرکټ نه دی، چې پوجارا پکې لوبېږي، بلکې دا شل اوریز کرکټ … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان د کريکټ نړيوالي شورا مياشتنۍ جائزې ته نوماند دی 

د کرکټ نړیوالې شورا د تېرې مارچ میاشت لپاره غوره لوبغاړي اعلانوي، چې راشدخان هم پکې نوماند دی. تاسې څه فکر کوئ، چې راشدخان به زیاتې رایې یوسي، تر څو د میاشتې غوره لوبغاړی اعلان شي؟ د کرکټ نړیوالې شورا د نارینه وو له جملې څخه راشدخان، بونېشور کومار او د زِمبابوې شان ویلیمس نوماند کړي دي. په دې درېیوو لوبغاړو کې به یو د میاشتې غوره لوبغاړی اعلانېږي او جایزه به ورکول کېږي. همدرانګه … نور ولولئ
سپورټ

د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه،سليزه،ويکټه او نور جالب مالومات

کرکټ ملي لوبډلې خپله لومړۍ تاريخي لوبه له عمان سره ترسره کړې وه او په دغې لوبه کې افغان لوبډلې ماته خوړلې وه. اسوشېټ مېمبر شېپ یا د دویمه درجه لوبډلو کې د غړیتوب لوبو کې د افغان لوبډلې لوبډلمشر الله داد نوري وو. د افغانستان کرکټ لوبډلې بريا سفر په ۲۰۰۶ز کې هغه وخت پيل شو کله چې دې لوبډلې منځني ختيځ کې بحرين سره سيالي درلوده او بیا یې د MCC یا مېرېلېبن … نور ولولئ
سپورټ

اکاش چوپړا؛ راشدخان به هره لوبه کې دوه یا درې وېکټې اخلي

د هندوستان کرکټ لوبډلې پخوانی لوبغاړی او اوسنی کرکټ مبصر اکاش چوپړا ویلي، چې راشدخان به راتلونکي آی پي اېل کې زیاتې وېکټې ترلاسه کوي. نوموړي زیاته کړې، چې هغه به هره لوبه کې دوه یا درې وېکټې ترلاسه کوي. دلیل یې دا دی چې راشدخان سږ کال په داسې ویشتن ځایونو لوبې کوي، چې سپېن بالېنګ ته خورا مساعد دي. د اکاش چوپړا په خبره راشدخان خپل لومړني پنځه مېچونه په چینای ایالت کې … نور ولولئ
سپورټ

د سویلي افریقا ځوانه لوبډله، او د پاکستان پر وړاندې يې سيالۍ

د پاکستان کرکټ لوبډلې افریقا ته سفر کړی او د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ یې دوه د یو پر وړاندې له افریقا څخه وګټله. لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د پاکستان کرکټ لوبډلې د تېرې جمعې په ورځ د اپرېل په دویمه نېټه په درې وېکټو ګټلې وه. دویمه لوبه د تېرې یکشنبې په ورځ د اپرېل په څلورمه نېټه په ۱۷ منډو وګټله او درېیمه لوبه د چهارشنبې په ورځ د اپرېل په اوومه … نور ولولئ
سپورټ

ایا څلوېښت کلنو لوبغاړو ته په شل اوریز کرکټ کې ځای شته؟

د کرېکټ مانتلي یا د کرکټ میاشتینۍ نشریې لیکلي، چې ایا په شل اوریزو لوبو کې لا هم څلوېښت کلنو لوبغاړو ته ځای شته؟ بېرته یې بیا ورپسې اوږده لیکنه خپره کړې او د ثبوت په ډول یې د ځېنو لوبغاړو نومونه ذکر کړي دي. شل اوریز کرکټ د کرکټ په فارمټونو کې ګرم او جذابه فارمټ یا ډول دی، چې هم د لوبغاړو او هم د ننداره کوونکو لپاره په زړه پورې دی. دې … نور ولولئ
سپورټ

د افریقا او پاکستان وروستۍ لوبه؛ د چا لپاره به سخته وي؟

د افریقا او پاکستان کرکټ لوبډلو دوه یو ورځنۍ لوبې کړي، چې یوه یې پاکستان او بله یې افریقا ګټلې ده، دواړه لوبډلې نن دولس نیمې بجې وروستۍ یو ورځنۍ لوبه په افریقا کې ترسره کوي او دا لوبه چې هره لوبډله وګټي، سیریز یې په بریا تمامېږي. د تېرې جمعې په ورځ لوبه کې د افریقا لپاره کوېنټن ډیکاک، ټېمبا بووما، رسي ونډر ډوسین او ډېوېډ مېلر ښه توپ وهنه کړې وه او ټارګېټ … نور ولولئ
سپورټ

په کابل کې تر نولس کلنو کم عمره لوبډلې تمریناتي کمپ

کرکټ بورډ ویلي چې په کابل نړیوال لوبغالي کې یې له نولس کلنو کم عمره لوبغاړو لپاره د لس ورځني تمریناتي کمپ زمینه برابره کړې او د اپرېل په شپږمه نېټه د سه شنبې په ورځ پیل شو. کرکټ بورډ د دې کمپ په اړه خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي؛ « د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي څانګې له لوري له نولس کلنو کم عمره لوبغاړو لپاره کابل کرکټ لوبغالي کې د مهارتونو لوړولو په … نور ولولئ
سپورټ

د فخرزمان رن اوټ کې کوېنټن ډیکاک جعل کاري کړې

د پاکستان زیاتره رسنیو د فخرزمان د رن اوټ په اړه تبصرې کړي دي او په دې رن اوټ کې یې د افریقا د وېکټ ساتونکي کوېنټن ډیکاک جعل کارۍ ته اشاره شوې ده. لوبه داسې وه، چې په ۱۷ توپونو ۳۷ منډې پاتې وې او فخرزمان دا مهال په ۱۹۳ منډو لوبېده. نوموړي توپ د ایکسټرا کور پر لور ولوباوه، یوه منډه یې جوړه کړه او د دویمې منډې لپاره هم د ویشتن ځای … نور ولولئ
سپورټ

شهزاد محمدي او اسیا جام ته چمتووالی

شهزاد محمدي چې د ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریز جام وروسته د ملي لوبډلې په ګټه په نړیوالو لوبو کې نه دی لوبېدلی، اوس یې توپوهنه یو ځل بیا توپاني شوې او د هغه چمتووالی ښیي، چې اسیا جام لپاره تیار دی. شهزاد محمدي د کمال خان بند په تړاو لومړۍ لوبه کې ۷۲ منډې وکړې او د وزیرمحمد اکبرخان لومړۍ درجه ملي لوبو کې هم ښه وځلېد او څو ځلې یې د لوبې غوره … نور ولولئ