افغانستان

د پروین درانۍ او پولیسو جنجال؛ هغه که منتقدین یې ملامت دي؟

په ولسي جرګه کې د کوچیانو حوزې یوه استازې پروین درانۍ له پرون راهیسې د تودو بحثونو؛ په خاص ډول د ټولنیزو رسنیو له سرټکو څخه ده. په زرګونه مشهورو او عامو خلکو د هغې هغه عکسونه خپاره کړي او غندلي، چې د یوه پولیس سرتېري د توهینولو په حال کې یې ښيي. اصله کیسه څه ده؟ د پروین درانۍ موټر د کابل په عامې روغتیا څلورلاري ( اوسني احمد شاه مسعود څلورلاري) کې د … نور ولولئ
رسنۍ

اسراییلي سیاستوال: ایران مې هسې موبایل هیک کړی، کوم سیکس فلم مې پکې نه و

د اسراییلو مشهور سیاستوال بني ګنټس، چې په راتلونکو پارلماني ټانو کې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو مخکښ سیال دی، ایران یې ګرځنده موبایل هیک کړی. د استخباراتو خبرداری د اسراییلو دولت دا خبر د تېرې پنجشنبې ورځې په ماښام اعلان کړ. د ګنټس اړوند ګوند هم په هماغه ورځ تایید کړه، چې ایران د دغه سیاستوال ګرځنده ټلیفون هیک کړی دی. یاد شوي ګوند دا هم ویلي، چې وار د مخه د اسراییلو داخلي … نور ولولئ
سیاست

زرداري د زندان په لږ واټن کې؛ د مالي فساد قضیې یې راسپړل کیږي

د پاکستان پخوانی ولسمشر آصف علي زرداري چې هم د مالي فساد او هم مالي شتمنیو له اړخه په پاکستان کې لوی نوم لري، اوس یې د مالي فساد قضیې په سپړل کیدو دي. د زرداري مخالفت د زرداري قضیه د پلازمېنې اسلام اباد محکمې ته سپارل شوې، خو هغه یې مخالفت کړی. زرداري وایي دی د سند ایالت اوسیدونکی دی او هغه قضیه چې دی پکې په فساد کولو تورن دی، هغه هم د … نور ولولئ
سیاست

اسلام ضد سناتور یې په هګۍ ویشتل شوی

د اسټرالیا یو سخت دریځی مسلمان ضد سیاستوال فریزر آنینګ د یوه خبري کنفرانس پر مهال د یوه هلک لخوا په هګۍ ویشتل شوی. دغه سناتور د نیوزیلینډ پر جوماتونو د ترهګریزو پېښو پړه پر مسلمانانو واچوله، چې د یوه خبریال لخوا په هګۍ وویشتل شو. پرخبریال برید په هګۍ تر ویشتل کیدو وروسته دغه اسټرالیایي سناتور پر هګۍ ویشتونکي کس د څپیړو ګوزارونه کړي. دا کار د اسټرالیا رسنۍ پارولي او پر سناتور یې … نور ولولئ
افغانستان

د دسیسې ښکالو؛ د عمران خان د خطرناک خبرداري پر وړاندې څه په کار دي؟

د پاکستان صدراعظم عمران خان په یوه وینا کې ویلي، چې افغانستان به زر د یوه ټولمنلي نوي حکومت او سولې څښتن شي. د ده په وینا دا نوی حکومت او سوله به له سیمې سره د افغانستان اړیکې پیاوړې او اقتصادي ښېرازي به راولي. د دسیسې بله ښکالو څو ورځې مخکې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په ډېره غیر دیپلوماتیکه ژبه او بې تدبیرۍ خو په ښکاره ټکیو د افغانستان … نور ولولئ
افغانستان

د بلخ جنجال؛ دفاع او داخله وزیران یې د اساسي حل خبر ورکوي

د افغانستان په شمال کې مېشت ۲۰۹ شاهین قول اردو د بلخ د نوي امنیه قومندان د ټاکلو پرسر د حکومت او عطامحمد نور د رامنځته شوي جنجال د اساسي حل خبر ورکوي. یاد شوي قول اردو په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا جنجال بلخ ته د دفاع وزارت د سرپرست اسدالله خالد او د کورنیو چارو وزارت د سرپرست مسعود اندرابي له پروني سفر سره حل شوی دی. غیرسیاسي سکتور او … نور ولولئ
سپورټ

د بنګله دېش کرکټ لوبډله د نیوزیلینډ د جوماتونو له مرګونو پېښو وژغورل شوه

د بنګله دېش چارواکو ویلي، چې د کرکټ ملي لوبډله یې د نیوزیلینډ د جوماتونو له ترهګریزو پېښو روغه وتلې. د دوی په وینا لوبډله یې پرون د جمعې په ورځ د نیوزیلینډ په چرچ کرایست ښار کې له نښه شویو جوماتونو څخه یوه جومات ته د لمانځه لپاره تله، چې له رسیدو مخکې له ترهګریزې پېښې خبر شول. په دغه پېښه کې تر ۵۰ پورې مسلمانان شهیدان او لسګونه نور ټپيان شوي. د بنګله … نور ولولئ
افغانستان

د موقت حکومت انګازې؛ ډاکټرعبدالله یې د واقعي سولې په قیمت ملاتړی دی

د افغان سولې په تړاو د امریکا او طالبانو د مذاکراتو له پياوړتیا سره پر موقت حکومت د دوی د توافق اوازه هم ګرمه شوې. دا خبره په تازه ګام کې د لوړپوړو افغان چارواکو له خولې هم اوریدل کیږي؛ خو په دې توپير چې ځینې یې مشروط ملاتړي او ځینې یې سرسخته مخالفین دي. د ډاکټرعبدالله دریځ د ملي یووالي حکومت اجرایه ریس ډاکټرعبدالله عبدالله، چې د دغه حکومت نېمایي شریکوال دی، په یوه … نور ولولئ
افغانستان

د بلخ تازه حال؛ د دفاع او کورنیو چارو وزیران د وضعیت کرارولو لپاره مزار شریف کې دي

په بلخ کې له پروني اړ دوړ وروسته له مزار شریف څخه د وضعیت د عادي کیدو راپورونه ورکړل شوي. د بلخ یو شمېر خبریالانو پرخپلو فیسبوک پاڼو د ښار د ځینو څنډو تازه عکسونه خپاره کړي، چې خلک پکې د عادي ژوند په حال کې ښکاري. له دې سره د ملي دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیران نن دې ولایت ته رسیدلي او دغلته د عطامحمد نور سربیره د بلخ د والي او نورو … نور ولولئ
سیاست

عمران خان هندیانو ته د پاکستان بې ویزې سفرونه وړاندیزوي

پاکستان له هند سره د اړیکو ښه کولو د شدید مجبوریت او هڅو په لړ کې اعلان کړی، چې زر به له هغه هېواد سره پاکستان ته د هندو مذهبو د بې ویزې سفرونو په اړه مذاکرات وکړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل وایي، هېواد یې نن یو پلاوی په دې موخه د واګې بندر ته لیږلی څو له هندي لوري سره په لومړي ځل په دې اړه مذاکرات پيل کړي. … نور ولولئ