سپورټ

د نړیوالو شل اوریزو جامونو ګټونکي لوبډلمشران وپېژنئ

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا په ۲۰۰۷ کې د شل اوریزو لوبو په نوم لوبې رامنځته شوې او په همدې کال یې لومړی پړاو نړیوال جام هم په سویلي افریقا کې ترسره شو. ایم ایس ډوني مهېندرا سېنګ ډوني چې په ۲۰۰۷ کې د هندوستان لوبډلې لوبډلمشر شو، نو لومړی ځل یې نړیوال جام کې لوبډله په اتلولۍ ونازوله. د ۲۰۰۷ کال پایلوبه د پاکستان او هندوستان ترمنځ ترسره شوه، هندوستان د ۵ لوبغاړو په … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان سوداګریزې کرکټ لوبې ولې د جون په لومړۍ پیل نه شوې؟

تمه وه چې پي‌اېس‌اېل لوبې د جون په لومړۍ نېټه د سه شنبې په ورځ د لاهور قلندرز او اسلام اباد یونایټېډ په لوبه پیل شوې وای؛ خو دا لوبې د ځېنو پاکستاني لوبغاړو د ویزو ستونزو له امله د جون په لومړۍ نېټه پیل نشو. د سرفراز احمد په ګډون د ۱۶ لوبغاړو د وېزو ستونزه موجوده وه او دوی ونه توانېدل چې د جون تر لومړۍ نېټې پورې دوبۍ ته ورسېږي. د هندوستان … نور ولولئ
سپورټ

په شل اوریزو لوبو کې راشدخان تر افریدي زیاتې وېکټې اخیستي 

په شل اوریزو لوبو کې هغه بالران ډېر بریالي وي، چې د فطري وړتیا سره، سره د توپ اچونې بشپړه تجربه ولري. د شل اوریزو لوبو په غوره بالرانو کې راشدخان هم شمېر دی او تل یې په کمه ایکانومي ښه توپ اچونه کړې ده. همدا علت دی چې هغه د افغان لوبډلې سربېره د نړۍ په هرلیګ کې د اخیستلو وړ دی او د نړۍ هره لوبډله یې د اخیستلو تقاضا لري. دلته هغه … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ په نړۍ کې تر ټولو ډېر په صفر اوټ شوي لوبغاړي

کرکټ که څه هم یو ښه ورزش دی، خو له ارمانونو ډک هم دی، ځېنې وخت که یو لوبغاړی رن اوټ شي، ډېر افسوس سره ځي. که کېچ او بولډ شي بیا هم په ارمان وي، چې کاش سلیزه مې وهلی وای، کاش پنځوسیزه مې پوره کړې وای او داسې نور. دلته هغه لوبغاړي درپېژنو چې د کرکټ په لوبه کې یې زیاتې انډې خوړلي او په صفرونو رخصت شوي دي. موتیا مورالي تارن د … نور ولولئ
سپورټ

د شل اوریزو وروستیو اورونو کې د زیاتو منډو اخیستونکي توپوهونکي؛ محمد نبي هم پکې شته

په یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې هر لوبغاړی هڅه کوي، چې په وروستیو پنځه اورونو کې زیاتې منډې وکړي، توپوهنه چټکه کوي او د لوبډلې منډې زیاتوي. په کرکټ کې وروستیو څلورو او پنځه اورونو ته ډیت اورونه وایي. Death Overs ویرات کولي په شل اوریزو لوبو کې ویرات کولي هغه توپوهونکی دی، چې نسبت نورو توپوهونکو ته یې په ډیت اورونو کې زیاتې منډې کړي دي. نوموړي له ۲۰۱۶ کال راهیسې د … نور ولولئ
سپورټ

اصغر افغان او د حشمت شهیدي په وړاندې ننګونې 

کرکټ بورډ د مې په ۳۱ مه د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان له لوبډلمشرۍ لېرې شو او پر ځای یې په یو ورځنیو او ټېسټ لوبو کې حشمت الله شهیدي لوبډلمشر شو. له هغه سره یې مرستیال رحمت شاه زرمتی ټاکلی او د شل اوریزو لوبو مرستیال لوبډلمشر لا هم راشدخان دی. ښایي د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر هم ډېر ژر وټاکل شي. د اصغر افغان لوبډلمشري او د … نور ولولئ
سپورټ

د افغانستان، ویسټ انډیز او اسټرالیا د درې اړخیزې لوبلړۍ په اړه

  د ۲۰۲۰ کال د اګسټ په ۲۱ مه ځېنو رسنیو د افغان کرکټ بورډ له قوله خبر خپورکړ، چې افغانستان به په هندوستان کې د درې اړخیز شل اوریز سیریز کوربتوب کوي. خبر و چې افغانستان به د اسټرالیا او ویسټ انډیز لوبډلې مېلمنې کوي او شل اوریزې لوبې نندارې ته وړاندې کوي. اوس د یاران ځېنو لوستونکو پوښتنې کړي، چې هغه لوبلړۍ څنګه شوه، شته او کنه؟ د دې لوبلړۍ په اړه باندې … نور ولولئ
سپورټ

جلال اباد کې د شهید نجیب الله ترکي کرکټ لوبغالي چارې دېرش سلنه بشپړې شوي

د افغانستان په ډېری ولایتونو کې اوس کرکټ لوبغالي شتون لري؛ خو د مرکز کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې په تمامه معنا معیاري لوبغالي لا هم نه دي جوړ شوي. په اصطلاح مونږ لاهم افغانستان کې یو نړیوال معیاري کرکټ لوبغالی نه لرو. کرکټ بورډ هڅې پیل کړي، چې د مرکز کابل په ګډون په ولایتونو کې په نړیوالو معیارونو برابر لوبغالي جوړ کړي. له دغو لوبغالو څخه د شهید نجیب ترکي کرکټ … نور ولولئ
سپورټ

په شل اوریزو لوبو کې شهزاد محمدي دویم وېکټ ساتونکی دی، چې ډېرې منډې یې کړي دي

  په شل اوریزو لوبو کې افغانستان فوق العاده لوبغاړي لري، چې په تېر کې شهزاد محمدي د افغانستان لپاره یو له بریالیو وېکټ ساتونکو توپوهونکو څخه و. نوموړی د وېکټ ساتنې ترڅنګ په توپوهنه کې چټک و او هر وخت یې د افغانستان لپاره ښې لوبې کړې وې. دلته د هغو لوبغاړو په اړه معلومات درکوو چې په شل اوریزو لوبو کې یې د وېکټ ساتونکو په توګه ډېرې منډې کړي دي.   سارا … نور ولولئ
سپورټ

حسن نبي عیسی خېل؛ خپل پلار مې لارښود دی او لاره یې تعقیبوم  

د محمدنبي عیسی خېل زوی حسن نبي عیسی خېل وایي، لومړی مې له پلار څخه لارښوونې اورم، بیا د خپل پلار لار تعقیبوم. حسن نبي عیسی خېل په دوبۍ کې لوبېږي او د شارجه بُخاطر په نامه لوبډله کې اخیستل شوی دی. هلته د کلبونو ترمنځ لوبې روانې دي. حسن نبي عیسی خېل په یوه لوبه کې په ۳۰ توبونو ۷۱ منډې وکړې. تېره ورځ د می په ۲۸ مه د جمعې په ورځ هغه … نور ولولئ