افغانستان

مشورو ته اړ شوی سړی؛ غني به پاشلې سیاسي اجماع را ټوله کړي ؟

ولسمشرغني، چې د مخالفینو لخوا یې د واک د انحصار ترڅنګ په یکه تازۍ، ځانځانۍ او د نورو په څنډې ته کولو ډېر تورنیږي؛ د شنبې په ورځ له یو شمېر مطرحو افغان سیاستوالو سره د سولې د روانو هڅو په اړه ناسته وکړه. په دې ناسته کې مخکیني ولسمشر حامد کرزي، جهادي مشر استاد سیاف، د حکومت اجرایه ریس ډاکټرعبدالله، د سولې شورا مشر کریم خلیلي او د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش برخه … نور ولولئ
افغانستان

د خلیلزاد د تازه مرکې شننه؛ امریکا سوله که ټاکنې غواړي؟

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له بي بي سي سره په تازه مرکه کې پر ځینو مهمو تودو مسئلو خبرې اترې کړي. په دې لیکنه کې به د دې مرکې مهم جزیات او شننه وړاندې شي: مهم ټکي په دې مرکه کې خلیلزاد دا مهم ټکي بیان کړي: ـ له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتو موضوع لنډ مهاله نه ده، کلونه وخت به نیسي. … نور ولولئ
افغانستان

طالبان د اسدالله خالد له نظره؛ نوې څرګندونې یې دلته ولولئ

د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد له مخکښو طالب ضدو څېرو څخه دی. هغه کلونه مخکې د حامد کرزي د حکومت پر وخت د ملي امنیت ریس و او د طالبانو له یوه وراستولي ځانمرګي بریدګر څخه په لږ چانس کې له مرګه وژغورل شو. خالد په دغه برید کې سخت ټپي او له کبله یې اوږده موده په امریکا کې بستر و. دی څو میاشتې مخکې د ملي دفاع وزارت سرپرست … نور ولولئ
په زړه پورې

سږ کال ۴۰ زره نور پاکستانیان په ایډز اخته شوي

پاکستاني رسنیو په دې هېواد کې د ایډز ناروغانو په ډله کې د ۴۰ زرو تازه دمه کسانو د زیاتیدو خبر ورکړی. پاکستان او ایډز د پاکستان ایکسپریس نیوز په یوه تازه راپور کې ویلي، چې په تېر یوه کال کې ۴۰ زره نور پاکستانیان هم د ایډز پر خطرناکې ناروغۍ اخته شوي. د سرچینې په حواله له دغو ناروغانو سره د پاکستان د ایډز ځپلو شمېر له ۱۶۰ زرو څخه واوښته. سرچینه وایي دغه … نور ولولئ
افغانستان

د ډیورنډ کرښې د لاسلیک کوربنه؛ کنډواله شوې چهلستون ماڼۍ رغول شوې او خلک تفریح ته ورځي

د کابل په لویدیځ کې د چهلستون شاهانه ماڼۍ، چې د امیرعبدالرحمان خان لخوا د ډیورنډ کرښې تړون پکې لاسلیک شوی او له دې اړخه ډېره مشهوره وه، له کنډوالې بیا په ماڼۍ بدله شوې او د کابلیانو په یوه جالب تفریح ځای بدل شوی. د نوي کال نمانځنه د سږني لمریز کال په لومړۍ ورځ ګڼو کابل ښاریانو په ټولنیزو رسنیو کې له خپلو ملګرو او کورنیو سره اخیستل شوي هغه تصویرونه خپاره کړي … نور ولولئ
په زړه پورې

پر طالبانو د بیل ګیټس غږ؛ د پولیو د پراختیا پرځای په نابودۍ کې مرسته وکړئ

په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ پراختیا د مشهور نړیوال میلیاردر بیل ګیټس حوصله تمامه کړې. هغه، چې د دې ناروغۍ د ختمولو لپاره په نړیواله کچه د هڅو مالي او هر اړخیز ملاتړ کوي، دا ځل یې خپله پر طالبانو غږ کړی څو د هڅو پر وړاندې یې له خنډ کیدو لاس په سرشي. تازه مرکه ګیټس له رویټرز خبري اژانس سره په تازه مرکه کې ویلي په نړیواله کچه د پولیو یا ګوزڼ … نور ولولئ
افغانستان

بي بي ګل غني ولې ښځو ته میلیاردونه افغانۍ ورکولې؟

د ولسمشر غني مېرمنې بي بي ګل غني منلې، چې د دفتر له لورې یې ننګرهاري مېرمنو ته ۹۱ میلیونه افغانۍ استولي. مېرمن غني طلوع نیوز ته ویلي، چې دا پیسې یې له مېرمنو سره د مرستې لپاره د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ته د مالیې وزارت له بودیجې استولې وې. آغلې غني ټینګار کړی، چې د منتقدینو د ادعا برعکس د دغو پیسو د استولو موخه سیاسي او انتخاباتي نه؛ بلکې یوازې له ښځو … نور ولولئ
په زړه پورې

د یوټوب او فیسبوک نوی جنجال؛ د فرانسې مسلمانان او د امریکا کنګرې ورپسې اخیستې

د فرانسې د مسلمانانو شورا اعلان وکړ، چې د نیوزیلینډ پر جوماتونو د ترهګرو د برید په تړاو یې له فیسبوک او یوټوب شبکو څخه شکایت کړی. دغې شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، چې یادو شبکو د دغو بریدونو ویډیوګانې په ژوندۍ بڼه خپرې کړي او په دې توګه یې د ترهګرۍ ملاتړ کړی. د شکایت جزیات یادې شورا ویلي، چې دوی پخپل شکایت کې یادې شوې ټولنیزې شبکې د ترهګریزو اعمالو او نظریاتو … نور ولولئ
افغانستان

د زړو یارانو نوې ناندرۍ؛ امرالله صالح حنیف اتمر د عمران خان په ملاتړ تورنوي

حنیف اتمر او امرالله صالح یو وخت دوه سره نیږدې سیاسي ملګري وو. د کرزي د حکومت په وروستۍ انتخابي دوره (۲۰۰۹) کې اتمر د کورنیو چارو وزیر او صالح د ملي امنیت لوی ریس و. دوی دواړه ظاهراً هغه وخت پر مشورتي لویې جرګې د راکټي بریدونو د نه شنډولو له کبله کرزي بې کفایته وګڼل او استعفا ته یې اړ ویستل. اتمر او صالح حکومت نه تر استعفا وروسته دوه جلا سیاسي ډلې … نور ولولئ
رسنۍ

د چین او اسراییل ټکر؛ چین یې د خپل اطلاعاتي سیستم د هیک کولو په هڅو تورن کړ

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش د امریکا او چین د اقتصادي او نورو ناندریو له پراخیدو سره د اسراییلو حکومت پر چین تور لګولی، چې د دغه هېواد د اطلاعاتي سیستم د هیک کولو هڅه یې کړې ده. فارن پالېسۍ رسنۍ د اسراییلو د استخباراتي چارواکو په حواله ویلي، چې د چین د دې هڅې اصلي هدف د دغه سیستم د هیک کولو له لارې د امریکا د فني او صنعتي اطلاعاتو ترلاسه کول و. … نور ولولئ