کلتور او هنر

استاد شاه ولي: د سندرو زر کمپوزه لرم، خو له بې وسۍ یې نشم ویلی

د پښتو استاد او نوموتی سندرغاړی شاه ولي افغان، چې ممکن ډېر مینه وال یې د نویو سندرو د نه راوتو له کبله ترې خوابدي وي. خو استاد شاه ولي وایي دا دومره موده کرار نه دی ناست، تر زرو پورې د سندرو کمپوزونه یې جوړ کړي، خو له بې وسۍ او تش لاسۍ یې نه شي ویلی. موسیقۍ ته مخه استاد شاه ولي، چې د کاپېسا د تګاب ولسوالۍ اوسیدونکی دی له نیږدې ۵۰ … نور ولولئ
اقتصاد

اسیا د وریجو په تولید کې انقلاب راوستی

ژباړه: بشر دروېش د اسیا ټایمز ورځپاڼې په یوه تازه مقاله کې لیکلي، چې اسیا د وریجو د تولید په برخه کې انقلاب راوستی. د شرایطو بدلون له بانګوک څخه په خپریدونکې دغې ورځپاڼه کې راغلي، چې اسیا د وریجو د تولید په برخه کې هم مناسب اقلیمي بدلونونه لري، هم موسمي توپانونو ګټه ور رسولې او هم یې د سیندونو اوبه زیاتې شوي. د کرنې پوهانو دغو بدلونونو ته په تېرو څلورو لسیزو کې … نور ولولئ
خواړه

نوې څېړنه: زیاتې اوبه مه څښئ، تاوان لري؛ څومره باید وڅښل شي؟

مخکې د اوبو د زیات څښاک په اړه زیات ټینګار شوی او ګټور ګڼل شوی، خو اوس په یوه تازه څېړنه کې ویل شوي، چې له حده د زیاتو اوبو څښل وجود ته د ګټې پرځای ګڼ زیانونه لري. د نوې څېړنې پربنسټ له حده د زیاتو اوبو څښاک ان خبره د انسان تر مرګه پورې رسولای شي. د پښتورګو ستونزه د څېړنې له مخې د انسان پښتورګې یا ګردې په یوه ساعت کې له … نور ولولئ
په زړه پورې

د ټولنیزو رسنیو بله ګټه؛ نور به له مالیې تښتیدونکي پرې تعقیبیږي

د ټولنیزو رسنیو استعمال ورځ تربلې په نړیواله کچه زیاتیږي. دا رسنۍ ګڼې ښیګڼې او زیانونه لري. یوه نوې ګټه یې اوس دا ده، چې د فرانسې حکومت له دغو رسنیو څخه د مالیاتي تیښتې د مخنیوي لپاره ګټه اخلي. نوې طرحه د فرانسې دولت پریکړه کړې، چې له مالیې ورکولو څخه د تښتیدونکو خلکو د څار لپاره له ټولنیزو رسنیو ګټه اخلي. د فرانسې د مالیې وزیر ژرالد دارمانا ویلي: په پام کې ده، … نور ولولئ
په زړه پورې

د بیل کلینټن معشوقه د هغه له مېرمنې هیلري څخه بښنه غواړي

مونیکا لوینسکي؛ هغه ښایسته نجلۍ چې د امریکا د دوه څلوېښتم ولسمشر(بیل کلینټن) معشوقه وه، د مینې له رسوایۍ کلونه وروسته حاضره شوې، چې د بیل کلینټن له مېرمنې هیلري کلینټن سره د مخامخ کیدو په صورت کې له نوموړې بښنه وغواړي. نړیواله رسوایي د مونیکا لوینسکي او بیل کلینټن مینې او حتا د جنسي اړیکې ادعا په نړیواله کچه رسوایي رامنځته کړه. دا رسوایي د ۱۹۹۰ په وروستیو کلونو کې هغه مهال وشوه، چې … نور ولولئ
په زړه پورې

هند د فیلانو لپاره روغتون جوړ کړ

په داسې حال کې، چې د نورې نړۍ یوه د پام وړ برخه انسانان لازمې روغتیایي اسانتیاوې نه لري؛ هند د فیلانو لپاره په روغتون جوړولو بریالی شوی. د روغتون په اړه دغه روغتون د یاد شوي هېواد په اوتارپرادیش ایالت کې تر جوړیدو وروسته پرانیستل شوی. د Economic Times د راپور له مخې دا روغتون په نړیواله کچه د فیلانو لپاره لومړنی جوړ شوی روغتون دی. سرچینه وایي دغه روغتون د اوتارپردیش ایالت د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

نارینه له خپلو مېرمنو دا تمې لري

ژباړه: بشر دروېش نارینه او ښځینه دواړه له یو بله؛ په خاص ډول په ګډ ژوند کې ګڼې غوښتنې لري. دغه غوښتنې ممکن په خوله له یو بله ونه کړي، خو ښه ده چې د یو بل په توقعاتو وپوهیږي او د پوره کولو لپاره یې لاس په کار شي. دلته به هغه غوښتنې درسره شریکې کړو، چې په عام ډول یې نارینه له خپلو مېرمنو څخه لري: یوازې جنسي اړیکې نه دي په عام … نور ولولئ
خواړه

ماشومان او پنیر؛ په کوم عمر یې خوړل ورته ښه دي؟

ژباړه: بشر دروېش پنیر له کلسیم څخه ډک لبنیات دي. دا لبنیات د نورو انسانانو ترڅنګ ماشومانو ته هم ګټور دي. د پنیر له خوراک سره د ماشومانو هډوکي او غاښونه پیاوړي کیږي. خو دوی ته په کوم عمر او شرایطو کې پنیر ورکول ضرور او ګټور دي. په دې مطلب کې به په همدې اړه معلومات درکړو. لومړی د پنیرو په اړه پنیر خوندور لبنیات دي، پروتین، کالري، ویټامین A، ویټامین D ا و … نور ولولئ
په زړه پورې

نوی مذهبي ټکر؛ هند د ښارونو اسلامي نومونه بدلوي

سره له دې چې هند د نړۍ په کچه د دیموکراسۍ تر ټولو لوی هېواد ګڼل کیږي، خو په وروستیو کې له دغه هېواد څخه د مذهبي ټکرونو؛ په ځانګړي ډول د مسلمانانو پر وړاندې د یو شمېر پارونکو ګامونو خبرونه خپریږي. نوې ناندرۍ په تازه ګام کې یو شمېر مسلمانان او حتا غیر مسلمان مدني فعالان د واکمن ګوند هغې پریکړې قهرولي، چې له مخې یې د یو شمېر اسلامي ښارونو نومونه په غیر … نور ولولئ
خواړه

سره املوک دا ګټې او زیانونه لري

ژباړه: بشر دروېش سره املوک د مني له خوندورو او خاصو مېوو څخه ده. دا مېوه د پښتورګو د تېږې په ختمولو، د وینې د فشار په کنټرول، د سرطان په مخنیوي او د سر د پوستکي په پیاوړتیا کې خاص رول لري. یاده مېوه تر ډېره په چین او جاپان کې کیږي. پاکستان هم له چین څخه دا مېوه خپلو متناسبو سیمو ته لېږدولې او ایران هم. د دې دوو هېوادونو په وسیله افغانستان … نور ولولئ