سپورټ

د کلکتې په ماتې حیدراباد یو ځل بیا د جدول اووم ځای ته ولوېده

د آی پي اېل په اتلسمه لوبه کې د راجستان لوبډلې کلکتې ته ماته ورکړه او د نومرو په جدول کې یې شپږم ځای خپل کړ. د راجستان په بریا سره د حیدراباد لوبډله له شپږم ځای څخه اووم ځای ته ولوېده. دا په روان آی پي اېل کې د راجستان دویمه بریا ده، له دې وړاندې یې یوه لوبه ګټلې وه او دوه یې بایللې وې. د شاهرخ خان لوبډله د زوال پر لور … نور ولولئ
سپورټ

آی پي اېل کې د ځېنو مخکښو لوبغاړو کارکرده ګي

سږ کال تردې دمه د آی پی اېل ۱۷ لوبې شوي او دې لوبو کې ځېنو لوبغاړو ښه کارکرده ګي کړې ده. اورنج کېپ یا د زیاتو منډو خولۍ د زیاتو منډو خولۍ اوسمهال د ډیلي لوبډلې له پیلیز توپوهونکي شېکردوان سره ده، هغه په څلورو لوبو کې ۲۳۱ منډې کړي او تر دې دمه مخکښ منډې جوړوونکی لوبغاړی دی. د زیاتو وېکټو خولۍ یا پرپل کېپ د زیاتو وېکټو خولۍ تر دې دمه د … نور ولولئ
سپورټ

پنجاب د ممبی په ماتولو سره حیدراباد د نومرو په جدول کې شاته کړ 

د آی پي اېل ۱۷ مه لوبه د پنجاب کېنګز او ممبی انډیئنز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. ممبی لوبډلې یو ځل بیا کم هدف وړاندې کړ، دې لوبډلې د روهېټ شرما د ۶۳ منډو په مرسته د ۶ وېکټو په نقصان سره ۱۲۹ منډې وکړې. محمدشمي او ریوي بېشنوای دوه، دوه وېکټې ترلاسه کړې. پنجاب لوبډلې هدف په اتلسم اوور کې د یوې وېکټې په لوېدو سره د لوکېش راهول د ۶۰ ناسوځېدلو منډو او … نور ولولئ
سپورټ

بنګلور څلورمه لوبډله شوه، چې د آی پي اېل په تاریخ کې په اوپننګ لوبه ګټي 

د آی پي اېل لوبې چې په ۲۰۰۸ کې پیل شوي دي، تر دې دمه پکې لوبډلو د خپلې توپوهنې ځواک په بیلابیلو کلونو کې ښودلی دی. د بنګلور لوبډله چې په تېر کې بدبخته لوبډله یادېدله او تر اوسه یې د اتلولۍ مزه نه ده څکلې؛ سږ کال یې بخت بیدار بريښي. ځکه دې لوبډلې سږ کال له څلورو لوبو څخه څلور واړه ګټلي دي او د نومرو په جدول کې یې تېره شپه … نور ولولئ
سپورټ

په اولمپیک سیالیو کې د کرکټ سیالیو د ورګډېدو هڅې بیا پیل شوي

د کرکټ نړیوالې شورا، د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې او د انګلستان کرکټ بورډ تېره اوونۍ ناسته کې په اولمپیک کې د کرکټ د لوبو د ورګډولو شین څراغ لګولی دی. د اولمپیک سیالیو کې ۲۰۵ هېوادونو څخه ۱۱ زره ۹۱ لوبغاړي د لوبېدو توقع لري او ۳۳ ډوله لوبې پکې نندارې ته وړاندې کېږي. د کرېک اېنفو وېب پاڼې لیکلي، په اولمپیک نړیوالو لوبو کې د کرکټ ورداخلېدلو ته د کرکټ نړیواله … نور ولولئ
سپورټ

حیدراباد د نومرو په جدول کې پنځم او چینای لومړی مقام خپل کړ

د هندوستان سوداګریزو لوبو په دوام د چهارشنبې په ورځ دوه جالبې لوبې ترسره شوې. د آی پي اېل دیارلسمه او د چهارشنبې لومړۍ لوبه د پنجاب او حیدراباد ترمنځ ترسره شوه. پنجاب لوبډله د حیدراباد د توپ اچونې په مقابل کې له ستر هدف څخه منع شوه او تر ۱۲۰ منډو محدوده شوه. راشدخان تر ټولو په ښه ایکانومي توپ اچونه وکړه، هغه په ۴ اورونو کې ۱۷ منډې ورکړې او کرېس ګېل یې … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان؛ د بریاوو پیل د پنجاب له ماتولو کوو 

د نوموړي څرګندونې د حیدراباد لوبډلې په خپله فیسبوک پاڼه خپرې کړي دي. راشدخان وایي « د یو سخت پیل وروسته مونږ به د پنجاب په ماتې سره د بریاوو پیل وکړو، مونږ له پنجاب سره ۱۶ لوبې کړي، چې ۱۱ مو ګټلي دي او پنځه پنجاب ګټلي دي». هغه زیاتوي ډېوېډ وارنر د پنجاب پر وړاندې ۹۰۶ منډې کړي دي، همدرانګه بونېشور کومار ۱۸ وېکټې د پنجاب پر وړاندې لوبو کې ترلاسه کړي او … نور ولولئ
سپورټ

د ممبيي لوبډلې څلور فري هیټونه او د ډیلي درېیمه بریا

د ممبيي او ډیلي کپېټلز ترمنځ د آی پي اېل دیارلسمه لوبه د سه شنبې په ورځ په چینای ایالت کې ترسره شوه. ممبيي لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره د روهېټ شرما د ۴۴ منډو په مرسته ۱۳۷ منډې وکړې. د ډیلي لپاره امېت مېشرا څلور وېکټ واخیستې. د ډیلي د توپوهنې په پاڼۍ کې لوبه تر وروستیو شېبو خورا حساسه روانه وه. په دوه اورونو کې پنځلس منډې پاتې وې، چې جسپرېت … نور ولولئ
سپورټ

د حیدراباد لوبډله او آی پي اېل کې یې مزل

د حیدراباد لوبډلې چې د ۲۰۱۳ کال راهیسې مثبتې لوبې پیل کړې وې؛ نو ثمره یې په ۲۰۱۶ کې په لاس ورغله او لومړی ځل اتلولي یې وګټله. دا لوبډله تر ۲۰۱۵ کال پورې هېڅ مطرح لوبډله نه وه او مشهورتیا یې کمه وه؛ خو په ۲۰۱۵ کې یې زیات کار وکړ او بالاخره په ۲۰۱۶ کې بیخي مطرح شوه. د حیدراباد اته کلن مزل دې لوبډلې اته کاله لوبې کړي، چې شپږ ځلې پلی … نور ولولئ
سپورټ

د بنګلور او ډیلي لوبډلو کلکتې او پنجاب ته ماتې ورکړې

د هندوستان سوداګریزو لوبو په دوام لسمه لوبه د بنګلور او کلکته نایټ رایډرز ترمنځ ترسره شوه. بنګلور په شل اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره د ګلېن مکسوېل د ۷۸ منډو او د اې بي ډیویلیرس د ۷۶ ناسوځېدلو منډو په مرسته ۲۰۴ منډې وکړې. د کلکتې لوبډلې د ۸ وېکټو په نقصان سره د ۱۶۶ منډې وکړې او لوبه ترې رایل چلېنجرز بنګلور په ۳۸ منډو وګټله. د لوبې غوره لوبغاړی … نور ولولئ