کلتور او هنر

عنایت غزال وايي، خپلې پښتو سندرې زیاتوي

د افغانستان مشهوره ښځينه هنرمنده غزال عنایت، چې په وروستیو کې یې یو شمېر پښتو سندرو ګڼ مینه وال موندلي، د خپلو پښتو سندرو د زیاتولو خبره کوي. هغې په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې په دې برخه کې یې ځینې کارونه تر لاس لاندې دي. لغمانۍ او کندهارۍ غزال غزال عنایت نه غواړي په مشخصه توګه د خپل قومي هویت یا اصلي ژبې په اړه څه ووایي، خو وایي پلار یې د لغمان … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

که په خوب کې مو له خولې اوبه ځي دا یې حل لارې دي

ژباړه: بشر دروېش د خوب پر وخت به یا ستاسې یا د کورنۍ غړو او دوستانو له خولې مو ترخې اوبه ځي، خو په دلیل او حل لارو یې ممکن ونه پوهیږئ. دلته د دغې ستونزې په لاملونو او حل لارو خبرې کوو. ولې مو له خولې ترخې اوبه ځي؟ د خوب پروخت معمول ده، چې د وجود غړي یا عضلات مو په غیر ارادي ډول ځينې غبرګونونه ښيي یا فعالیتونه کوي. له خولې څخه … نور ولولئ
خواړه

د خوراک له مخې د خلکو شخصیتونه وپېژنئ

ژباړه: بشر دروېش ډېرخلک او حتا تاسې ممکن ونه پوهیږئ، چې غذا خوړل څومره ستاسې یا د دوی د شخصیت پېژندنې یوه ځانګړنه ده. خو واقعیت دا دی، چې روان پوهنه د غذا خوړلو له مخې د خلکو د شخصیت پېژندلو اسانتیا برابره کړې ده. د غذا خوړلو بڼه یا عادت طبیعي دی او څوک یې بدلولای نه شي. راځئ د تجربې له مخې دا لارې چارې ولولئ او له مخې یې خپل یا د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

موبایل لرونکو ته دا ټکي ضرور دي

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش د موبایلونو غلا په افغانستان کې له عامو غلاوو څخه ده. کیدای شي تاسې یا مو نیږدې دوستان هم د دې غلا له قربانیانو اوسئ. یا احتمال د دې شته، چې یوه ورځ نه یوه ورځ د دې غلا په قربانیانو کې حساب شئ. موبایل یا ګرځنده ټلیفون په اوسني عصر کې یو له ترټولو لومړنیو انساني اړتیاوو څخه ګڼل کیږي. دلیل یې واضح دی، هرڅوک غواړي له نورو سره … نور ولولئ
ژوند بڼه

په مني کې د خپګان احساس، لاملونه او حل لارې یې دا دي

ژباړه: بشر دروېش هر فصل خپلې ښیګڼې او بدګڼې لري. د مني په ښیګڼو کې که د طبیعیت ښکلا، طلایي رنګونه، ملایم موسم او نور شامل دي، خو یوه منفي ځانګړنه یې د ځینو خلکو د خپګان احساس دی. تاسې هم ممکن له هغو خلکو اوسئ، چې دغه احساس مو تجربه کړی وي. یانې په هرمني کې به خپګان او ستړیا محسوسوئ. په دې مطلب کې د همدغه احساس په لاملونو او حل لارو معلومات … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

دا کارونه درنه غوره ملګری جوړوي

ژباړه: بشر دروېش له دوستۍ او عاطفي اړیکو څخه برخمنوالی یوه عامه انساني اړتیا ده. په دیني لحاظ هم انسان دوست لرلو ته مجبور دی. د دوستۍ ترټولو مهم خاصیت دا دی، چې له یو بل سره د دوستۍ په تار تړل شوي کسان باید یو شمېر مشترک ټکي ولري. ښه دوست څوک دی؟ غوره دوست هغه دی، چې په ټولو لوړو ژورو کې تاسې وپالي. البته د دوستۍ په اړه ډير متفاوت تعریفونه او … نور ولولئ
روغه سټه

د وجود رګونه ولې پړسیږي؟

ژباړه: بشر دروېش د وجود رګونه د وجود مختلفو برخو او په خاصه توګه تر ټولو مهمې برخې(زړه) ته د وینې رسولو دنده لري. موږ ترهغې خپلو رګونو ته زیات نه متوجه کیږو، چې ونه پړسیږي یانې خپله مو پام ځانته جلب کړي. په دې مطلب کې د رګونو د پړسوب یا ځان څرګندولو په دلایلو درسره غږیږو: تشویش مه کوئ که مو د وجود رګونه پړسیدلي وي او په دلیل یې نه پوهیږئ نو … نور ولولئ
کلتور او هنر

د امریکا او لویدیځې نړۍ څو مشهورې څیرې چې د مېرمنو او خاوندانو خیانتونه یې بښلي

ژباړه: بشر دروېش په اړیکو کې د خیانت بحث تر ډېره د نه بښلو دی، خو په ګډ ژوند کې خیانت بیخي یا نه بښل کیږي، یا په ډېرې سختۍ او استثنایي توګه بښل کیږي. دلته درته د هغو نړیوالو ستورو په اړه معلومات درکوو، چې په ګډ ژوند کې یې د خپل شریک او شریکې پر خیانت سترګې پټې کړي او دغه خیانتونه یې بښلي دي. کاردي بي او آفسټ د دغې جوړې د … نور ولولئ
په زړه پورې

د چین یو بانک: ښځینه کارکوونکې زموږ له اجازې پرته حمل نه شي اخیستی

د چین د یوه مشهور سوداګریز بانک مسولینو خپلو ښځینه کارکوونکو ته حتمي کړې، چې د مسولینو له اجازې پرته به حمل نه اخلي. دلیل یې څه دی؟ د چین د چیجیججوانگ ښار د سوداګریز بانک مشر ویلي، چې دا پریکړه یې د خپلو بانکي کارونو د نظم او ښه والي لپاره کړې ده. مسولینو ویلي، چې دوی تر دغه بندیز مخکې د ښځینه کارکوونکو د حامله توب له کبله ستونزو سره مخ شوي. د … نور ولولئ
ټیکنالوژي

بریښنایي سګریټ؛ ګټې او زیانونه یې څه دي؟

ژباړه: بشر دروېش په وروستیو کې د نورو سیمو ترڅنګ د افغانستان یو شمېر خلک هم د سګریټو له اعتیاد څخه د ځان ژغورنې لپاره د یوه بدیل په توګه الکترونیک یا بریښنایي سګریټ کاروي. خو دغه سګریټ څه ګټې او زیانونه لري؟ وکارول شي، كه تحریم شي؟ په دې مطلب کې به همدې ټکیو ته کتنه ولرو: دا سګریټ څنګه کارول کیږي؟ الکترونیکي سګریټ د بیټرۍ په وسیله کارول کیږي، یانې بیټرۍ خوري او … نور ولولئ