افغانستان

عطا قانون ماتوي او غني ژمنې ؛ د بلخ جنجال د نظام حیثیت څومره خراب کړ؟

بشر دروېش څومره چې د بلخ پخوانی والي او د جمیعت د ګوند اجرایه ریس عطامحمد نور په زورواکۍ او قانون ماتولو مشهور دی، ولسمشر غني هومره د خپلو ژمنو په ماتولو کې نوم لري. غني به ډېرې ښیګڼې لري، هغه به کم جوړې عالم وي، په ښو ارمانونو او طرحو کې به یې هیڅ شک نه وي او نه به هم په شته سیاسي میدان کې څوک تر ده ولس ته زیات ګران وي، … نور ولولئ
سیاست

د ژوند و مرګ ترمنځ ایسار نواز شریف؛ حکومت یې زنداني ساتلو او پریښودو، دواړو ته حیران دی

د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف، چې د فساد د یوې لویې قضیې په تور سترې محکمې لومړی له واکه ګوښه او له سیاسته منع کړی و، چې اوس په زندان کې بندي دی. د زړه په رنځ اخته نواز شریف اوس ظاهراً د مرګ و ژوند ترمنځ وخت تېروي. هغه چې عمر خوړلی هم دی، وخت په وخت د زړه حملې پرې راځي. په دوو کې حیران حکومت د عمران خان په مشرۍ د … نور ولولئ
سیاست

د پاکستاني سیاستوالو د شتمنیو پرتلنه؛ زرداري، عمران خان که نور سیاستوال ډېره شتمني لري؟

ژباړه: بشر دروېش سیاستوال په وروسته پاتې او مخ په وده هېوادونو کې د نورې نړۍ برعکس له ترټولو زیاتو شتمنو خلکو څخه دي. په پاکستان کې چې په فساد ډېر بدنام دی، دا موضوع تر نورو هېوادونو زیاته جدي ده. د دغه هېواد ډېر سیاستوال په فساد او اختلاس بدنام شوي، خو اوس د صدراعظم عمران خان په اړه ویل کیږي، چې له واک ته رسیدو سره یې د عوایدو کچه کمه شوې. په … نور ولولئ
سیاست

د عمران خان پر وړاندې د یو کیدو احتمال؛ بلاول بوټو له نواز شریف سره په زندان کې لیدلي

د پاکستان د دوو سترو ګوندونو مشرانو تر لیدنې وروسته وړاندوینه شوې، چې د عمران خان د حکومت پر وړاندې یو ګډ او قوي اپوزیسیون رامنځته شي. په زندان کې لیدنه د پاکستاني رسنیو په تازه راپورونو کې راغلي، چې د پاکستان د خلکو ګوند یا پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو له مخکیني صدراعظم او د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند له مشر نواز شریف سره په زندان کې لیدلي. د دغې لیدنې موخه … نور ولولئ
افغانستان

د ظاهر قدیر ناویلې؛ د باړې بدماش یې څنګه مړ او له اعدامه بچ شو؟

بشر دروېش عبدالظاهر قدیر د افغانستان له مشهورو او جنجالي سیاستوالو څخه دی، چې ډېرځله د همدغو جنجالونو له کبله د رسنیو سرټکی وي. ښاغلی قدیر د افغانستان په ختیځ کې د یوې مقتدرې سیاسي کورنۍ( د امان الله خان د وزیر ارسلاخان) د کورنۍ څخه دی. پلار یې حاجي عبدالقدیر په ختیځ کې مقتدر جهادي قومندان، د ننګرهار د جهادي شورا مشر، او د مجاهدینو په واکمنۍ کې د ننګرهار والي و چې وروسته … نور ولولئ
رسنۍ

د ژونالېستانو د پام وړ؛ سیاستوالو سره په مرکه کې دا ټکي مه هېروئ

ژباړه: بشر دروېش له سیاستوالو سره ژورنالیستکه مرکه یو پېچلی هنر دی. د دغه کار لپاره لوړه انګېزه، پرځان باور، بشپړه خبرتیا او نور مهم ټکي اړین دي. د دغو مرکو پروخت مهمه موضوع دا ده، چې مرکه کوونکی باید خپلو مخاطبینو ته غوره او ډېر معلومات ورسوي. د دغه کار لپاره ځینې مهمې لارښوونې دلته شریکوو: د مخاطبینو ګټو ته لومړیتوب ورکړئ د سیاستوال او خبریال ګټې په مرکه کې همېش دا فرق لري، … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د چین اقتصادي ودې ته خنډ؛ د زړو خلکو کچه یې په لوړیدو ده

وروستۍ شمېرې څرګندوي، چې په چین کې په لومړي ځل تر ۶۰کلونو د لوړ عمر لرونکو خلکو شمېر له ۱۵ کلنو څخه لوړ شوی. دا وضعیت د چین د مخ په چټکې ودې اقتصاد لپاره یوه لویه ننګونه ګڼل کیږي. ولې ننګونه؟ د چین د نفوسو په اړه وړاندویونه دا ده، چې د ۲۰۱۸ تر پایه پورې یو میلیارد او ۴سوه میلیونو تنو ته رسیدلی. په دوی کې د هغو کسانو شمېر ۲۴۸ میلیونه او … نور ولولئ
سیاست

پاکستان له هنده خپل راغوښتی سفیر بې له بلنه بیا ور واستوه

د پاکستان حکومت هندوستان ته د خپل سفیر د بیا لېږلو اعلان کړی. د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دا کار له نوې ډیلي سره د ديپلوماتیکو اړیکو د بیا پیل د حسن نیت په شکل کوي. د پخلاینې یو اړخیز ګام د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په یوه وینا کې ویلي، دوی د دې باوجود چې د وروستیو کړکېچنو اړیکو د حل لپاره هند تراوسه یو مثبت ګام … نور ولولئ
سیاست

د ترهګرو ډلو نوملړ؛ پاکستان د خپلو دې ډلو ترهګریز فعالیتونه تایید کړل

پاکستاني چارواکو له ترهګرۍ څخه د دغه هېواد د ملاتړ له پرله پسې نړیوالو ادعاوو او له دې اړخه تر فشارونو وروسته یو لوی نوملړ خپور کړی، چې پخپله قلمرو کې فعاله ځینې ډلې یې په ترهګریزو فعالیتونو تورنې کړي. د پاکستان حکومت د دغه لیست د خپرولو ترڅنګ د یادو ډلو پر فعالیت بندیز لګولی. د دې ترڅنګ پاکستاني حکومت د دغو ډلو اړوند ټولې شتمنۍ او ملکیتونه ضبط کړي. په نوملړ کې د … نور ولولئ
سیاست

اوبو وړی ځګ ته لاس اچوي؛ پاکستان پرخپلو ځینو ترهګرو ډلو بندیزونه لګولي

پاکستاني چارواکو ترهغې وروسته چې په نړیواله کچه یې هېواد د ترهګرۍ په ملاتړ خورا ډېر بدنامه او تحقیر شو، اوس پر خپلو ځینو ترهګرو ډلو نوي بندیزونه اعلان کړي. دا بندیزونه ترهغې وروسته لګول شوي، چې پاکستان د هند د بریدونو له بالقوه خطر سره مخ دی. د پاکستان دغه ګاونډي دښمن پرخپلو سرتېرو د پاکستاني ترهګرو تر ځانمرګي برید وروسته د پاکستان دننه د جیش محمد په نوم د بریدګرې ډلې مرکزونه بمبار … نور ولولئ