رسنۍ

د ټرمپ پر وړاندې د cnnګامونه؛ محکمې ته یې شکایت او د توهین شوي خبریال غچ یې واخېست

د امریکا جنجالي ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا ځل له سي این این نړیوالې تلویزوني شبکې سره په جنجال اوښتی. دا جنجال تر فیډرالي محکمې رسیدلی. دغې ټلویزوني شبکې د دې ترڅنګ خپل هغه خبریال لا مهم کړی، چې ټرمپ یې په یوه خبري ناسته کې توهین کړی و. پر خبریال د سپینې ماڼۍ بندیز د سي این این تلویزوني شبکې اعلان کړی، چې رسمآ یې د امریکا فیډرالي محکمې ته له ولسمشر ټرمپ څخه شکایت … نور ولولئ
خواړه

نوې څېړنه: ماشوم ته شیدې ورکول د میندو د سرطان خطر کموي

ژباړه: بشر دروېش د میندو لخوا ماشومانو ته د شیدو ورکول په وروستیو کې کمرنګه شوی ښکاري. یو شمېر میندي ګومان کوي، چې دا کار ممکن ورته په تاوان تمام او صحت ته یې ښه نه وي. البته په دې کې شک نشته، چې تر دوه نېم کلنۍ پورې ماشومانو ته شیدې ورکول د میندو مسولیتونه زیاتوي او مجبوروي یې، چې د دې کار له عهدې د وتو لپاره ډېر او ځانګړي خوراکونه او نور … نور ولولئ
کلتور او هنر

ماه جبین قزلباش د فلم ډکولو پر وخت په فلمي ډول واده کړی

ماه جبین قزلباش یوازې مشهوره سندرغاړې نه ده؛ هغې په یو شمېر فلمونو کې هم کار کړی او ترټولو جالبه دا چې د ګډ ژوند پيل یا واده یې هم په فلمي بڼه شوی و. په دې لیکنه کې به د ماه جبینې د ژوند د نورو اړخونو ترڅنګ له دې کیسې هم خبر شئ. د پښتو ایرانۍ خدمتګاره ماه جبین قزلباش د پښتو موسیقۍ له وتلو نومونو څخه ده. هغې لسیزې ـ لسیزې پښتو … نور ولولئ
سپورټ

د راشد خان او نجیبه فیض بنډار؛ نجیبې سره به واده وکړي؟

د افغان کرکټ نړیوال ستوری راشد خان څو شپې وړاندې له مشهورې اداکارې او ژورنالیستې نجیبه فیض سره د بنډار په یوه تلویزوني خپرونه کې مېلمه و. دلته د دې خپرونې مهمې برخې درسره شریکوو: کرکټ ته مخه په دې مرکه کې راشد خان کرکټ ته د مخه کولو کیسه وکړه. ویل یې له ماشومتوبه د كرکټ مینه وال و. د ده په وینا نه یوازې ده؛ بلکې نورو وروڼو یې هم کرکټ خوښوه، خو … نور ولولئ
کلتور او هنر

له افغان سیاستوالو او وضعیته خفه؛ لطیف ننګرهاری وایي وجدان د سندرو اجازه نه ورکوي

د افغانستان له اوسني وضعیته نه یوازې عام خلک؛ بلکې سندرغاړي هم، چې په خپګان کې د خلکو پر شونډو موسکا راولي، ناراضه دي. په دوی کې یو یې مشهور افغان هنرمن لطیف ننګرهاری دی. ننګرهاری، چې د هنري فعالیت د شهرت له وخته یې په لومړي ځل په اوږده ځنډ د سندرو د نه خپریدو شاهدان یوو، وایي : د افغانستان وضعیت، چې هره ورځ پکې ګڼ خلک وژل کیږي او له هره اړخه … نور ولولئ
خواړه

د هډوکو دښمنان مو دا دي

ژباړه: بشر دروېش د انسان د وجود ساختمان له هډوکو جوړ دی. هره ورځ کیدای شي د تېروتنو، بې غورۍ یا ناخبرۍ له وجې د هډوکو له دښمنانو سره مخ شئ. د دې لپاره، چې دا دښمنان درباندې کامیاب نه شي او هډوکو ته مو زیان وانه ړوي، لازمه ده څو دغه دښمنان وپېژنئ او مقابله یې وکړئ. په دې مطلب کې درته د هډوکو دښمنان در پېژنو: خراب غوړي د انسان د وجود ساختمان … نور ولولئ
په زړه پورې

په لاس انجلس کې د امریکا د کشفونکي مجسمه راښکته شوه

بشر دروېش کریستف کولمب د امریکا متحده ایالاتو کشفونکی یادیږي. هغه د همدې لپاره په دغه هېواد کې له ځانګړي درناوي څخه برخمن دی. د دغه درناوي په لړ کې د امریکا په یو شمېر مهمو سیمو کې د نوموړي مجسمه د نورو امریکایي مشاهیرو په څنګ کې لګول شوي ده. د لاس انجلس توهین د لاس انجلس ځایي شورا کریستف کولمب په دې تورن کړی، چې د امریکا د کشف او څېړنو پر وخت … نور ولولئ
خواړه

څوهغه میوې او سبزۍ چې د مني فصل کې یې د ښې روغتیا لپاره کارولی شئ

بشر دروېش منی د هر موسم په شان د نورو ځانګړنو ترڅنګ خپلې خاصې مېوې هم لري. په دې موسم کې د ډېرو تولیدیدونکو او هم ګټورو مېوو په اړه په دې مطلب کې معلومات درکوو. د دې مېوو خوړل ځکه ضرور دي، چې له موسم سره برابره انرژي او نورې اړتیاوې مو پوره کوي. مڼې مڼې په ډېرو موسمونو کې پیدا کیږي، خو د مني مڼې بیا مختلف ډولونه او ځانګړی خوند لري. دغه … نور ولولئ
خوندیتوب

د ملا د درد لاملونه او حل لارې دا دي

ژباړه: بشر دروېش د فقرات له ستنې ډېرخلک شکایت لري، چې درد کوي او په تکلیف کړي یې دي. دغه ستنه د بدن یوه تر ټولو مهمه برخه ده، چې درد یې انسان زیات ځوروي او چارې یې له خنډ و ځنډ سره مخ کوي. خو دا درد ولې رامنځته کیږي او د حل لارې یې څه دي؟ په دې مطلب کې همدا موضوع څېړل شوې. د ورزش تشه او غلط ورزش ورزش وجود ته … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

نوی ګاندي د نړۍ بدلولو مبارزې ته تیاری نیسي

ژباړه: بشر دروېش ټاکل شوې چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د عدم تشدد یا پر تاوتریخوالي د نه ولاړې مبارزې د بنسټګر ګاندي زرګونه پلویان د هند له نوې ډېلۍ څخه د ملګرو ملتونو تر اروپایي مرکز(ژنیو) پورې په اعتراضیه ډول پلی سفر وکړي. د نړیوالې سولې او عدالت مبارزه د دغه لاریون پلانونکي راجاګوپال پوتانوِتیل په یوه خبري ناسته کې د دغه لاریون په اړه وویل: « دغه نظر په داسې وخت موږ … نور ولولئ