کلتور او هنر

د رنګین ماښام هنرمند خالد ملک: څوک چې مئېن نه وي خوشې سنډا به وي

د پښتو موسیقۍ مشهور نوم خالد ملک باوري دی، چې هر انسان باید مېن شي او که مېن نه شي نو انسان به نه وي، خوشې سنډا به وي. د ریښتینې مېن ارمانجن خالد ملک، چې له ۲۰۰۴ راهیسې یې د «لیلا لیلا لیلا- ځار شم له تا لیلا» سندرې په ویلو سره موسیقۍ ته مخه کړې، وایي ریښتینې مینه یې خوښیږي. ملک په یوه تلویزوني مرکه کې وویل: د ډوډۍ والا مینه مې نه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د غاښ درد یو روسی ګرځندوی ځان وژنې ته اړویست

د غاښ درد له ترټولو ډېرو ځورونکو دردونو څخه ګڼل کیږي. د دې درد یوه غټه بدي دا ده، چې عام دی او تقریباً هر څوک یې د ژوند په یوه یا څو مرحلو کې تجربه کوي. د دې درد به نورڅه بیان کوو، کیدای شي تاسو هم تجربه کړی وي او دا اوس یادونه به یې هم د هغه درد بدې خاطرې در په زړه کړي. د غاښ درد، یوه لویه بدي دا ده … نور ولولئ
سیاست

پوتین ۶۶ کلن شو؛ ترټولو عجیبه ډالۍ ورته څه وه؟

ژباړه: بشر دروېش د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین څو ورځې مخکې ۶۶ کلن شو. هغه ته د کلیزې په مناسبت یې تر ټولو جالبه او عجیبه ډالۍ د یوه بزګر لخوا د مڼې د یوه نیالګي ډالۍ کول و. دغه ډالۍ د کرنیز شرکت د مشر مرات ګالاییف له لورې پوتین ته ډالۍ شوه. ګالاییف وویل: زموږ د شرکت یوه بزګر پوتین سره د زیاتې مینې له کبله دغه ډالۍ هغه ته استولې ده. د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د شاتو مچیو مرګ یو کروندګر زنداني کړ

د شاتو مچیو وژل په افغانستان کې عامه خبره ده. ډېر ماشومان به مو لیدلې وي چې د لوبو او مستۍ لپاره ځینې وخت د شاتو مچۍ پاروي. پاریدلې مچۍ یا دوی چیچي او یا یې دوی وار له مخه په وژلو شرطونه تړي او بې شماره یې له منځه وړي. ماشومانو ته دا عادت له مشرانو انتقال شوی، ځکه دوی لیدلي چې پلرونو، مشرانو وروڼو او د چاپېرچل نورو کسانو یې دا کار کړی … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

بې باوري څنګه له مینې لیرې وساتو؟

ژباړه: بشر دروېش مینه له هیڅ شي دومره نه اغېزمنیږي او نه ترې نابودیږي، لکه له بې ځایه یا پرځای شکونو څخه. د اړیکو متخصصین شکونه د مینې او حتا ډېرو نورو رشتو د ختمیدو لوی دلایل ګڼي. اعتماد مو ژوندی وساتي ځینې خلک په ډېرې سختۍ یو پربل باور او اعتماد کوي. بې باوري د ډېرو انسانانو تر ټولو جدي ستونزه ده. دوی فکر کوي چې ټول خلک ټګان دي، چل دوکه به ورسره … نور ولولئ
سیاست

د نواز شریف نوی سرخوږی؛ دا ځل په ملي خیانت تورن شو

د پاکستان دوه مخکیني صدراعظمان دا ځل په یوه ګډ سرخوږي اخته شوي. په تازه ګام کې، د پاکستان د لاهور ښار یوې محکمې د دغه هېواد د مسلم لیګ نواز ګوند اړوند دوه پخواني صدراعظمان( نواز شریف او شاهد خاقان عباسي) په خیانت تورن کړي او احضار کړي یې دي. کیسه څنګه پيل شوه؟ نوازشریف، څو میاشتې مخکې د فساد په یوه ستره قضیه کې د ښکېلتیا په تور له صدراعظمۍ ګوښه او له … نور ولولئ
سیاست

د «سترمعلم» پر لقب ناندرې؛ غني که عطا یې وړ دی؟

بلخ ته د ولسمشرغني د څو ورځې وړاندې سفر پرمهال د بلخ د ښوونکو د ټولنې له ادرسه په یوه ستره غونډه کې ښاغلي غني ته د « ستر معلم» لقب ورکړل شوی. د ښاغلي غني پلویانو، هغه ته د دغه لقب ورکول ستایلي او تود هرکلی یې کړی. خو د غني یوه سرسخته سیاسي مخالف عطا محمد نور په دې اړه توند غبرګون ښودلی. ولې د «ستر معلم» لقب؟ هغو کسانو، چې ښاغلي غني … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ښځې د دې خبرو د اوریدو مئېنانې دي

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش پښتو متل دی، چې: ښه خوی به دې سلطان کړي، بد خوی به دې په ځان پورې حیران کړي. افغانان په ټوله کې د خپلمنځي چلند پر وخت په بد خویۍ تورن دي، په خاص ډول چې کله له خپلو ښځینه وو سره غږیږي. انسانان ټول او مېرمنې په خاص ډول خوږو خبرو ته ډېرې خوشالیږي، دوی ته ځينې «لطیف جنس » وایي. د ښځو دا خوښیږي، چې په ښه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

دا ۴ ټکي مو کورنی ژوند ګواښي

ژباړه: بشر دروېش د یوې سوکاله کورنۍ رامنځته کول د هرچا هیله او ارمان دی. ځینې په دې کار بریالي كیږي او ځینې نه، خو ځینې که په دې کار بریالي شوي هم وي وروسته دا ستونزه ورته پېښه وي، چې څنګه خپله سوکاله کورنۍ له احتمالي ګواښونو وژغوري. دلته ۴ هغه مهم ټکي درسره شریکوو، چې د یوې سوکاله کورنۍ د بې نظمه کیدو او پاشلتیا سبب ګرځي: ۱- د کور په پرتله بهر … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د مېلمستیاوو لګښتونه مو په دې ډول کم کړئ

ژباړه او زیاتونه: بشیر درویش په مېلمستیاوو کې موږ افغانان نوم لرو، مېلمستیاوې ښه شی دی، مخالفت یې نه دی په کار. ځینې وایي: مېلمه د خدای دوست دی. په اسلامي لحاظ هم مېلمه ته قدرکول ښه دي او په انساني او ټولنیز لحاظ هم. یو شمېر خلک بیا د مېلمستیاوو مخالفت کوي، وایي د کور ښځمنو ته سرخوږی جوړوي او زیات لګښتونه پرې راځي. د مېلمستیاوو په برخه کې معقوله لاره همدا ده چې … نور ولولئ