سپورټ

اسټرالیا ته له تاریخي ماتې وروسته، هند خپلو لوبغاړو ته جایزې ورکوي

د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې اعلان کړی، چې خپل ټول هغه لوبغاړي او د کرکټ لوبډلې د رهبرۍ غړي په نغدي جایزو نازوي. دوی ویلي ځکه یې نازوي چې له اسټرالیا څخه یې لوبلړۍ ګټلې ده. لوبغاړو ته څومره روپۍ ورکول کېږي؟ د هندوستان کرکټ بورډ تاید کړه، چې دوی به د هندۍ لوبډلې د غوراوي کمېټې، روزونکي او نورو لوبغاړو ته جایزې ورکړي. د هندوستان حکومت هم اعلان کړی، چې د لوبډلې … نور ولولئ
سپورټ

د راشد خان په شمول د نړۍ نوې ټاکل شوې غوره لوډلې لیست

د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۱۸ م کال هغو لوبغاړو څخه یوولس کسیزه لوبډله، جوړه کړې ده، چې د ټول کال په اوږدو کې یې تر نورو لوبغاړو ښې لوبې کړي دي. د کرکټ نړیواله شورا هر کال د جایزو د وېش پر مهال د کال غوره کرکټ لوبډلې، د نړۍ له مختلفو لوبغاړو څخه جوړوي او بیا لړ خپروي. هر کال یوه ټېسټ او یوه د یو ورځنیو لوبو لوبډلې اعلانېږي. چې په ټېسټ … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ نړیوالې شورا جایزې او ګټونکي لوبغاړي، افغانان هم په کې شته

د کرکټ نړیواله شورا د یو درجن په شمېر کې نړیوال ورزشي ټرافیانې یا ایوارډونه لري، دا ایوارډ او جایزه هغه لوبغاړي ته هر کال ورکول کېږي، کوم لوبغاړي چې د یو کال په اوږدو کې یې ښې لوبې کړي وي. د جایزو د ورکړې دا لړۍ په ۲۰۰۴ م کال کې د کرکټ نړیوالې شورا له خوا پیل شوې ده. په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۴ کلونوکې دا ایوارډ د ایل جي کرکټ نړیوالې شورا په … نور ولولئ
سپورټ

د استرالیا ښځینه بیګ باش لیګ، تازه حال

د ښځينه بېګ باش لیګ سیالۍ چې د ۲۰۱۸ م کال د ډېسمبر په لومړۍ نېټه د اته لوبډلو په ګډون پیل شوې وې، په کې څلور لوبډلې چې ترنیمه پایلوبو رارسېدلې وې، سېډني تندر، برېسبېن هیټ، سېډني سېکسرز او مېلبورن رېنېګېډز دي. په لومړۍ نیمه پایلوبه کې برېسبېن هیټ لوبډلې، سېډني تندر ته په ۴ منډو ماته ورکړه، چې تندر لوبډله له سیالیو بهر شوه او برېسبېن هیټ لوبډله تر پایلوبې ورسېده. دوهمه نیمه … نور ولولئ
سپورټ

هاشم امله د ویرات کولي یو مهم ریکارډ د پاکستان خلاف مات کړ

مسلمان غوره توپ وهونکي د هندۍ لوبډلې د اوسني لوبډلمشر د سلیزو ریکارډ د پاکستانۍ لوبډلې پر وړاندې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې مات کړ. هاشم امله د پاکستان خلاف په سېنټ جورج لوبغالي کې د شنبې په ورځ ۱۰۸ منډې وکړې او په دې ډول یې ویرات کولي وننګاوه. ویرات کولي ټولې ۲۱۹ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې په ۲۱۱ لوبو کې یې توپ وهنه کړې، هغه په دغو لوبو کې ۳۹ سلیزې … نور ولولئ
سپورټ

