سپورټ

د هندوستان لپاره په ټېسټ لوبو کې د کال مخکښ توپوهونکي

  له ۲۰۱۰ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د هندوستان لپاره ځېنو لوبغاړو په هر کال کې ځانونه مخکښ راوستي دي. په دې توپوهونکو کې سچېن ټېنډولکر په ۲۰۱۰ کې په ټېسټ لوبو کې ۱۵۶۲ منډې کړې وې او د هند د لوبغاړو په منځ کې مخکښ سکورر و. په ۲۰۱۱ کې راهول ډراوېډ په ټېسټ لوبو کې ۱۱۴۵ منډې کړې وې او په دې کال د هند لپاره په ټېسټ لوبو کې غوره … نور ولولئ
سپورټ

د افغان لوبډلې نوی لوبډلمشر او پر وړاندې یې پروت مزل

  افغان لوبډله اوس په یو نوي پړاو کې ده او تازه یې د سترو لوبډلو سره لوبو تابیا نیولې ده. دا چې افغان لوبډله په لوبلړیو کې یو نوي پړاو او سټېج ته ورغلې ده؛ نو ورسره جوخت پخوانی لوبډلمشر اصغرافغان ګوښه شو او پر ځای یې حشمت الله شهیدي لوبډلمشرشو. شهیدي لوبډلمشري تر اوسه نه ده کړې او دا یې لومړی ګام دی، چې دې برخه کې یې په پوړۍ یا زینه ږدي. … نور ولولئ
سپورټ

د افغان لوبغاړو په اړه د اسټرالیا بېګ باش لیګ تبصره

  د اسټرالیا د کرکټ بورډ په وېب پاڼه کې د هغو افغان لوبغاړو یوه وېډیو پورته شوې، چې په بېګ باش لیګ کې لوبېدلي دي او په مختلفو برخو کې یې لاسته راوړنې لرلي دي. دې وېب پاڼې د راشدخان، محمدنبي عیسی خېل، مجیب الرحمن، قیس احمد او ظاهرخان ویډیو پورته کړې ده او ورسره لیکلي یې دي، چې بیسټ اف د افغانز اېن کی ایف سي. Best of the Afghans in KFC. د … نور ولولئ
سپورټ

د نیوزیلېنډ توپوهونکي ډیوُن کانوی په ټېسټ لوبو کې ریکارډ جوړ کړ 

د چهارشنبې په ورځ د جون په دویمه د دوو ټېسټ لوبو لړۍ پیل کړه، په دې لوبو کې د نیوزیلېنډ توپوهونکي ډېوُن کانوی چې په شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو کې یې د بنګله دېش پر وړاندې له ځانه وړتیا ښودلې وه، په ټېسټ لوبو کې یې هم د انګلستان د بالرانو زړه شین کړ او بالاخره رن اوټ شو. نوموړي په ټېسټ لوبو کې د شپږو نورو لوبغاړو سره په ریکارډ کې … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان؛ لوبډلمشرۍ نه وېره لرم 

د افغان لوبډلې ګوګلي بالر او د شل اوریزو لوبو مرستیال لوبډلمشر راشدخان په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې دی لوبډلمشري نه کوي، له لوبډلمشرۍ ځکه وېرېږي، چې د ده په لوبه منفي اغېز کوي. په تېرو درېیوو کلونو کې د افغانستان کرکټ بورډ په دې لټه کې دی، چې یو ښه لوبغاړی لوبډلمشر وټاکي؛ خو تر اوسه نه دی بریالی شوی او څو ورځې وړاندې یې حشمت الله شهیدي د تېسټ او یو … نور ولولئ
سپورټ

د انګلستان اولي رابېنسن، د تېسټ لوبو د پیل په ورځ د خپلو متعصبو ټویټونو بخښنه وغوښته

د انګلستان نوي او ۲۷ کلن چټک توپ اچوونکي اولي رابېنسن چې په ۲۰۱۲ کې یې د مسلمانانو او نورو خلکو په اړه په ټوېټر منفي او متعصب ټویټونه کړي وو، د چهارشنبې په ورځ د جون په دویمه یې په یو خبري کنفرانس کې بخښنه وغوښته او د ټویټونو د لېرې کولو پرېکړه یې وکړه. رابېنسن په یوه ټویټ کې لیکلي وو « زما نوی مسلمان ملګری داسې دی لکه بم». له دې ټویټ … نور ولولئ
سپورټ

بلاسټ سیالیو کې د مجیب الرحمن پرځای کرېس ګرین واخیستل شو

مجیب الرحمن چې د افغانستان اف سپېن بالر دی، د انګلستان په بلاسټ سوداګریزو کرکټ لوبو کې د مېډل سېکس لوبډلې پېرلی دی. خو د یادې لوبډلې مشرانو ویلي چې مجیب الرحمن د ویزې ستونزې له امله نه شي کولای چې د بلاسټ سیالیو په لومړیو لوبو کې ګډون وکړي او په همدې خاطر د هغه پر ځای د اسټرالیا الراونډر کرېس ګرین واخیستل شو. کیدای شي مجیب الرحمن د لوبو په منځ کې انګلستان … نور ولولئ
سپورټ

نېدرلېنډ د سوپرلیګ پړاو لوبې په بریا پیل کړې 

د کرکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ پړاو لوبو په اوږدو کې د ایرلېنډ لوبډلې نېدرلېنډ ته د درې یو ورځنیو لوبو لپاره سفر کړی دی. لومړۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ د جون په دویمه ترسره شوه. په دې لوبه کې نېدرلېنډ د لومړۍ توپوهنه کې د وانډر ګوګټېن د ۴۹ منډو، د مایبورګ د ۲۰ منډو، د مکس اوډوډ د ۲۳ منډو، د بس ډي لیډي د ۲۱ منډو، د ثاقب ذولفقار د … نور ولولئ
سپورټ

د هندوستان کریکټ لوبغاړي او مېرمنې یې نن انګلستان ته ځي

د هندوستان لوبډله له انګلستان سره پنځه ټېسټ لوبې د اګسټ په څلورمه پیلوي. د هندوستان لوبغاړي به له خپلو مېرمنو، رهبرۍ غړو او مینوالو سره انګلستان ته ځي او هلته به د قرنطین موده تېروي. د انګلستان حکومت د هندوستان لوبغاړو ته د سفر اجازه ورکړې ده. د هندوستان ښځينه کرکټ لوبډله به هم له نارینه وو لوبډلې سره یو ځای انګلستان ته ځي او هلته به په ساوتمټن سیمه کې دېره کېږي. د … نور ولولئ
سپورټ

د نړیوالو جامونو په اړه د کرکټ نړیوالې شورا نوي اصول

د کرکټ نړیوالې شورا پرېکړه کړې چې د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو نړیوالو جامونو کې به له ۲۰۲۴ څخه د قهرمانۍ جام لوبو لوبډلې ۱۴ ته پورته شي او د نړیوالو شل اوریزو جامونو لوبډلې به شلو ته پورته شي، چې په دې سره به چمپیئن ټرافي کې افغانستان ته هم د لوبېدو چانس په لاس ورشي. له دې وړاندې به په قهرمانۍ جام لوبو کې ټاپ اته یا نهه لوبډلې لوبېدلې. د … نور ولولئ