سپورټ

په آی‌پي‌اېل کې په کورونا اخته لوبغاړي بېرته ښه شوي دي

د حیدراباد، کلکتې، چینای او ډیلي لوبډلې په کورونا وایروس اخته شوي لوبغاړي بېرته ښه شوي او د لوبو لپاره چمتو دي. په حیدراباد لوبډله کې ریډیمن ساحا، په کلکتې لوبډله کې پراسېد کرېشنا، وارون چکرورتی او وریئر په نامه لوبغاړي، په چینای لوبډله کې بالاجي او د روزنې برخې بل تن او یو د بس کلېنډر، په ډیلي لوبډله کې امېت مېشرا او د ټېم سیفرټ په نامه نیوزیلېنډی لوبغاړی په کورونا اخته شوي … نور ولولئ
سپورټ

د انګلستان کرېکېټر د فلسطین لپاره د حق غږ پورته کړ 

د انګلستان اوپنرتوپوهونکي سام بېلېنګز پر فلسطین د اسرائیلو د ظلم په اړه ناره پورته کړه. هغه په خپله ټوېټرپاڼه د یوې لس کلنې فلسطینۍ انجلۍ د ژړا ویډیو پورته کړې ده. په دې ویډیو کې ښکاري چې د اسرایلو د پوځ په بمبارۍ کې د دې انجلۍ د کور ټوله ودانۍ نسکوره او ویجاړه شوې ده. انجلۍ ژاړي او وایي دوی موږ وژني، ما غوښتل چې ډاکټره شم؛ زه لس کلنه یم؛ خو دوی … نور ولولئ
سپورټ

د ایرلېنډ بوایډ رېنکېن له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه 

بوایډ رېنکېن اتلس کاله نړیوال کرکټ وکړ، چې هم د ایرلېنډ او هم د انګلستان لپاره لوبېدلی دی. نوموړي ۳ ټېسټ، ۷۵ یو ورځنۍ او ۵۰ شل اوریزې لوبې د دواړو هېوادونو لپاره کړي دي. هغه د جمعې په ورځ د ایرلېنډ لپاره له نړیوال او ملي یا ولایتي کرکټ څخه استعفا وکړه. رېنکېن د ایرلېنډ لومړی بالر و، چې لومړۍ ټېسټ وېکټ یې د ایرلېنډ لپاره اخیستې وه او په ۲۰۱۸ کې یې پاکستانی … نور ولولئ
سپورټ

له اوېش خان شل پوښتنې او ځوابونه یې

  د هندوستان له مسلمان توپ اچوونکي اوېش خان سره کرېک ټرېکر وېب پاڼې مرکه کړې، په دې مرکه کې یې له هغه شل پوښتنې کړي او ځوابونه یې ورکړي دي. لومړۍ پوښتنه دا ده چې تاته په ۲۰۲۱ آی‌پي‌اېل کې د چا وېکټ ډېره په زړه پورې وه، د ویرات کولي که د ډوني. ځواب: زما لپاره دواړو کې فرق او بیلوالی ستونزمن دی، دواړه د نړۍ غوره لوبغاړي دي. پوښتنه: مخکې له دې … نور ولولئ
سپورټ

د ټېسټ لوبو قهرمانۍ پایلوبې ته ۴ زره ننداره کوونکي ورپرېښودل کېږي

  د مې په نولسمه د انګلستان د همپشایر کرکټ کلب مشر راډ برانګزګروف کرېک بز وېبپاڼې ته ویلي، چې د جون په ۱۸ مه نېټه به د ټېسټ لوبو پایلوبه نږدې ۴ زره کسان له نږدې وګوري. هغه وایي دوی سر له اوسه ټېسټ لوبو ته د ننداره کوونکو ورپرېښودل پیل کړي دي. د همپشایر او لېسېسټرشایر لوبه به هم نږدې ۱۵۰۰ ننداره کوونکي له نږدې وګوري. دا لومړی ځل دی چې د ۲۰۱۹ … نور ولولئ
سپورټ

د هندوستان کرکټ بورډ له انګلستان غوښتي، چې ټېسټ لوبې د آی‌پي‌اېل لپاره رامخکې کړي

  د هندوستان کرکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ د مې په ۲۰ مه له انګلستان کرکټ بورډ څخه غوښتي، چې له دوی سره د پنځه ټېسټ لوبو نېټه یوه اوونۍ رامخکې کړي. د هندوستان او انګلستان ترمنځ پنځه ټېسټ لوبې د اګسټ په ۴ مه په انګلستان کې پیلیږي او د سپټمبر په ۱۰ مه پای ته رسېږي. لومړۍ لوبه د اګسټ په څلورمه پیلیږي، په ۸ مه پای ته رسېږي، دویمه ټېسټ لوبه … نور ولولئ
سپورټ

محمد عامر د آی‌پي‌اېل لوبولو لپاره د انګلستان تابعیت اخلي؟!

د کرېکېټ اډېکټر په نامه وېب پاڼې د محمد عامر له قوله لیکلي، چې هغه د انګلستان تابعیت اخلي او ۷ کاله نور هم کرکټ کولای شي. محمد عامر چې د پاکستان په لوبډله کې تر ۲۰۲۰ پورې له کلیدي بالرانو څخه و، په ۲۰۲۰ کې یې یو ناڅاپي د پاکستان لپاره له نړیوالو لوبو استعفا وکړه. هغه مهال یې ویلي وو، چې د پاکستان د کرکټ بورډ او د لوبډلې ځېنې روزونکي له ده … نور ولولئ
سپورټ

کرېس ګېل او انډری رسل د ویسټ انډیز سکواډ کې شامل شول 

د ویسټ انډیز کرکټ بورډ څو ورځې وړاندې د افریقا، پاکستان او استرالیا پر وړاندې لوبو ته لوبډلې اعلان کړې، چې په دې لوبډلو کې د انډری رسل او کرېس ګېل نوم نه و. ویسټ انډیز به په خپل کوربتوب له له درې واړو لوبډلو سره ۱۵ شل اوریزې لوبې وکړي. سونېل نرېن او ځېنې نور لوبغاړي په سکواډ کې نشته، خو رسل یې بېرته په لوبډله کې وراچولی دی. د شل اوریزو لوبو لپاره … نور ولولئ
سپورټ

افغان لوبډله، له پاکستان، سریلانکا او ویسټ انډیز سره لوبې لري

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي، چې افغانستان په سپټمبر او ورپسې میاشتو کې پاکستان، سریلانکا او ویسټ انډیز سره لوبې لري. خو دا چې د یاران ټولو درنو لوستونکو د بشپړو معلوماتو غوښتنه کړې؛ نو دلته ورته پوره معلومات وړاندې کوو. افغانستان خو په اسیا جام کې له پاکستان، بنګله دېش، سریلانکا او هندوستان سره لوبې لرلې؛ خو دا جام لغوه کېدونکی دی او د سریلانکا د کرکټ … نور ولولئ
سپورټ

د سریلانکا د کرکټ اجرایوي مشر: اسیا جام لغوه شو

د سپورټ سټار په نامه یوې وېب پاڼې ویلي، چې د ۲۰۲۱ز اسیا شل اوریز جام د کورونا وایروس له امله لغوه شو. په ۲۰۱۸ز کې په عربي متحده اماراتو کې اسیا جام ترسره شو؛ دا جام پنځوس اووریز وو او افغانستان پکې په لومړي پړاو کې له بنګله دېش او سریلانکا لوبې وګټلې. لومړیو کې تمه وه چې اسیا جام پاکستان کې ترسره شي؛ خو د هند د مخالفت له امله په پاکستان کې … نور ولولئ