افغانستان به د ۲۰۲۲ کال تر پایه شا او خوا سل نړیوالې لوبې وکړي

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه رییس شفیق الله ستانکزي پرون د یوې خبري ناستې پر مهال د ملي لوبډلې راتلونکي لوبيز پروګرامونه اعلان کړل ستانکزي وویل چې کرکټ ملي لوبډله به له ۲۰۱۹ زیږدیز کال څخه د (FTP) فیوچر ټوورز پروګرام (د راتلونکو ورزشي سفرونو) پروګرامونه پيلوي، چې دغه لوبیزه لړۍ به د ۲۰۲۳ زیږدیز کال تر جنورۍ میاشتې پورې دوام وکړي. د کرکټ بورد اجرایوي مشر وایي د افغانستان د ټولو لوبو د خپرولو … نور ولولئ
سپورټ

هند کې د افغان لوبغاړو تمریناتي کمپ: ۴۴ لوبغاړي په کې شامل دي

د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې پرون د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې د ۴۴ لوبغاړو نوملړ خپورکړ، چې د هندوستان په بنګلور ښارکې به تمریناتي کېمپ پیل کړي. د کرکټ بورډ مسئولینو په وېنا دا کمپ به ۲۲ ورځې دوام وکړي. تر دې وړاندې افغان لوبډلې اوږود تمریناتي کمپ په ۲۰۱۸ م کال کې د اسیا جام په اوږدو کې پیل کړی و؛ په هغه تمریناتي کمپ کې شا او ۴۷ لوبغاړي شامل وو. … نور ولولئ
سپورټ

ویرات کولي: هغه څه چې ډوني کرکټ کې کولی شي، بل څوک یې نه شي کولی

تاسې ښه خبر یاست، چې هندوستان او اسټرالیا ته د ۲۰۱۸ کال په نومبر میاشت کې د درې شل اوریزو، څلورو ټېسټ او درې یو ورځنیو لوبو لپاره سفر کړی و. هندۍ لوبډله د نومبر په ۲۱ مه نېټه استرالیا ته تللې وه؛ دې دوه لوبډلو لومړی درې شل اوریزه لوبې وکړې، یوه اسټرالیا وګټله، یوه هندوستان وګټله او یوه لوبه باران بې پایلې کړه. د شل اوریزو لوبو سیریز مساوي شو. ورپسې دواړو لوبډلو … نور ولولئ
سپورټ

افغان لوبډلې په یو ورځنیو لوبو کې زِمبابوې ته یو بل ګوزار ورکړ

دا چې افغان لوبډلې په تېرو لس کلونو کې خورا پرمختګ کړی او لوبغاړي یې ښه ځلېدلي دي، نو د افغان لوبډلې په پرمختګ د کرکټ نړیواله شورا هم قانع ده او د دې لوبډلې لاسته راوړنې یې نه دي هېرې کړي. افغان لوبډله اوس د هغو ۲۰۱۳ او ۱۴ کلونو لوبډله نه ده، بلکې اوس ترې د نړۍ سترې لوبډلې وېره لري او په ډغره وهلو کې ورڅخه ډار حس کوي. دا چې افغان … نور ولولئ
سپورټ

دغو لوبغاړو ډیر ژر په یو ورځنیو لوبو کې ۶ زره منډې پوره کړي

د کرکټ په نړۍ کې عجیبه او توپاني توپ وهونکي تېر شوي او ځېنې بیا نور د ریکارډونو جوړولو لپاره د کرکټ لوبغالو ته راځي او ریکارډونه جوړوي، چې ښه بېلګه یې د افغان چټکو توپ وهونکو حضرت الله ځاځي او شهزاد محمدي ده، دواړو په دوه لیګونو کې ریکارډونه جوړکړل. همداسې یوراج سېنګ او نور لوبغاړي د ریکارډونو په جوړولو بریالي شوي دي. د کرکټ لوبغاړو په منځ کې هغه لوبغاړي درپېژنو، چې د … نور ولولئ