افغانستان

کابلوف د خلیلزاد پر وړاندې؛ روسیه د ماسکو له ناستې وروسته نورڅه کوي؟

د افغانستان سیاسي فضا که په دقت وارزول شي، لیدل کیږي چې دا هېواد ریښتیا هم د سیمې او نړۍ د قدرتوتو ( امریکا او روسیې) د سیالۍ په میدان بدل شوی. له طالبانو سره د روسیې مرستې او ترې ملاتړ، د امریکا پلوه افغان حکومت د نورو مخالفانو په اړه د روسیې نرمي او ورسره توده راشه- راشه یا په سیمه ییزو اړیکو کې د افغان حکومت د رول کمرنګه کیدو ټولو کې د … نور ولولئ
خواړه

د ټرمپ غذایي رژیم؛ څه خوري، څه نه خوري؟

د امریکا پینځه څلویښتم ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نړیواله کچه له ډېرو هغو مطرحو سیاستوالو څخه دی، چې هره ورځ د رسنیو سرټکی وي. د ټرمپ د عجیب و غریب شخصیت شخصي ژوند او معلومات له همدې کبله لوستونکو ته جالب او د پام وړ دي. دلته به یې د عمر او په خاص ډول د غذایي رژیم (خوراک – څښاک) په اړه وغږیږو. ځوان بوډا ولسمشر ټرمپ لکه چې پوهیږئ ۷۲ کلن او د … نور ولولئ
افغانستان

د ماسکو ناسته؛ طالب استازي او افغان سیاستوالو پر دې ټکو بحثونه لرل

د روسیې پلازمېنه ماسکو د سې شنبې ورځې ناوخته د افغان سولې په تړاو د وسله والو طالبانو او یو شمېر افغان سیاستوالو د ګډې غونډې کوربه و. دا غونډه ظاهرا په روسیه کې د مېشتو افغانانو یوې ټولنې بللې وه. پرانیسته د غونډې پرانیستې وینا د یادې ټولنې مشر وکړه. هغه د غونډې د بللو هدف پر افغان سولې د خپلمنځیو بحثونو زمینه سازي او یوه تفاهم ته د رسیدو هڅه وګڼله. ورپسې مخکیني … نور ولولئ
افغانستان

د سلام ضعیف او عباس ستانکزي ټکر؛ طالبان فتحه که سوله غواړي؟

د طالبانو د سیاسي دفتر مخکیني مشر او د دفتر برحاله غړي مولوي شېرمحمد عباس ستانکزي تېره اونۍ په یوه مرکه کې د افغانستان د راتلونکي په اړه پارونکې خبرې لرلې. مهم ټکي: – طالبان په افغانستان کې د یوه امریکایي سرتېري تر موجودیته هم جنګ ته دوام ورکوي. – طالبان به واکمنیږي، امارت به جوړوي، قدرت نه انحصاروي، ټول ملت به پکې شریکوي. – د بهرنیو ځواکونو له وتو سره افغان ځواکونه خپله له … نور ولولئ
سینما او موسیقي

زړه وړونکې موسکاوې؛ دا فلمي نجونې پکې نړیوال نوم لري

ژباړه: بشر دروېش موسکا د زړه پرانیستلو لومړۍ دروازه ګڼل کیږي، بیا چې د ښکلو نجونو او ښځو په خوله وي، خو په عامه اصطلاح بیخي کانې کوي. د نړۍ ښکلې ښځې د نورو خواصو ترڅنګ تر ډېره ښه زړه وړنکو موسکاوو خلک جذبوي. د پښتو ادب ترڅنګ د ګڼو ژبو ادبیات د ښکلو موسکاوو ستاینې کوي او د دلبرۍ خاص دلیل یې ګڼي. دلته د هغو نړیوالو ښځینه فلمي ستورو په اړه غږیږو، چې … نور ولولئ
افغانستان

د ماسکو غونډه؛ د بین الافغاني مذاکرې پیل، پر افغانستان معامله که د افغانستان دفاع؟

په پام کې ده، چې سبا سې شنبه د روسیې پلازمېنه ماسکو د افغان سولې په تړاو د طالب استازو او افغان سیاستوالو د لومړۍ مخامخې ناستې کوربه وي. ناستې ته ورتلونکي سیاستوال او په کابل کې د روسیې سفارت ادعا لري، چې دغه ناسته هلته د مېشتو افغانانو یوې ټولنې رابللې. خو حکومت او د ماسکو ناستې نور منتقدین دا ناسته غندي او مخالفت یې کوي. د بین الافغاني مذاکراتو پیل ناستې ته ورتلونکي … نور ولولئ
افغانستان

د کرزي شاهد دادفرسپنتا؛ هغه سیاستوال چې په حکومتي دندو پښېمانه دی

ډاکټر رنګین دادفر سپنتا، هغه مطرح افغان سیاست پوه دی، چې کلونه- کلونه د حامد کرزي د حکومت مهم مقام و، خو اوس وایي که تېروخت بیا را وګرځي، دی به پکې حکومتي کار ونه کړي. سپنتا د یوه خصوصي تلویزون په یوه تفریحي خپرونه کې د خپل ژوند ډېرې ناویلې بحث کړي، چې دلته یې مهم ټکي شریکوو: زوکړه او زده کړې سپنتا ۶۵ کاله مخکې د هرات په کرخ ولسوالۍ کې زیږیدلی. دوی … نور ولولئ
افغانستان

سوله، موقت حکومت، ډاکټرنجیب، ګاونډیان او روانه جګړه؛ د حکمتیار د تازه مرکې مفصل جزیات

د حزب اسلامي مشر او ولسمشریز نوماند ګلبدین حکمتیار له اریانا نیوز سره په تازه مرکه کې یو شمېر توندې خبرې او موضع ګیرۍ کړي. دلته یې د مرکې مفصل جزیات ولولئ: حکومت د جنګ عامل دی حکمتیار په دې مرکه کې حکومت تورنوي، چې نه یې مشروعیت شته او نه د سولې راوستو طرحه، ظرفیت او اراده لري. هغه د چا نوم نه اخلي، خو وایي په حکومت کې خاین او پرجګړې باورمند خلک … نور ولولئ
افغانستان

فاروق نجرابي؛ په څلورم ځل د ولسمشرۍ هغه نوماند چې بیا هم د بري ډاډ نه لري

د ماشومانو قلبي ډاکټر دی، خو ولسمشري یې زیاته خوښبږي. دا څلورم ځل دی، چې بریالیتوب ته له هیله مندۍ پرته دغې څوکۍ ته نوماندیږي. ډاکټر غلام فاروق نجرابي یادوو؛ دا چې ولې بیا- بیا داسې کوي، په دې مطلب کې به یې ولولئ: ژوند لیک یې غلام فاروق نجرابي په ۱۳۳۴ کال د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې دې نړۍ ته راغلی. هغه د ماشومانو قلبي ډاکټر دی او دوکتورا یې پکې له اندیرا … نور ولولئ
سیاست

تشناب یې د سرو زرو دی؛ د پوتین له حیرانونکې الوتکې سره اشنا شئ

د روسیې ځواکمن ولسمشر ولادیمیر پوتین نه یوازې د خپل هېواد؛ بلکې په نړیواله کچه له مطرح ترینه او د بحث وړ سیاستوالو څخه دی. په لومړي ځل یو غیره سړی توانیدلی، چې د هغه له شخصي الوتکې لیدنه وکړي او جزیات یې رسنیو ته ووایي. په دې مطلب کې به د پوتین د الوتکې په اړه د هماغه کس په حواله رسنیز شوي جالب معلومات درسره شریک شي: د الوتکې نندارچي څوک دی؟ د … نور ولولئ